د سړې هوا څپې له کبله لومړني انسانان له اروپا وتلي وو

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، PHILIPPE PSAILA/SCIENCE PHOTO LIBRARY

د خپرېدو وخت

نوې څېړنه ښیي، یوې سختې یخنۍ چې ان ساینس یې په اړه معلومات نه درلودل د اروپا له وچې یې ۲۰۰ زره کاله پخوا انسانان بې زاره کړي وو.

دا انسانان هغه مهال بېرته اروپا ته راوګرځېدل چې له یخې هوا سره یو څه بلد شول.

ساینس پوهان وايي، د ژورو بحرونو له رسوباتو ښکاري چې ۱۱ میلیونه کاله مخکې د یخنۍ درجه په ناڅاپي توګه له پنځو درجو څخه ډېره راښکته شوه.

دوی وايي، زموږ لومړني پلرونه ځکه ژوندي پاتې نه شول، چې نه یې ګرمې جامې درلودې او نه یې د تودوخې لپاره څه درلودل.

تر دې دمه باور دا و، چې انسانان په اروپا کې له یو ۱،۵ میلیونو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه ژوند کوي.

د پرتګال په سواحلو کې د لویو ګنګلونو نښې موندل شوې دي.

هر کال سمندر کې یو پوړ رامنځ ته کېږي، چې همدا پوړونه بیا وروسته د همدې سمندر حالت په ډاګه کوي.

له دې پوړونو د غلو دانو نښې هم ښکاري، چې پر ځمکه د نباتاتو لړۍ یا ریکارډ په ډاګه کوي.

د سوېلي کوریا په بوسان کې څېړونکي د اقلیم فزیکي څېړنې لپاره پاتې شوني د کمپیوټرونو ځانګړو ماډلونو په ذریعه څېړي.

دوی موندلې، چې د اروپا په ډېری برخو کې د ژمي منځنۍ یخنۍ ان د مدیترانې له یخنۍ څخه ټېټه وه.

د دې ډلې مشر پروفیسور اکسل تیمرمن وايي، د نن ورځې د ژوندانه لوړو معیارونو له کبله د یخنۍ ټېټه درجه دومره اغېزناکه نه ده.

دی وايي، ډېری خلک یو څه سرپنا، ګرمې جامې او خوراکي توکو ته لاسرسی لري، خو هغه مهال یې دا هر څه نه درلودل.

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، MARTIN BATES

ښاغلی تیمرمن زیاتوي، چې لومړني انسانان تر هغه وخته د یخنۍ له سختو حالاتو سره اشنا نه وو.

د ده په خبره له اروپا څخه له کډه کېدو مخکې د هغه وخت انسانان له اور سره هم چندانې بلد نه وو.

دی وايي، سړې او وچې هوا، د خورا کي توکو نشتوالي د انسانانو ژوند ډېر سخت کړی و.

په اروپا کې د انسانانو تر ټولو پخواني پاتې شوني شاوخوا ۱.۴ میلیونه کاله عمر لري چې په اسپانیا کې موندل شوي دي.

همدارنګه ساینس پوهان وايي، د لومړنیو انسانانو یو نسل چې د هومو ایرکتوس (Homo erectus) په نوم یادېږي په افریقا کې زیږېدلی او د اسیا له سوېل لویدیز لارې اروپا ته کډه شوی دی.

د لندن د پوهنتون پروفیسور کرونس ټیزډاکیس اروپا کې د لومړنيو انسانانو د استوګنې په اړه کارپوهانو ته مخه کړې.

ده هڅه کړې د لرغونپوهنې او فوسیلونو له مخې دا معلومه کړي چې په رېښتیا هم یخنۍ لومړني انسانان له اروپا څخه کډوالۍ ته اړ کړي وو؟

د فوسیلونو له څېړلو وروسته، دوی وموندله چې په اسپانیا کې د انسانانو پاتې شوني شته او دا ۱۱ میلیونه کاله لرغونتوب لري.

له دې را وروسته بیا موندل شوې نښې ۹ میلیونه کاله پخوانۍ دي، چې بریتانیا کې ډبرین لوښي او د انسانانو پښو نښانونه دي.

د بریتانوي موزیم د پروفیسور نیک اشټن په وینا، داسې انګېرل کېږي چې یادو لومړنيو انسانانو له سړو سره مقابله یې زدکړې وه او دا یې منلې وه چې اروپا ته راشي او ژوند وکړي.

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

هغه بي بي سي نیوز ته وویل "دا په انسانانو کې د بدلون له کبله هم کېدای شي یعنې د انسانانو په بدن کې د وازدې یا سپینې غوښې زیاتېدل او په بدن یې د وېښتو شنه کېدل."

همدارنګه دی وايي: "دا هم شونې ده چې تخنیکي پرمختګونه رامنځ ته شوی لکه د ښکار کولو وسایل جوړول، ګرمې جامې او سرپنا جوړول."

پوهان په دې باور دي چې پورته یاد شویو څیزونو انسانانوته دا وړتیا ورکړې وه چې له یخنۍ سره مقابله وکړي او د اروپا ځینې برخې اشغال کړي.

د طبیعي تاریخ میوزیم پروفیسور کریس سټینګر وايي: "ډېر انعطاف لرونکی نسل اروپا ته راستون شو. دوی زدکړل چې څنګه ژوندي پاتې شي. یا دا چې دا یو بل بېل نسل دی چې له سختو شرایطو سره یې موافقه کول زدکړي وو."

د هیپیسبورګ (Happisburgh) ډله انسانان ممکن په نیندرتالس (Neanderthals) ډلې اوښتې وي، چې ۴۰۰،۰۰۰ کاله پخوا یې په ښه توګه ژوند کاوه.

زموږه خپله ډله (Homo sapiens) په اړه داسې ویل کېږي چې شاوخوا ۴۰۰،۰۰ کاله پخوا یې په افریقا کې ژوند کاوه.

اروپا کې د انسانانو اوسنۍ ډله ۴۲،۰۰۰ کاله پخوا استوګن شوي دي.

دوی د نیندرتالس (Neanderthals) ډلې انسانانو سره د لنډې مودې لپاره هم‌مهاله ژوندی کړی هغوی ۴۰،۰۰۰ کاله پخوا منقرض شول (له منځه ولاړل).