د افغانستان بانک وايي تېر کال يې "پولي سياستونه بريالي" وو؛ افغانان اوس کولی شي له بانکونو ډېرې پيسې وباسي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکي وايي په تېر کال کې د دوی پولي سیاستونه بریالي وو او پر مټ یې توانېدلي دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت باثباته وساتي.

د چارواکو په وینا، مارکیټ ته یې د نویو بانکنوټونو د وړاندې کولو ترڅنګ پر بانکونو محدودیتونه هم کم کړي چې له مخې یې اوس خلک کولای شي خپلو حسابونو نه د پخوا پرتله ډېرې پېسې وباسي.

د رسنیو په مرکز کې جوړې شوې خبرې غونډې ته په د افغانستان بانک چارواکو ویل چې په تېر کال کې یې د غوره بانکي خدماتو لپاره ګوټلي کامونه اخیستي او په دې لړ کې یې پر سوداګریزو بانکونو محدودیتونه هم کم کړي دي.

افغانستان بانک کې د اسلامي بانکدارۍ د څانګې مشر ډاکتر محمد یوسف سلیم وايي، "اوس مهال خلک له کومو محدوديتونو پرته له بانکونو خپلې پيسې ايستلی شي. د افغانستان بانک د امریکايي ډالرو انفرادي حساب لرونکي په اوونۍ کې ۶۰۰ امريکايي ډالر ايستلی شي.

په مياشت کې یوازې يو ځل ۲۰۰۰ امریکایي ډالره ايستلی شي چې مخکې ۱۲۰۰ ډالره و.

همدارنګه د افغانيو انفرادي حساب لرونکو ته د اوونۍ ۵۰ زره افغانۍ ورکول کېږي چې وړاندې ۳۰ زره افغانۍ وې او په مياشت کې يو ځل ۲۰۰ زره افغانۍ ايستلی شي چې مخکې ۱۰۰ زره وې. "

د نوموړي په وينا "شرکتي حسابونه د مياشتې ۴۰ زره امریکايي ډالره ايستلی شي چې مخکې ۲۵ زره وو. "

د افغانستان بانک چارواکو په تېر کال کې د اسلامي بانکدارۍ او پیسو مینځلو د مخنیوي په برخه کې هم د یو لړ اقداماتو د ترسره کېدو خبره وکړه او په وینا یې صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته د جواز ورکولو سیستم یې ښه او پیاوړی کړی دی.

د افغانستان بانک سرپرست مشر هدایت الله بدری غونډې ته وویل چې د پولي سیاستونو پر مټ وتوانېدل چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتي او د انفلاسينون د نرخ کنټرول برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي.

د افغانستان بانک د چارواکو په وینا په تېر کال کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت څلور اعشاریه څلور سلنه لوړ شوی چې هغوی یې لویه لاسته راوړنه بولي، خو ایا دا د افغانستان بانک پولي سیاستونه و چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانیو ارزښت ساتلی او که نور عوامل هم لري؟

په جرمني کې له میشت افغان اقتصاد پوه اذرخشت حافظي يې دليلونه د ستراييزيکو زېرمو په ځای پاتې کېدل، د وارداتو کمېدل او افغانستان ته د بهرنيو اسعار ورکړه بولي.

د افغانستان بانک چارواکي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل، د پیسو د پړسوب یا طورم مخنیوي او د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې اقدامات په تېر کال کې خپلې لاسته راوړنې بولي او وايي چې ترڅنګ یې توانیدلي دي چې یو ملیارد او ۴۹۳ میلیونه نوي بانکنوټونه مارکیټ ته وړاندې کړي او څه باندې ۳۵۶ میلیونه له کاره لوېدلي بانک نوټونه راټول کړي دي.