تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سټنډرډ ملي اداره: تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي
- Author, ابراهيم امیري
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سټندرډ ملي ادارې په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې د خپلو کړنو له امله یې تېر کال نژدي دوه میلیارد او ۲۸۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
د دې ادارې چارواکو چې کابل کې یوې خبرې غونډې ته د خپلو یو کلنو کړونو په اړه غږیدل، وویل چې په تېر یوه کال کې یې ډېر پام د توکو پر کیفیت ورټول و او په دې لړ کې یې اقدامات هم کړي چې د بې کیفیته تېلو او ساختماني توکو مستردول او د لسګونو سټنډرونو تدوین یې په سر کې راځي.
دوی زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې تر ډېره افغانستان ته د ټولو هغو توکو د راوړلو مخه نیولې چې انسانانو، حیواناتو او چاپیریال ته زیان رسوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر مشر مولوی وحید احمد بدري وویل چې په تېر یوه کال کې دوی په یولسو برخو کې ۹۱ نوی سټنډرونه تدوین کړي چې نفتي او رغنیز توکي، د مدیریت کېفیت، چاپېریال ساتنه، کیمیا او پلاستیک، زراعت، خوراکي توکي، نساجي او چرم، تخنیک او مخابرات، معدن، روغتیا او طبي وسایل په کې شامل دي.
دغه راز ښاغلي بدري ویل چې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د هېواد په بندرونو کې ډېره اندازه د نفتي ، ګاز او ساختماني توکو کیفت ارزول شوی او د بي کیفیته توکو د راوړلو مخه نیول شوې ده.
په دې خبري ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو سټنډرونه یا معیارونه د انسانانو، حیواناتو د ژوند او چاپېریال لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه چې تېر کال یې په همدې موخه د هېواد صنعتي فابریکې څارلې او لازمې سپارښتنې یې ورته کړې دي.
د خلکو نيوکې
خو په ورته مهال کې یو شمېر خلک په بازارونو کې د بې کېفیته توکو له شتونه شکایت کوي.
یو یې وايي، "بازار کې هر شی بې کېفیته شوی دی. نن سبا چې له دوکانداره وغواړي چې ښی شی راکړه نو هغه به بې کېفیته یا دویم نمبر شی یا دوا د ښه شي په نوم درکوي او ګران به یې هم درکوي. نرخونه یې هم هماغسې جيګ دي او جنسیت یې هم بې کېفیته وي.
همداسې خوراکي توکي او هر څه کې نور شیان ګډ شوي او پاک شی نه شې موندلی."
د ولسي وګړو دا شکایتونه داسې مهال دي چې چارواکي وايي په تېر یوه کال کې یې د توکو کیفیت او له امله یې د خلکو خوندیتوب ته ډېر پام شوی او په دې لړ کې د سټنډرډ جوړولو قانون تعدیل شوی او د تایید لپاره د عدلیې وزارت ته استول شوی دی.
د چارواکو وینا ده چې د هغو کسانو لپاره د شرعي سزاګانو طرح هم وروستۍ او سترې محکمې ته استول شوې چې له اصولو په سرغړونې بې کیفیته توکي افغانستان ته واردوي.
د طالبانو حکومت کې د سټنډرډ ملي ادارې چارواکي وايي، په تول وس هڅه کوي چې په هېواد کې د بې کېفیته توکو د تولید مخه ونیسي او د کېفیت د معیاري ساتلو لپاره د کېفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له تطبیقه څارنه، او میټرولوژي قانون وروستي کول یې د راتلونکې لپاره مهمو پلانونو کې شامل دي.