طالبان وايي‌ د مخکېنۍ ولسي جرګې د غړې 'مرسل نبي زاده' قاتل یې نیولی

Kabul

د عکس سرچینه، SM

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي‌ د مخکینۍ ولسي جرګې د غړې 'مرسل نبي‌زاده' او د هغې د یوه ساتونکي وژونکی یې نیولی دی‌.‌

ښاغلي ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي چې اغلې نبي‌زاده او ساتونکی یې (اسماعیل) د مقتولې د بل ساتونکي (مالیار) لخوا وژل شوي‌ دي.

مرسل نبي زاده د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه د کابل احمد شاه بابا مېنه کې د شپې له مخې خپل کور کې له ساتونکي سره په مرموز ډول په ډزو وژل شوې وه.‌

هغه مهال رپوټونو کې ویل شوي وو چې ناپېژانده وسله وال د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.‌

دې پېښې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي‌ وو او خواله رسنیو کې هم پرې بېلابېلې تبصرې شوې وې.

اوس د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي "قاتل چې فرار و، د کشفي عملیاتو پایله کې نیول شوی او پر خپل جرم معترف دی."

هغه زیاته کړې چې "د جرم د ارتکاب عواملو او نورو اړخونو معلومولو لپاره نورې څېړنې هم روانې دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو ښاغلي‌ ځدراڼ دا نه دي‌ ویلي چې دغه مشکوک قاتل چېرته او څرنګه نیول شوی دی.

دا هم روښانه نه ده چې له هغه په څه ډول شرایطو کې اعتراف اخیستل شوی.

مرسل نبي زاده د ولسي جرګې اوولسمه تقنیني دوره کې د کابل خلکو استازې او د دې جرګې د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.

د مخکینۍ ولسي جرګې د استازو د پېژندګلوۍ پاڼه کې د هغې په اړه راغلي چې اصلآ د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ ده خو په وروستیو کلونو کې کابل کې اوسېده.

اغلې نبي زاده د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغانستان کې پاتې وه او وخت ناوخت یې ځايي تلویزیونونو او رسنیو سره بحثونو او پروګرامونو کې برخه هم اخیسته.