د چمن پرلت کوونکي وايي، په بلوچستان کې کاربندیز کوي

د خپرېدو وخت
چمن

د عکس سرچینه، Getty Images

په چمن کې پرلتوال وايي، چې سر له ننه د خپل اعتراض په لړ کې په بلوچستان کې ټولیز کاربندیز پیلوي.

د زرګونو کسانو په ګډون دا اعتراض نژدې دوې نیمې میاشتې وړاندې د ډیورنډ لیکې په دواړو خواوو کې پر خلکو د تګ راتګ لپاره د ویزو د اړینې ګرځونې پر ضد پیل شوی و.

د پرلتوالو ویاند، سميع خان، بي بي سي ته وویل، چې د حکومتي چارواکو له ژمنو سره سره د دوی غوښتنې تر اوسه منل شوې نه دي. سمیع خان زیاته کړه:

''زموږ له کمېټې سره په اسلام اباد کې دوه ځله ژمنې وشوې، خو چارواکو خپلې ژمنې پوره نه کړې. د سیاسي ګوندونو مشرانو راته وویل، دوی به له چارواکو سره په دې هکله وغږیږي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي راته وویل، چې په اسلام اباد کې له چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړې، خو تر اوسه پورې مو کومه پایله و نه لیده.''

د یادونې ده، چې ښاغلي اڅکزي د دسمبر پر نهمه په چمن کې زرګونو پرلت کوونکو ته په یوه وینا کې ګواښ وکړ، چې که پاکستاني چارواکي د کاروبار لپاره د پرلت اسانه غوښتنې ونه مني د وخت په تېریدو به بیا به دا غوښتنې لا ډېرې شي.

محمود خان اڅکزی

د عکس سرچینه، social media

سمیع خان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې اوس دوی هوډ لري، چې ۳۰ او ۳۱ دسمبر په چمن کې ښارګوټي کې ټولیز کاربندیز وکړي او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د چمن او کوټې تر منځ لویه لار په کوژک غره سیمه کې وتړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې اوسمهال د چمن-سپین بولدک تر منځ هر ډول ټرانزیټ، ځايي کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او په دې کاروبار کې د سیمې نژدې ۲۰ زره بوخت کارکوونکي بې روزګاره ناست دي.

څه باندې دوې میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښې ته نژدې چمن سیمه کې زرګونه کسان د پاکستان د حکومت نویو تګلارو خلاف راغونډ دي او وایي دا غوښتنې نه مني.

پاکستان پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ درلودو شرط وړاندې کړی، هغه څه چې لسګونه زره کورنۍ سره لا جلا کوي او کاروبار یې په ټپه درولی دی.

پرلت کونکي وايي تر هغو چې پاکستان په خپلو پالیسیو بیا غور نه وي کړی او تګ راتګ یې اسانه کړی نه وي، له اعتراضونو به لاس وا نخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین همدې پرلت ته له وینا کولو وروسته نیول شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین همدې پرلت ته له وینا کولو وروسته نیول شوی و.

پرلت کوونکي چې ډېری یې د سویلي پښتونخوا اوسیدونکي دي، ادعا کوي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن تار او سختو پالیسیو بې وزله کړي او سره ویشلي یې دي.

پاکستاني لوړپوړو چارواکو د پرلت کونکو د غوښتنو په اړه واضح څه نه دي ویلي خو تل ټینګار کوي چې وروستي ګامونه یې پاکستان کې د امنیت په موخه پورته کړي دي.

پاکستاني پولیسو د دسمبر په لومړیو کې همدې پرلت ته له وینا وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ونیو، چې تېره اونۍ د محکمې له لوري په دوو قضیو کې د ضمانت له منظورۍ وروسته بېرته ونیول شو.

پاکستاني پولیسو د همدې پرلت تر څنګ د یوه بل پښتون مشر علي وزیر له درېدو وروسته هغه هم زنداني کړ خو وروسته په ضمانت خوشی شو.