حماس وايي، د غزې مرستو مرکز ته نژدې شپږ کسان د اسرائیلو په ډزو کې وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د حماس تر کنټرول لاندې مدني دفاع اداره وايي، په سویلي غزه کې د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې د اسرائیل ډزو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې یوه ویندوی په خبره د شنبې پر سهار خلک د خوړو او نورو مرستو ترلاسه کولو لپاره هلته یو ځای شوي وو، چې ډزې پیل شوې.

په رپوټونو کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي، چې اسرائیلیانو هغه مهال ډزې پیل کړې، چې خلک د مرستو مرکز ته د نژدې کېدو په حال کې وو.

اسرائیلي ځواکونه وايي، دوی هغه مهال د خبرداري لپاره ډزې وکړې، چې مشکوک کسان د دوی پر لور په ګواښوونکي انداز ورروان شول.

روانه اونۍ د مرستې دې مرکزونو په شاوخوا کې هغه لسګونه فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یو ځای شوي وو.

د غزې بشري مرستو مرکز (جي ایچ ایف) چې د امریکا او اسرائیل ملاتړ ورسره دی وايي، له دې کبله یې خپل فعالیتونه درولي، چې د ګڼې ګوڼې زیاتوالي مخنیوی وکړي او د خوندیتوب چاره لا ښه کړي.

خو ځايي خلک هره ورځ د یوه اسرائیلي پوځي زون په څنډه کې له یوې څلور لارې سره یو ځای کېږي، چې د مرستو مرکز ته د تلو لپاره له همدې ځایه تېرېږي.

اسرائیلي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د غزې اوسېدونکو ته ویلي، چې دا سیمه د شپې لخوا د جګړې په یوه فعال ډګر بدلېږي.

جي ایچ ایف مسوولین بیا وايي، دوی پر یکشنبه د حماس له مخامخ ګواښ وروسته مرستې نه دي وېشلې، خو حماس یې دا تور رد کړی دی.

په هر صورت کې د مرستو وېش پر دې نوي ډول نړیوالې نیوکې ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، دا چاره فلسطینیان له خطر سره مخامخوي او په غزه کې د بشري کړکېچ له منځه وړلو لپاره کافي خواړه او دارو-درمل نه رسوي.

د مدني دفاع ادارې ویاند محمود باسل وايي، په یوه بله پېښه کې د غزې ښار پر یوه کور د اسرائیلي بمبارۍ له کبله ۱۵ کسان وژل شوي دي، چې د رپوټونو له مخې د پېښې ځینې قربانیان لا هم د ویجاړ شوي کور تر خاورو-خځلو لاندې پاتې دي.

اسرائیلي ځواکونو ادعا کړې، چې دې بمبارۍ د یوې وسله والې ډلې مشر له منځه وړل شوی، چې د مجاهدینو لواګانو په نامه یادېږي.

اسرائیل پر دې ډله تور پورې کوي، چې د اکتوبر ۷مې په بریدونو کې یې ځینې اسرائیلیان تښتولي او وژلي دي، چې تایلنډی ناتاپونګ پینتا هم پکې شامل و.

د هغه مړی د جمعې پر ورځ په رفح سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې موندل شوی و.