د طالبانو حکومت څلورمه کلیزه: هبت الله اخوند زاده له وزیرانو وغوښتل چې نور د 'سرپرست حکومت' اصطلاح و نه کاروي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د جمعې پر ورځ (اګست ۱۵مه) د واک ترلاسه کولو څلورمه کلیزه ولمانځله.

د طالبانو حکومت په دې مناسبت د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو نور ښارونو کې مراسم پلان کړي وو، ځای پر ځای یې خپل سپین بیرغونه لګولي وو، د پلازمېنې کابل لویې جرګې په خېمه کې لوړپوړي طالب چارواکي راټول شوي وو او ویناوې وشوې.

په دې رسمي غونډو او ویناوالو کې ښځې نه وې.

د طالبانو مشر په یوه لیکلي پیغام کې چې د نوموړي ویاند د لویې جرګې په غونډه کې راټولو شویو کسانو ته ولوست، مولوي هبت الله اخوند زاده له وزیرانو وغوښتل چې نظام لپاره د "سرپرست حکومت" له اصطلاح کارولو ډډه وکړي.

د بي‌بي‌سي خبریال ببرک احساس چې د پلازمېنې لویې جرګې په تالار کې دې غونډې ته ورغلی و، وايي، د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په تېرو څلورو کلونو کې د خپل حکومت ۴۰ لاسته راوړنې یادې کړې، و یې ویل چې خپلواکې پرېکړې کوي او د لوېدیځ هېوادونو او سیمه‌ییزو متحدینو په ګډون له نړیوالو سره د اړیکو پراخولو هڅې یې روانې دي.

د بي‌بي‌سي خبریال وايي، په دې مراسمو کې د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده او د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ګډون نه و کړی.

د یادونې ده، چې تېر کال طالبانو په همدې مناسبت په بګرام هوايي اډه کې یو خورا پراخ پوځي رسم ګذشت (پرېډ) ترتیب کړی و، چې له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات یې پکې نندارې ته وړاندې کړل، خو سږ کال له توضیحاتو ورکولو پرته پوځي پرېډ و نه شو.

د فرانسې خبري اژانس (اې‌ایف‌پي) یو خبریال وايي، یو شمېر کسان تېره شپه د امریکا تړلي سفارت ته نژدې یو ځای شوي وو، بیرغونه یې رپول او د اورلوبو ننداره یې کوله.

غبرګونونه

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسبت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر افغانو ښځو، او مدني فعالانو راټولېدنې او غونډې درلودې، او ځینو سیاسي شخصیتونو غبرګونونه څرګند کړي.

د افغانستان نجات لپاره د مقاومت عالي شورا چې یوه شمېر بهر مېشتي افغان سیاسي او جهادي شخصیتونه پکې شامل دي، په یوه اعلامیه کې وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمني ''حقوقي، سیاسي او اخلاقي مشروعیت'' نه لري.

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند هم په همدې مناسبت یوه خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو واکمني ''د طالبانو ډلې ته د افغانستان سپارل'' بللي دي.

د دې ګوند په اعلامیه کې ویل شوی طالبان ''له ټولیزې پوهې، علم او په ټولنه کې د ښځو له ونډې وېره لري، پر خبرو باور نه لري او داسې هېڅ برخه کې انعطاف نه ښيي، چې د هېواد راتلونکي ته ګټه ولري.''

د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو پر ضد مقاومت د ډېرېدو په حال کې دی.

ښاغلي نظري زیاته کړې: "دا څلور کاله، زموږ د خلکو لپاره، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د طالبانو د ظلم تر سیوري لاندې، د څلورو لسیزو په څېر تېر شول."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د اګست ۱۵مه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ''توره او نه هېرېدونکې'' ورځ وبلله.

ښاغلي فایق زیاته کړې چې طالبان او د جمهوري نظام مشران د افغانستان تاریخ ته په مساوي ډول مسوول او ځواب ویونکي دي: "د تېرو څلورو کلونو او له دې دمخه د ښځو، نجونو، ځوانانو، قومي او مذهبي لږکیو، پخوانیو امنیتي ځواکونو، او ملیونونو کډوالو او بې ځایه شویو کسانو پر وړاندې د جرمونو او ظلمونولپاره'' د ځواب ویلو مسوولیت لري.

د طالبانو واک ته د بېرته راستنیدو د څلورمې کلیزې په مناسبت، د ښځو د حقونو فعالې فوزیه کوفي لیکلي چې د افغانستان نوی نسل له څلورو کلونو راهیسې "د ناپوهۍ، تیارې او ظلم پر وړاندې شپه او ورځ ولاړ دی".

مېرمن کوفي پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي: "هو، موږ د قربان شویو نسل یو، خو موږ هیڅکله د تسلیم شویو نسل نه یو."

نړیوال دریځ

د طالبانو حکومت تر اوسه له روسیې پرته هیچا په رسمیت نه دی پېژندلي، خو د چین، ترکیې، مرکزي اسیا ځینو هېوادونو او متحده عربي اماراتو په ګډون له یو شمېر نورو دولتونو سره په رسمیت له پېژندل کېدو پرته دیپلوماتیکې اړیکي لري.

پرون (اګست ۱۴مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل شويو خپلواکو کارپوهانو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د طالبانو له چارواکو سره اړیکې عادي نه کړي او د دوی "تاوتریخجنه او استبدادي واکمني" رد کړي.

د دې خپلواکو کارپوهانو په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: "طالبان له مشروعیت پرته فعالیت کوي، د جنسیتي ظلم یو بنسټیز سیسټم پلی کوي او په داسې حال کې چې د بشري حقونو، مساواتو او تبعیض نه کولو ته په ښکاره ډول سپکاوی ښیي، مخالفتونه ځپي، غچ اخلي، او خپلواکې رسنۍ غلې کوي."

له دې مخکې د روان کال جولای میاشت کې د جرمونو مخنیوي نړیوالې محکمې د طالبانو دوو لوړپوړو مشرانو د نیولو امر وکړ او پر دوی یې د ښځو او نجونو د ځورونې په برخه کې د بشریت ضد جرمونو تورونه پورې کړل، چې له زدکړو، دندو او له نارینه سرپرست پرته سفر کولو څخه منع شوې دي.

که څه هم په هېواد کې دننه د طالبانو حکومت له پام‌وړ وسله‌وال مخالفت سره مخامخ نه دی، خو د اقتصادي کمزورۍ، نړیوالو مرستو کمښت او له ګاونډیو هېوادونو د نژدې څلورو میلیونو افغانانو ایستل کېدو له کبله ځینې ننګونې شته، چې ورسره لاس او ګرېوان دي.