د افغانستان تر ۱۴ کلونو ټیټ عمره فوټبال لوبډلې ازبکستان ته ۱- ۰ وبایلله

د خپرېدو وخت

د افغانستان تر ۱۴ کلونو تیټ عمره فوټبال لوبډلې د اسیا د مرکز جام سیالیو په لړ کې نن چهارشنبې له ازبکستان سره سیالي ۱- ۰ وبایلله.

تر دې دمه افغان لوبډلې خپل دوه لومړنۍ لوبې ګټلې وې.

افغانستان د اسیا ځواکمنې لوبډلې ایران ته ۰-۱ ماتې ورکړې وه.

په دویمه لوبه کې هم خپله سیاله ترکمن لوبډله ۱-۰ ماته کړه. خو افغان لوبغاړي ونه توانېدل په خپل دریمه لوبه کې کوم ګول وکړي.

که څه هم په قوټبال کې وړاندوینه ګرانه وي، خو دا چې افغان لوبغاړي توانېدلي وو د ایران په شان پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړي نو اټکل دا و چې ښايي د ازبکستان لوبډله هم ماته کړي.

د افغان لوبډلې بله لوبه د تاجکستان له پیاوړې لوبډلې سره د نومبر میاشتې په ۱۸ نېټه ده.

د تاجکستان لوبډله تر اوسه د جدول په سر کې ځای لري او هېڅ ماتې یې هم نه ده خوړلې.

تاجکي لوبډله توانېدله وه د ترکمنستان لوبډله ته ۹- ۰ ماتې ورکړي او د ازبکستان لوبډلې ته یې هم ۴- ۰ ماتې ورکړې ده.

د سیالیو په جدول کې اوس تاجکستان لومړی، ازبکستان دویم او افغانستان دریم ځای لري.

ایران او ترکنستان په ترتیب سره څلورم او پنځم ځایونه خپل کړي دي.

د پنځو هېوادونو د لوبغفاړو ترمنځ دغه سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب د نومبر میاشتې په نهمه پیل شوي چې د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي.

د ټولو لوبډلو د لوبغاړو دا لومړی ځل ورته لوبې دي او وړاندې تر دې یې په دې برخه کې کوم ریکارډ نه دی لرلی.