د کډوالو مړينه؛ "د کښتۍ روانېدو پر مهال ډېره کډوډۍ وه"

يو ۱۶ کلن هلک چې مستعار نوم يې "مارکس" دی د فرانسې کالې بندر کې دېوال ته ډډه وهلې او خپل راتلونکي ته اندېښمن او خواشینی دی.
نوموړی يو له هغو کسانو دی چې د تېرې سې شنبې په ورځ يې په يوه کوچنۍ کښتۍ کې بريتانيا ته د اوښتو هڅه وکړه.
بي بي سي يوه داسې له تاوتریخوالي ډکه صحنه ليدلې چې کډوال په کې يو پر بل د لرګيو ګوزارونه کوي او د فرانسې پوليس يې د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز کار اخلي. خو د دغو شخړو او تاوتريخوالي سره سره کښتۍ د بريتانيا پر لور خپل سفر پيلوي.
په کښتۍ کې خورا ګڼ کسان سپاره وو چې له څه مزل وروسته له ستونزو سره مخامخ شوه.
په دغه پېښه کې د يوې اووه کلنۍ ماشومې په ګډون پنځه تنه مړه شول.
مارکس وړاندې له سودان، ليبيا او وروسته په خطرناکه لار د مديترانې له لارې ايټاليا ته اوښتۍ و، له دې ځايه د فرانسې شمال او بيا يې غوښتل بريتانيا ته ځان ورسوي.
نوموړی وايي، په جنوبي سودان کې "ماشوم سرتېری" و، د خپلې پښې ټپ ته اشاره کوي او زياتوي، هلته پرې ډزې شوې او که پاتې شوی وی، "وژل شوی به و."
د دغه ځوان وروستی منزل بريتانيا دی چې وايي پلان لري هلته د سياسي علومو په برخه کې زدکړې وکړي.
ده بي بي سي ته وويل، د سې شنبې په ورځ کښتۍ کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او له دې وېرې چې څه پېښ نه شي کښتۍ ته پورته نه شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځايي فرانسوي چارواکو ويلي، په کښتۍ کې له اندازې ډېر کسان سپاره وو چې شمېر يې ۱۱۲ تنو ته رسېده.
مارکس وايي، "ګڼ کسان وو. ښايي تر پښو لاندې شوي وي، ما يې مړي ونه ليدل، ما يوازې هڅه کول خپل ځان وژغورم. دېرش څلوېښتو کسانو چې پیسې يې نه وې ورکړې هڅه کوله په کښتۍ کې سپاره شي."
د فرانسې يوه سيمه ييز چارواکي جکس بېلان ويلي، سملاسي د هغو کسانو د ژغورلو لپاره چې په کښتۍ کې سپاره وو د يوه ډله واستول شوه.
نوموړی وايي، کله چې ژغورونکې ډله کښتۍ ته ورسېده هلته څو تنه بې هوښه او په ناوړه حالت کې وو.
دی وايي، شپږ تنه د ګزمې په کښتۍ کې سپاره او د بېړنۍ درملنې لپاره سمندر غاړې ته يوړل شول، ۴۷ تنه نور هم وژغورل شول خو ۵۵ کسان په کښتۍ کې پاتې شول ځکه دوی نه غوښتل چې وژغورل شي.
دغه کسان د هغو کډوالو له لويې ډلې دي چې د سې شنبې ناوخته د بريتانيا ډور ته ورسېدل.
د جمعې په ورځ دوه نارينه د دغې پېښې په تړاو محکمې ته حاضر شول. په دې تړاو درېيم کس هم نيول شوی دی.
مارکس وايي، کښتۍ کې د ختلو لپاره يې قاچاقبرانو ته زر ډالر ورکړي وو. دی وايي "د بيا تلو لپاره د لا زياتو پيسو ورکولو ته هم چمتو دی."
دا په داسې حال کې ده چې له بريتانيا څخه روانډا ته د غير قانوني کډوالو د استلو پلان لا نه دی ځنډلی.
دی وايي، "دا پلان زما مخه نشي نيولی، زه به هېڅکله هم په شا نشم. زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې له انګرېز تنګي تېر شم".
د روان کال د اپرېل مياشتې تر ۲۱ مې ۶۲۶۵ تنه په وړو کښتيو کې له انګرېز تنګي بريتانيا ته اوښتي چې دا د تېر کال همدې مودې پرته يو پر څلورمه برخه ډېر دي.
د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک ويلي، "د سې شنبې غمجنه پېښه دا اړتيا په ګوته کوي چې له دې خطرناکې لارې د تېرېدو مخنيوی دې وشي."





















