"ما هغه و نه شوه ژغورلی"؛ یو پلار سمندر غاړه کې د خپلې لور په مړینه ویر کوي

کډوال
د خپرېدو وخت

احمد الهاشمي سمندر غاړه کې ولاړ و، د سمندر څپو ته یې چیغې وهلې، خپله سینه یې وهله او بدې ورځې یې کولې. د هغه غم، ګناه او غوسې لپاره یې اوښکې تویولې، چې هیڅ څه یې نه شول بدلولی.

هغه په چیغو چیغو ویل: "ما هغه و نه شوه ژغورلی. هیڅکله به ځان و نه بښم. خو سمندر یوازینی انتخاب و چې ما درلود."

یوه اوونۍ وړاندې د سهار له لمر راختلو مخکې د "کالی" جنوب کې د فرانسې ساحلي کرښه کې ۴۱ کلن سړی په یوه له خلکو ډکه بادي کښتۍ کې د ګڼې ګوڼې منځ کې راګېر و. خلکو ته یې د مرستې لپاره نارې او زارۍ کولې. خلک یې اخوا دېخوا ټیل وهل چې لار ورکړي او خپله لور چې په تورتم او ګڼه ګوڼه کې یې ساه بنده شوې وه راوباسي.

احمد یوه سوډاني ځوان ته چې هغه هم د کښتۍ په وروستۍ برخه کې ګڼه ګوڼه کې راګېر و وضاحت ورکاوه: "غواړم مخکې لاړ شم او لور مې وباسم." فکر یې کاوه چې مرسته به ورسره وکړي، خو هغه سړي اول له پامه غورځولی و او بیا یې ګواښلی و.

کډوال

احمد وايي: "هغه شېبه لکه د مرګ شېبه وه. مونږ خلک لیدل چې د سترګو پر وړاندې مو مري. ما لیدل چې هغه سړیو څه ډول چلن کاوه، پروا یې نه وه چې پر چا پښې ږدي، ماشوم دی که ځوان دی او که زوړ. د خلکو ساه ګانې بندې شوې، ترخه شېبه وه"

سره له دې چې احمد عراقی دی، خو لور یې هېڅکله هغه هېواد ته نه ده تللې. هغه په بلجیم کې زېږېدلې وه او د خپل عمر لنډه موده یې په سویډن کې تېره کړې وه.

په ټوله کې پنځه کسان په دې پېښه کې مړه شوي. مړینه یې ډېره سخته او دردوونکې وه.

د بي بي سي نړیوالې برخې خبریال هغه شېبه سمندر غاړه کې و او د دې ګډوډیو عکاسي یې کوله.

قاچاقربرانو خپل مساپر له سمندر غاړې راټول کړي وو او د یوې لویې کښتۍ خواته یې روان کړي وو. د فرانسې پولیسو له اور لوبې او کوتکو کار اخیست چې مخه یې ونیسي. هڅه یې وکړه، خو بریالي نه شول.

"مرسته"

کښتۍ ورو ورو له سمندر غاړې وتله او سمندر منځ ته نږدې کېدله، د مرستې دا غږ له کښتۍ اورېدل کېده. خو د سهار له لمر راختو مخکې په تیاره کې هېڅوک نه پوهېدل چې څه پېښېږي.

پولیسو یو تورن قاچاقبر او ځینې هغه کډوال چې کښتۍ ته له راختلو پاتې شوې وو ونیول او له ساحل ورو ورو لیرې کېدل.

کډوال

احمد بیا وروسته ومنله چې په کښتۍ کې د مرستې غږ هغه کاوه،‌ او له نږدې خلکو یې غوښتل چې د سارا ژوند وژغوري. د احمد مېرمن نورالسعید او دوه نور ماشوما ۱۳ کلنه رهاف او ۸ کلن حسام هم په کښتۍ کې بند پاتې وو. خو لا یې ساه اخیستی شوه.

احمد وايي: "زه یو ساختماني کارګر یم. غښتلی یم. خو نه مې شو کولی پښه مې راوباسم. د حیرانۍ خبره نه ده چې کوچنۍ لور مې هم نه شو کولی. هغه تر پښو لاندې وه."

دا د یوې کورنۍ څلورمه هڅه وه، چې له دې ځایه یې د وتلو لپاره کوله. قاچاقبرانو ترې د نفر پر سر ۱۲۸۰ پاونډه اخیستل او له ماشومانو یې له دې نیمايي برخه اخیستله.

قاچاقبرانو وروسره ژمنه کړې وه چې، په کښتۍ کې به یوازې ۴۰ کسان چې ‌ډېر یې عراقیان وو سپروي. خو هغه مهال حیران شول چې د سوډانیانو یوه کډواله ډله د کښتۍ خواته راروانه وه او هڅه یې کوله چې سپاره شي.

