د اټومي ازموینو پر وړاندې نړیواله ورځ؛ ایا نړۍ اوس هم د اټومي وسلو له ګواښ سره مخ ده؟

د عکس سرچینه، HIROSHIMA PEACE MEMORIAL MUSEUM / AP
- Author, سید انور
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
نن د اګست ۲۹مه ده، چې د اټومي ازموینو پر وړاندې له نړیوالې ورځې سره سمون لري.
د نړۍ ډېرو هېوادونو د اټومي بمونو د ویجاړوونکې کارونې مخنیوي په خاطر پر اټومي ازموینو د بندیز تړون لاسلیک کړی او د اټومي ازموینو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
خو د اوکرایین او روسیې ترمنځ جګړې یو ځل بیا د اټومي بمونو د کارونې په اړه اندېښنې او ګنګوسې راپورته کړې دي.
د ۱۹۴۵ کال د اګسټ پر شپږمه د امریکا یوې جنګي الوتکې د جاپان پر هیروشیما او ورپسې درې ورځې وروسته یوې بلې الوتکې پر ناګاساکي ښار اټوم بمونه وغورځول .
اټومي بمونو په دغو دوو ښارونو کې له سلو زرو ډیر خلک ووژل، خو د ککړتیا ویجاړوونکې پایلې یې د کلونو لپاره پاتې او ژوندي پاتې کسان د ژوند تر پایه د هغو له اغېزو نه وکړېدل.

د عکس سرچینه، PUBLIC DOMAIN
په جاپان کې د اټومي بم پر ضد یو اوڅار فعال 'سوناو سوبیو' چې پر هیروشیما ښار د اټومي بم له بریده ژوندی راوتلی و، په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره تر کتنې وروسته په هیروشیما کې د اټومي بم د غوځیدو ځای د لیدنې پر مهال وویل اوس هغه وخت را رسېدلی، چې ټولې خواوې د اټومي بمونو پر ازموینې او کارولو له بندیز سره هوکړه وکړي .
هغه وویل "ژوند تر اقتصاد او تر بل هر څه مهم دی. د انسان ژوند ارزښتمن دی او اوس د اټومي پروګرامونو د بیاکتنې لپاره ښه فرصت دی."
په ۲۰۰۷ کال کې د جاپان په توکیو کې د یومیري شیمبون ورځپاڼه کې د ژورنالیزم د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې ما د هیروشیما د اټومي بم د آثارو موزیم کې له سونا او تسوبیو سره د لیدنې فرصت ترلاسه کړ.
هغه وخت یې راته وویل: "پرېکړه مې کړې چې د ژوند به تر پایه د اټومي بمونو د نه کارولو په غوښتنه تېروم."
او دا کار یې وکړ ځکه د خپل ژوند تر وروستۍ شېبی یعنی ۲۰۲۱ کال پوري هلته پاته شو او دغو هڅو ته یې دوام ورکړ.

په ۱۹۹۱ کې د قزاقستان په وړاندیز، ملګرو ملتونو په خپل کلیزه کې د اټومي وسلو د ازموینې پر وړاندې ورځ ثبت کړه.
د امریکا لخوا پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د اټومي بمونو له کارولو وروسته، د شوروي اتحاد لومړی اټومي بم د قزاقستان په جمهوریت کې و ازمویل شو.
د کلونو په اوږدو کې شوروي اتحاد په دغه جمهوریت کې ۴۵۶ اټومي ازموینې ترسره کړې، چې ککړتیا یې د قزاقستان په دې سیمه کې د شاوخوا یو نیم ملیون وګړو روغتیا اغېزمنه کړه.
له همدې امله قزاقستان د اټومي ازموینو د منع کولو د نړیوالې ورځې مخکښ شو.
هغه وخت د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې اټومي بې وسلې کول يې د خپلو اصلي هدفونو په توګه ټاکلي دي او غواړي چې د اټومي ازمايښت د بنديز تړون تر ٢٠١٢ کال پورې عملي شي.
هغه ویلي وو "زه د روسیې فدراسیون، د امریکا متحدو ایالتونو او د نورو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو پر مشرانو باندې غږ کوم چې ټولې اټومي وسلې څنډې ته کړئ ".
خو دا هیله یې پوره نه شوه. د بي بي سي د رېښتیا موندني ( ریالټي چک) پروګرام د موندنو له مخې هغه هېوادونه چې اټومي بمونه لري، شاوخوا دیارلس زره اټومي وسلې لري.
"امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو د نوملر په سر کې دي. څو نورو هېوادونو لکه هند، پاکستان، شمالي کوریا، درې واړه اټومي وسلې ازمویلي دي. ویل کیږي چې اسراییل اټومي وسلې لري خو نه یې پخلی کړی او نه یې هم رد کړې ده. اټکل کیږي چې دغه ټول هېوادونه ټولټال ۱۳۰۰۰ اټومي وسلې لري. د دغو وسلو ډېره برخه د سړې جګړې د سیالانو، روسیې او امریکا په واک کې دي او هر یو یې څلور زره فعالې اټومي سرګلولې لري".

د بي بي سي د رېښتیا موندونې پروګرام د موندنو له مخې، له دغو اتومي وسلو څخه ۱۸ سوه له امریکا او روسیې سره د تیارسي په حال کې دي او په لڼد وخت کې د توغولو وړتیا لري.
دا شمېر اټکلي دی او د اټومي وسلو اصلي شمېر د دغو هېوادونو محرم ملي راز ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د اټومي ازموینو پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې نړۍ د دې ویجاړونکي میراث د پای ته رسولو لپاره په ګډه غږ پورته کوي.
خو ظاهراً خبره داسې نه ده ځکه چې د اوکرایین پوځ ویلي، روسیه اوس د دوی د هوایې دفاع ځواک له منځه وړلو لپاره د اټومي توان لرونکي توغندي کاروي، چې اټومي سروکې یې ترې لیري کړې دي.
اوکرایین په دوو لویدیځو سیمو کې د هغه څه ټوټې موندلې چې ویل کیږي د شوروي اتحاد د مهال د اېکس-۵۵ کروز توغندي دي.
دا په دې مانا ده چې د اټومي وسلو د کارولو ویره لاهم شته.






















