د ناروې شهزادګۍ ولې له سلطنتي مسوولیتونو لاس واخیست؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ناروې شهزادګۍ مارتا لویس له خپلو سلطنتي دندو او مسوولیتونه د لاس اخیستلو اعلان کړی.

هغې دا کار د دې لپاره کړی چې له خپل نامزاد 'ډیورک وېرېت' سره د خپل بدیلو درملو پر کاروبار تمرکز وکړي. د هغې نامزاد یو ځان بولی شمن دی.

شمنېزم داسې مذهبي باور ته ویل کېږي چې ګوندې عامل یې (شمن) د جذبې او خلسې حالت کې د ارواګانو نړۍ سره اړیکې ټینګوي او د همدغه تعامل په مټ د ناروغیو درملنه او نور پېچلي کارونه کوي.

له مارتا لویس د شهزادګۍ لقب نه اخیستل کېږي، خو د شخصي او شاهي ژوند او رول ترمنځ‌ د روڼتیا او جلاوالي لپاره به رسمي دندې پرېږدي.‌

د هغې نامزاد د ناتایید شویو روغتیايي لارو چارو دودولو ته وده ورکوي. دی په دې لړ کې ان دا ادعا هم کوي چې ګوندې سرطان یو انتخاب دی.

د ناروې سلطنتي ماڼۍ یوه اعلامیه کې ویلي چې شهزادګۍ مارتا لویس له "خپل ملاتړي نقش لاس اخلي" او ښاغلی وېرېت هم غواړي چې "د ده او د ناروې شاهي کورنۍ د فعالیتونو ترمنځ لا ډېر وضاحت" وشي.

اعلامیه زیاتوي چې "هغې [شهزادګۍ] خپل مسوولیتونه په لېوالتیا، پام او پوره ژمنتیا ترسره کړې دي." پاچا هارالډ ښاغلی وېرېت هم ستایلی او هغه یې ډېر ساعت تېره سړی بللی.

بلخوا شاهزادګۍ لویس هم یوه جلا اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې ویلي چې دا "د څېړنو پر بنسټ د زباد شویو علمي کارونو پر اهمیت خبره ده" خو پر دې هم باور لري چې "بدیل درمل کولی شي د دودیزو روغتیايي موسسو مرستې لپاره مهم بشپړونکی واوسي."

هغه زیاته کړې، دا مهمه ده چې د دې د شخصي ژوند بوختیاوو او د سلطنتي کورنۍ غړیتوب ترمنځ توپیر وشي.

۵۱ کلنه شهزادګۍ له لسیزو راهیسې د بدیلې درملنې هڅو کې د ښکېلتیا له کبله ناروې کې یوه لانجمه او بحث پارونکې څېره ده.

هغه له دې کبله هم له نیوکو سره مخ ده چې داسې یو ښوونځی یې پیل کړی چې ګوندې خلکو سره مرسته کوي‌ له خپلو ارواو او پرښتو سره اړیکه کې شي.

پر هغې تور دی چې شاهي لقب یې د شخصي ګټو لپاره کارولی.

شهزادګۍ مارتا لویس په ۲۰۰۲ کال له نارویژي لیکوال او هنرمن 'اري بېهن' سره واده وکړ، له هغه درې لوڼې لري او په ۲۰۱۷ کال کې ترې جلا شوه.

د ښاغلي بېهن په اړه ویل کېږي چې له ژورخپګانه کړېده او د ۲۰۱۹ کال د کرسمس پر ورځ یې ځان وژلی.

شهزادګۍ لویس بیا تېره جون میاشت کې له ډیوک وېرېت سره نامزاد شوه.

هغې په ۲۰۱۹ کال د انسټګرام یوه پیغام کې اعلان وکړ چې له ښاغلي وېرېت سره د مینې تار لري خو دغه اعلان یې ګڼې نیوکې راپورته کړې.

ډیورک وېرېت چې افریقایي توکمه امریکایی دی، ځان "شپږم نسل شمن" بولي.

دی ادعا کوي چې د مړو له نړۍ راغلی او ګوندې امریکا کې یې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر بریدونه وړاندوینه تر دغو بریدونو ان دوه کاله مخکې کړې وه.‌

ښاغلی ډیورک وايي پر ده نیوکې د نژادپالنې له کبله کېږي او دا چې ناروې ته تر راتګ وروسته نژادپالنه یې پخوا هېڅکله نه وه تجربه کړې.

نوموړی همدا راز ځان د البرټ اېنشټین او توماس اېډسن په څېر اشخاصو سره پرتله کوي.

تېره سپتمبر میاشت کې یوې خپرې شوې سروې وښوده چې د ناروې یوازې ۱۳ سنله اوسېدونکي داسې انګیري چې شهزادګۍ لویس باید د شاهي کورنۍ د رسمي دندو استازولي وکړي.