سارا په پیل کې ښه وه، ارامه وه. د خپل پلار لاس یې کلک نیولی و. قاچاقبرانو ورته ویلي و، مخکې له دې چې پوليس یې ونیسي باید کښتۍ له سمندر غاړې سمندر منځ ته کړي.

احمد وايي، ناڅاپه پولیسو اوښکې بهوونکي ګاز د دوی خواته خوشې کړل، او سارا چیغې پیل کړې. کله چې دوی کښتۍ ته‌ پورته کېدل، احمد سارا په خپلو اوږو کېنولې وه، خو بېرته یې ښکته کړه، ځکه چې باید خپلې بلې لور رهاف سره یې مرسته کړې وای چې کښتۍ ته پورته شي.

کډوال

سارا چې کله د کښتۍ په ګڼه ګوڼه کې ساه ورکړه، د فرانسوي مرستندویانو له رارسېدو وروسته احمد بلاخره وکولی شول چې د خپل لور جسد ته ځان ورسوي.

دې‌ ژغورونکو د کښتۍ سل کسه عمله را وایستله.

هغې په داسې حال کې چې چیغې یې وهلې ویل: "ما د هغې سر د کښتۍ په یوه کونج کې ولید، ټوله شنه ګرځېدلې وه، کله مو چې را وایستله ساه یې نه اخیسته."

دا دردمنه کورنۍ اوس د خپلې لور د مړي خښولو ته په تمه ده او د فرانسوي چارواکو له خوا یې پالنه کېږي.

احمد وايي، پوهېږي چې پر خواله رسنیو کې پرې نیوکې کېږي او خلک یې تورنوي چې خپله کورنۍ یې خطر کې اچولې. داسې ښکارې چې نوموړی د دې تورونو د منلو او ردولو تر منځ هک حیران دی.

"زه به هېڅکله ځان و نه بښم. خو سمندر ماته راپاتې یوازینی انتخاب و. ما نه غوښتل چې دا هر څه پېښ شي. خلک ما ملامتوي او راته وايي چې څنګه دې خپله کورنۍ په خطر کې اچوله؟ خو ما په اروپا کې ۱۴ کاله تېر کړل خو رد شوم."

احمد وايي، کله چی له عراقه د ګواښونو له امله د خپل سر د خوندیتوب لپاره اروپا ته راواوښت، ډېره هڅه یې کړې خو هر ځل یې د پناه غوښتنه رد شوې ده.

د رپوټونه له مخې،‌ بلجیم کې یې ځکه د پناه غوښتنه رد شوې چې، وره ویل شوي و په عراق کې یې د زېږېدو ځای بصره خوندي سیمه ده. هغه ویل، ماشومانو یې اووه کاله په سویډن کې خپلوانو کره تېر کړل، خو بلاخره یې ځواب کړ چې له ده سره یې یو ځای ماشومان هم بېرته عراق ته ستنوي.

"که یو سلنه هم په بلجیم یا سویډن کې زما د ماشومانو د پاتې کېدو امکانات وای زه هملته پاتې کېدم، ما یوازې غوښتل چې ماشومان مې ښوونځیو ته لاړ شي. ما نور هېڅ مرسته نه غوښته. ما او مېرمن مې کار کولی شو، مونږ یوازې غوښتل هغوی خوندي کړو."

کډوال

نوموړي د بریتانیا له حکومته د خواخوږۍ او ملاتړ غوښتنه کړې: "که نور هم زما پر ځای وای څه به یې کول؟ څوک چې پر ما نیوکې کوي هغه درد یې نه دی لیدلی لکه زه یې چې زعمم. دا زما وروستی انتخاب و."

په سویډن کې د سارا ښوونکې اوا جانسون بي بي سي ته په یوه استول شوي پیغام کې دا ۷ کلنه ماشومه "یوه مهربانه او ښه" ماشومه یاده کړې.

هغې ویلي: "هغې په ښوونځي کې ډېرې ملګرې لرلې. هغوی تل یو بل سره لوبې کولی... په فبرورۍ کې مو واورېدل چې هغوی ایستل شوي او دا هر څه ډېر ژر وشول. مونږ ته یوازې دوه ورځې مخکې خبرتیا راکړل شوې وه."

"د هغې د مړینې له خبرېدو سره، ټول ټولګی یو ځای سره راټول شوو او د هغې د مړېنې په ویر یې یوه شېبه چوپیتا وکړه."

آغلې جانسون ویلي: "د خواشینې خبره ده، چې یوې ډېرې ښې کورنۍ سره دا هر څه کېږي. ما د هغه نورو ماشومانو ته هم درس ورکړی، زه واقعا د دوی په ایستل کېدو حیرانه شوې یم."

نوموړې زیاته کړې: "مونږ تر اوسه د سارا انځور لرو، او تر هغې چې نور ټولګېوال یې غواړي ‌ځان سره به یې وساتو."