چین د شپږو هېوادونو وګړو ته له ویزې پرته د ورتګ ازمایښتي لړۍ پیل کړې

چین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېواد یې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا او مالیزیا وګړو ته له ویزې پرته د ورتګ اجازه ورکوي.

یاد هېواد دا چاره د یوه کال لپاره په ازمایښتي ډول ترسره کوي.

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر میاشتې تر ۳۰مه پورې، د یادو هېوادونو عادي پاسپورت لرونکي وګړي کولی شي د ۱۵ ورځو لپاره پرته له ویزې چین ته سفر وکړي یا سوداګرۍ لپاره ورشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند ماو نينګ د جمعې په ورځ وويل، دا چاره یې د هېواد پرمختګ ته د ودې ورکولو په برخه کې لویه مرسته کوي.

دمګړۍ ډېر مسافر، چې غواړي چین ته دننه شي ویزې ته اړتیا لري.

له دې مخکې چین د سینګاپور او بروني وګړو ته هم له ویزې پرته د ورتګ اجازه ورکړې وه، چې د سوداګرۍ، سیاحت او د کورنۍ غړو لیدو لپاره نوموړي هېواد ته د ۱۵ ورځو لپاره ورشي.

خو دا یوازې مارچ میاشت کې پېښ شوي وو، چې له هغه وروسته چین بېرته د هرډول اړتیا وړ ویزو صادرولو لړۍ پیل کړه.

چین

د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې چین د کورونا وېروس له کبله دې هېواد ته د بهرنیو وګړو په سفرونو سخت بندیزونه ولګول.

چین د دریو کلونو لپاه ډېر سخت بندیزونه لګولي وو.

هغه مهال هر وګړي، چې غوښتل به یې چین ته سفر وکړي بېلابېلو بندیزونو ته به یې غاړه کېښوده.

یاد هېواد ته په ورتګ سره به یې ډول ډول تلاشیانې زغملې او همدارنګه اړ به وه، چې بېلابېلې روغتیايي ازموینې هم ترسره کړي.

د چین هېواد یاد بندیزونه د هغې پالیسۍ برخه وه، چې صفر کویډ پالیسۍ نوم یې پرې اېښی و.

دې پالیسۍ د چین هېواد اقتصادي ته سخت زیان هم واړوه، چې تېر دسمبر میاشت کې یې لرې کړه.

د کورونا نړیوالې وبا له پیلېدو مخکې به په میلیونونه بهرني سیالانیان چین ته سیاحت لپاره ورتلل.