کرېکټ؛ د بابر اعظم د بیا لوبډلمشرۍ په اړه د شاهد اپریدي اندېښنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) بابر اعظم یو ځل بیا د شل اوریزو او یو ورځنیو ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکه، چې په پاکستان کې یې د کرېکټ مینه والو او شنونکو بحثونه پارولي دي.
په دې اړه د پاکستان د ملي لوبډلې مخکېني لوبډلمشر شاهد اپریدي څرګندونو هم غبرګونونه راپارولي دي.
تېره ورځ د بابر اعظم او پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د لیدنې یوه ویډیو خپره شوې وه چې په کې ویل شوي و، د غوراوي کمېټې "تر اتفاق او وړاندیز وروسته" بابر اعظم د پاکستان د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبډلو، لوبډلمشر وټاکل شو.
د ګڼو نورو غبرګونونو تر څنګ، پرون پخواني کپټان شاهد اپريدي غبرګون هم خپل غبرګون پارولي دي. د شاهد اپرید غبرګون ځکه ډېر مهم بلل کېږي چې هغه د مخکېني لوبډلمشر شاهين شاه اپريدي خسر هم دى او اوس د هغه پر ځای بابر اعظم د کپټان په توګه وټاکل شو. وروستۍ پرېکړې ته د هغه پر غبرګون خواله رسنیو کې ډېر بحثونه شوي دي.
شاهد اپریدي چې اکثره وخت د خپلو څرګندونو له امله په ټکر کې وي، پر خپل اېکس اکاونټ کې لیکلي و، "زه د غوراوي په کمېټه کې د شاملو تجربه لرونکو لوبغاړو پر پرېکړه حیران شوم."
ښاغلي اپریدي دا هم ویلي چې که بدلون ته اړتیا وه، د نوموړي په ټکو رضوان ښايي تر ټولو ښه غوراوی واي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بابر اعظم لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر شو، بيا په ۲۰۲۰ کال کې د يو ورځنيو او ټېسټ سیالیو لوبډلمشري هم ور ورسپارل شوه.
په هند کې د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو پر مهال د پاکستانۍ لوبډلې تر خرابو لوبو وروسته یې له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه. د بابر اعظم تر استعفا وروسته د پاکستان کرېکټ بورډ شان مسعود د ټېسټ او شاهین افریدی د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشران وټاکل.
بابر اعظم د خپلې پخوانۍ لوبډلمشرۍ پر مهال په ۲۰ ټېسټ، ۴۳ یو ورځنیو او ۷۱ شل اوریزو لوبو کې د پاکستان لوبډلې مشري کړې وه.
د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د کپټان د بدلون په اړه له یوې اوونۍ راهیسې ګنګوسې روانې وې. په رسنیو کې داسې خبرونه خپرېدل چې د پاکستان کرېکټ بورډ غواړي بابر ته د شل اوریزو سیالیو کېپټاني ورکړي، خو هغه غواړي چې د دريو فارمټونو لوبډلمشر شي. پخپله بابر دغو رپوټونو ته ځواب نه دی ویلی.
د غوراوي کمېټې پخواني مشر هارون رشید په یوه مرکه کې ویلي، د ماتې ټول پړه پر لوبډلمشر ور اچوي. په داسې حال کې چې نړیوال جام را روان دی، د کپټان بدلول هم نا سم بولي.
هغه زیاته کړې، "تاسې شاهین افریدی لوبډلمشر کړ، نو د دې مانا دا وه چې دا پرېکړه ناسمه وه؟" که تاسو تر یوې لړۍ وروسته لوبډلمشر بدلوئ، دا به د لوبډلې لپاره ښه پیغام نه وي."
پخواني ټېسټ کرېکټ لوبغاړي تنویر احمد بیا پوښتنه کړې چې د شاهین لیرې کېدل سم دي؟ هغه په دې اند و، چې شاهین ته باید تر نړیوال جامه د لوبډلمشر په توګه د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې وای.
تنویر احمد پر بورډ نیوکه وکړه او ویې ویل چې پی سي بي باید قوي پرېکړې وکړي. "کرېکټ بورډ پخپله نه پوهېږي چې څو ورځې تېرې شوې، دوی راځي او د پاکستان کرېکټ خرابوي او همداسې یې پرېږدي."
د غوراوي کمېټې پخواني محمد وسیم هم دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې دومره ژر د کپټان او روزونکي بدلون ته اړتیا وه؟ لومړی مو د لېرې کولو پرېکړه وکړه، اوس له بده مرغه بیا راغلی دی.





















