له جرمني د استول شويو "افغانانو له ډلې ۲۴ تنه خپلو کورنيو ته سپارل شوي"

له جرمني استول شوي افغانان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له جرمني د استول شويو افغانانو له ډلې يې ۲۴ تنه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د طالبانو حکومت يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي پاتې څلور تنه لا هم له دوی سره دي. د سرچينې په وينا دا څلور تنه هغه کسان دي چې خپل خپلوان يې په افغانستان کې نشته.

دوی وايي تمه لري چې خپلوان يې پيدا شي او هغوی ته يې وسپاري.

همدا ډول په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم ویلي د دې وګړو، له کورنیو د تضمین لیکونو له ترلاسه کولو وروسته، هغوی خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

له جرمني خپرېدونکې شپېګل مجلې د رپوټ له مخکې، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، ډي پي اې خبرې آژانس ته ویلي، چې یاد کسانو له څېړنو او کورنیو څخه یې د ژمن لیکونو له اخیستلو وروسته، دا چې بیا به جرمونه نه کوي له بنده خوشي کړي دي.

دغه ۲۸ تنه نارینه چې جرمن چارواکي وایي، په جرمونو کې ښکیل وو، یوه اوونۍ وړاندې په ځانګړې الوتنه کې کابل ته استول شوي وو.

د شپیګل له مخې، جرمن چارواکي په دې اړه ډېر مالومات نه لري خو څارګرو سرچینو مخکې ویلي وو، له جرمني ایستل شوي ډېری دا کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي خو ځینې تر همدا تېرې چارشنبې هم له طالبانو سره په بند کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې وو.

په دوی کې داسې کسان شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۰ کالونو رسېږي او‌ ځینې یې وايي‌، لسګونه کلونه یې په جرمني کې ‌ژوند کړی دی.

وړاندې د یادو کسانو له ډلې یوه بي بي سي ته ویلي وو، د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یې ټوله کورنۍ په جرمني کې پاتې ده او په افغانستان کې هېڅوک هم نه لري. د ده په خبره له هرې لارې چې وس یې ورسېږي بېرته په جرمني ته ځي ترڅو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

جرمن چارواکي وایي، دغه خلک په جرمونو کې ښکیل وو او د دې حق یې نه درلود چې نور هلته پاتې شي.

په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې جرمني افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته استوي.

د جرمني حکومت په وینا ښايي یوه بله ډله کسان هم له خپل هېواد څخه وباسي.

که څه هم د طالبانو حکومتي چارواکو په رسمي‌ ډول نه دي ویلي چې دغه کسان د څه ډول هوکړې له مخې کابل ته استول شوي، خو جرمني رسنیو ویلي چې قطري چارواکو د دې هوکړې منځګړتوب کړی دی.