په غزه ښار کې د اسرائيلو پر ضد لاریونونه: ډېری فلسطينيان له سیمې وتلو انکار کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

فلسطينيانو د غزې په ښار کې لاریون کړی او د اسرائیلو پوځ د هغې غوښتنې چې له غزې ښاره دې ووځي انکاري شوي دي.

په غزه ښار کې لاریونوالو "جبري بېځايه کېدل" او د دوی په ټکو "نسل وژنه" غندلې ده.

لاريون د غزې ښار په مرکز سرايا کې پيل شو. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو په دې وروستيو ورځو کې د غزې ښار څو لوړ پوړيزې ودانۍ په نښه کړې دي.

د اسرائيلو د پوځ يوه وياند په عربي ژبه خبرداری ورکړی چې په ښار کې پاتې کېدل "خورا خطرناک" دي.

د اسرائيلو لومړي وزير وړاندې د هوايي ځواک په مرکزي دفتر کې ثبت شوې ويډيو له لارې د غزې ښار اوسېدونکو ته د وتلو ګواښ کړی و.

نوموړي ويلي وو، "موږ په دوو ورځو کې له ترهګرو سره تړلې ۵۰ ودانۍ ويجاړې کړې دي او دا په غزه کې د لويې کچې ځمکنيو عملياتو پیل دی، زه اوسېدونکو ته وايم: خبرداری درکړل شوی، همدا اوس سيمه پرېږدئ".

اټکل کېږي چې د غزې په ښار کې د ۷۰۰ زره او یو ميليون تر منځ وګړي ژوند کوي.

د غزې ښار ډېری اوسېدونکي د خان يونس، رفح او مواصي تر منځ له څو مياشتو بېځايه کېدو او د اوربند له اعلان وروسته د روان کال په پیل کې بېرته د غزې ښار ته ستانه شول.

خو اوس د اسرائيلو له خوا د ښار پرښودو خبرداری سره ډېری اوسېدونکي جنوبي سیمو ته له ستنېدو ډډه کوي.

د اسرائيلو امنيتي کابينې تېره مياشت د غزې ښار د بشپړ نيولو پلان تصويب کړ.

بریتانیا بیا ټینګار وکړ چې که اسرائيل خپل چلند بدل نه کړي نو د فلسطين دولت به په رسميت وپېژني

د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ وړاندې په لندن کې د فلسطينۍ ادارې له مشر محمود عباس سره کتلي او د خپل حکومت هغه اراده یې تکرار کړې چې که اسرائیل په غزه کې خپل چلند بدل نه کړي، دوی به یو خپلواک فلسطينی دولت په رسميت وپېژني.

د بریتانيا د لومړي وزير دفتر ويلي، ښاغلي سټارمر او محمود عباس په غزه کې د نه زغملو کړاوونو د پايته رسېدو پر بېړنۍ اړتيا ټينګار وکړ، د اوربند، پاتې يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو او د غزې اوسېدونکو ته د بشري مرستو د زياتوالي په څېر د ګامونو پورته کولو غوښتنه یې کړې.

ښاغلي سټارمر په دې ليدنه کې ټينګار کړی چې که اسرائیل خپله تګلاره بدله نه کړي د بريتانيا حکومت به د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ مخکې د فلسطين دولت په رسميت و پېژني.

د بریتانیا د لومړي وزير د دفتر په اعلامیه کې راغلي، دواړو مشرانو هوکړه کړې چې حماس به د فلسطيني دولت په راتلونکي کې هېڅ رول و نه لري.

ښاغلي سټارمر د فلسطينۍ ادارې په جوړښت کې د اصلاحاتو لپاره د محمود عباس له ژمنې هرکلی کړی دی.

د دواړو چارواکو تر منځ دا غونډه د دوشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۸ په لندن کې وشوه. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره ډېرو فلسطيني ډيپلوماتانو ته د امریکا ويزو نه ورکولو مسئله د سياسي بحث یوه ګرمه موضوع او د سپينې ماڼۍ او اروپا ترمنځ د اختلاف سبب ګرځېدلې.

د ویزو نه ورکولو له امله به ښاغلی عباس او نور فلسطيني چارواکي ونشي کړای چې روانه مياشت په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د دوشنبې په ورځ اروپايي چارواکو يو ځل بيا د امریکا له حکومته وغوښتل چې پر دې پرېکړه بيا غور وکړي.

وړاندې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل بارو، پر امريکا له دې امله نيوکه کړې وه. نوموړي ويلي وو چې ملګرو ملتونو ته د لاسرسي په اړه باید هېڅ محدوديتونه موجود نه وي.

فرانسه د هغو څو هېوادونو په ډله کې ده چې پلان لري سږ کال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

پنځلسو هېوادونو - استرالیا، کاناډا، اندورا، فنلنډ، فرانسې، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالتا، نیوزیلنډ، ناروې، پورتګال، سان مارینو، سلوانیا او اسپانیا وړاندې اعلان کړی چې دوی یا خو د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلی یا یې د دې اقدام ارزونه پیل کړې ده او له هغو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې تر اوسه یې دا بهیر نه دی پیل کړی، چې ورته تګلارې غوره کړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې څه موده وړاندې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خپره کړې، ویل شوي: "موږ یا له وړاندې فلسطین په رسمیت پېژندلی، یا مو دا اراده څرګنده کړې او یا هم په مثبت دریځ سره د دې اقدام ارزونه کوو."

خو د اسرائیل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر دغو هېوادونو نیوکه کړې چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو پلان لري او دا چاره یې له شرمه ډکه بللې ده.

اسرائیل په دې وروستیو کې د هغه پلان له امله تر سختو نیوکو لاندې دی چې له مخې یې د ټولې غزې ولکه کول غواړي.

څو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی؟

د امریکا متحده ایالتونو ویلي، د فلسطین دولت به په رسمیت ونه پېژني او باور لري چې دا چاره به حماس ته د انعام ور کولو په معنا وي.

د تېرې اونۍ په وروستیو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وینس ټینګار وکړ چې امریکا د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو هیڅ پلان نه لري او هلته یې د یوه فعال حکومت نشتوالي ته اشاره وکړه.

تېر کال اسپانیا، ایرلنډ، ناروې فلسطینی دولت په رسمیت وپېژاند او هیله یې وښوده چې دا به د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.

د فلسطین دولت دمګړۍ د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې فلسطین د 'دایمي څارونکي دولت' حالت لري چې په غونډو کې یې ګډون کولی شي، خو د رایې ور کولو حق نه لري.