'د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ دې د سوداګریز فعالیت لپاره پنځه واړه دروازې پرانیستل شي'

غلام خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان او افغانستان یو شمېر سوداګرو د پاکستان له سوداګرۍ وزارته غوښتي چې د دوو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو توکو د تګ راتګ پنځه واړه دروازې د بشپړ سوداګریز فعالیت لپاره پرانیزي.

دا سوداګر وايي، تورخم لاره د سوداګرۍ د ټول تمرکز په خاطر له فشار سره مخ ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې په یوه اعلامیه کې ویلي چې چمن، غلام خان او خرلاچي کې فعالیتونه محدود دي او ډېر بارونه د تورخم له لارې ځي.

دوی ليکلي چې افغانستان او مرکزي آسیا ته د ډېرو توکو د تګ له امله باروړونکې لارۍ تر لسو ورځو هم ډېرې منتظرې پاتې کېږي چې دا د پراخو تاوانونو لامل کېږي.

د پاکستان یا افغانستان د سوداګرۍ وزارتونو او نورو چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

څه باندې دوه کاله کېږي چې سوداګر دواړو غاړو ته په سوداګرۍ کې له ستونزو سره مخامخ دي، په تېره د طالبانو له بیا واکمنېدا راپدېخوا د تورخم دروازې د څو ځله تړل کېدو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته سخت زیان اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې همغږي کوونکي ضیاءالحق سرحدي او د سرحد د سوداګرۍ او صنعت خونې مخکني مرستیال مشر منظور الهي یوې ګډې خبري ناستې وویل، د چمن، غلام خان او خرلاچي د بندېدو له کبله پر تورخم لارې د سوداګرۍ حجم ډېر شوی دی.

د دوی په خبره، د لاریو له لارې د لېږد لګښت د اوږده سفر له امله تر یو میلیون پاکستانۍ کلدارو زیات شوی چې له امله یې سوداګرو ته د دې لګښت پوره کول تقریبا ناشوني دي.

سرحدي يادونه وکړه: افغانستان ته د مالونو لېږدوونکې لارۍ له شاوخوا ۴۵ ورځو وروسته بېرته پاکستان ته راګرځي او مالکان يې اوس د خپلو وسايطو د لېږد پر ځاى په افغانستان کې دننه ترانسپورت ته ترجيح ورکوي او دا کار د لېږدوونکو وسیلو د سخت کمښت لامل کېږي.

دا سوداګر داسې مهال شکایت کوي چې په قطر کې د افغانستان په اړه دویمه دوه ورځنۍ غونډه

پیل شوې ده چې د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون لري، خو طالبانو ویلي چې په غونډه کې له "تشریفاتي ګډون" نه ګډون غوره و.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د سویس د ۱٫۹ میلیون ډالرو د پام وړ مرسته اعلان کړه چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالو ژمنو د دوام یوه نښه ګڼل کېدای شي.