په افغانستان کې د "سيمه ييز تماس ډلې غونډه جوړېږي"

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي راتلونکې دوشنبې به کابل د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې د لومړۍ غونډه کوربه وي.

په چین کې د طالبانو حکومت له خوا معرفي شوي سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د چین بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا د څانګې له مشر سره د همدې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، ایران او پاکستان ځانګړي استازي برخه واخلي.

په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي خو د سفارت پر اېکس پاڼه لنډ بیان کې راغلي چې په دې کتنه کې د تماس ډلې د ګډونوالو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټينګار شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل د سیمې د هېوادونو د استازو کوربه دی.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي لس ورځې وړاندې ویلي وو، اسلام اباد کې یې له چارواکو سره د دې ډلې پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

نوموړی اسلام آباد ته له تلو وړاندې کابل کې له طالب چارواکو سره پر همدې موضوع غږېدلی و. قمي ویلي وو، طالبان چمتو دي د دې ډلې د غونډې کوربتوب وکړي، طالبانو رسما څه نه وو ویلي.

خو دا لومړی ځل دی چې طالبان رسما تائیدوي چې د سیمه ییز تماس ډلې کوربتوب کوي.

کابل کې د دې جوړېدونکي غونډې د اجنډا په اړه لا څه نه دي ویل شوي خو افغانستان کې د ایران سفیر اسلام آباد ته له سفر وروسته ویلي وو ایران غواړي د سیمې هېوادونه د تماس د دې ډلې مهم غړي وي او د طالبانو حکومت ته رغنده وړاندیزونه وکړي.

په ټوله کې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو مخنیوی، بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او ټولګډونی حکومت رامنځته کول د سیمې او نورو هېوادونو غوښتنې دي.

همدې مسلو ته په اشارې د ایران سفیر ویلي وو د تماس دا ډله به د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې اندېښنو ځوابولو لپاره د یوه منطقي زماني جدول له مخې ګام په ګام کار وکړي.

ایران، تېره سپټمبر میاشت مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه کې د سیمه ییز تماس ډلې د جوړولو وړاندیز کړی و، هغه مهال ایران ویلي وو د دې ډلې یو هدف به افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول وي. خو طالبان په کوردننه او له بهره د دوی د حکومت پر څرنګوالي له نیوکو سره سره هغه ټول ګډونی بولي.

د ترکيې او ايران ولسمشرانو په افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت ټينګار کړی

د ترکیې او ایران ولسمشرانو افغانستان کې د یوه ټولګډوني، مسؤول او ځواب ویونکي حکومت د رامنځټه کولو پر اړتیا ټينګار کړی.

رجب طیب اردوغان او ابراهیم رئیسي د ترکیې پلازمینې انقره کې په یوه ګډ بیان کې راغلي چې دواړه هېوادونه افغانستان کې له اوسنیو واکمنو سره عملي او رغنده چلن مهم ګڼي او د داسې یوه حکومت رامنځته کول اړین ګڼي چې ټولګډونی، ځواب ویونکی او د ټولو خلکو استازولي وکړي.

د ګډ بیان بله برخه کې ټينګار شوی چې افغانستان کې دې له هر ډول قومي او مذهبي توپیر پرته د ټولو خلکو امنیت تامین شي.

دواړو ولسمشرانو چې هېوادونه یې د یو زیات شمېر افغان کډوالو کوربانه دي، په خوندي، په خپله خوښه او په عزت د ټولو کډوالو پر ستنیدو هم ټينګار کړی دی.