د چمن پرلت ۳۷مه ورځ: 'پاکستاني چارواکي مو غږ نه اوري، پرلت ته دوام ورکوو'

د ویډیو تشریح، د چمن پرلت: 'چارواکي مو غږ نه اوري، پرلت ته دوام ورکوو'
د خپرېدو وخت

چمن کې پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ویزې د جبري کېدو خلاف د روان پرلت نن ۳۷مه ورځ ده.

دغلته راټول شوي احتجاج کوونکي کډونوال له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو مخالفت هم کوي.‌

د دغه پرلت کډونوال وايي، په دې موده کې یې دوه ځله د پاکستان ځايي ملکي او پوځي چارواکو ورسره لیدلي خو د دوی غوښتنې یې نه دې منلې.