عبدالسلام حنفي: د بې کېفیته درملو او خوراکي توکو واردوونکو جوازونه لغوه کوو

طالبان

د عکس سرچینه، Taliban

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریيس الوزراء يا لومړي وزير اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفی وایي چې د بې کېفیته خوراکي توکو او درملو وارېدوونکي "ملي خاینان" دي او د فعالیت جواز به یې لغوه شي.

نوموړي دغه څرګندونې کندهار کې د سویلي حوزې په کچه د خوراکي توکو د کېفیت یا څرنګوالي مالومولو لپاره د یوه لوی لابراتوار د پرانیستې پر مهال کړې دي.

ښاغلي حنفي د دغه لابراتوار پرانیستنه په کور دننه او له بهره د وارېدوونکو خوراکي توکو د معیار او کېفیت مالومولو لپاره مهم او د خپل حکومت له لومړیتوبونو یاده کړه.

حنفي زیاته کړې، دا د ټولو افغان سوداګرو مسولیت دی چې هېواد ته غوره او ښه کېفیت لرونکي درمل او خوراکي توکي وارد کړي او دغه‌ راز دلته هم باکېفیته توکي تولید کړي.

هغه ویلي، "موږ به چاته اجازه ورنه کړو چې بې‌ کېفیته توکي وارد کړي؛ که څوک دغه کار کوي نو موږ یې جواز لغوه کوو او سخته سزا به ورکول کېږي، تر څنګ یې هغه ته د ملي خاین په سترګه کتل کېږي"

کندهار تر کابل را وروسته د افغانستان دویم ولایت دی چې د خوړو د کېفیت او کنټرول لپاره لابراتور په کې جوړېږي.

تر دې وړاندې د کېفیت مالومولو لپاره سوداګر اړ وو چې خپل خوراکي توکي کابل ته ولېږي او دغه بهیر اوونۍ او ان میاشتې وخت نیوه.

"په څلورو زونونو او سرحدي ولایتونو کې ورته لابراتوارونه جوړوو"

طالبان

د عکس سرچینه، Taliban

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمري بي بي سې ته وویل، په کندهار کې پر پرانیستل شوي لابراتوار شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې ۲۰۰ زره یې یوازې پر تخنیکي وسایلو لګېدلي دي.

د عمري په خبره یاد لابراتوار د ورځې له سل نه تر دوه سوه د خوراکي توکو د سمپلونو د ارزوني وړتیا لري چي د ده په ټکو ټول هغه خوراکي توکي، چې له بهر یا هم کور دننه تولیدېږي باید لومړی یې دلته کېفیت مالوم او وروسته بازار ته وړاندې شي.

ښاغلي عمري ویلي، "د ۱۴۰۲ کال پرمختیایې پلان کې به د شاوخوا درې میلیون ډالرو په لګښت په څلورو زونونو کې د درملو او خوراکي توکو د ارزونې لابراتوارونه او په څلورو سرحدي ولایتونو کې چي ګمرکات پکې وي، یوازې د خوراکي توکو لابراتورونه جوړ کړو"

ښاغلي عمري همدا راز ویلي، تر کندهار وروسته به په ننګرهار، هرات ، مزار، خوست، نیمروز، فراه او فاریاب کې ورته لابراتوارونه جوړ شي.

طالبان

د عکس سرچینه، Taliban

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مهمند کندهار کې د خوراکې توکو د کېفیت د ارزونې لابراتور جوړول مهم ګام یاد کړ چې د ده په ټکو له دې سره به نه یوازې د سوداګرو ستونزه هواره شي بلکې په بازار کې به د ټيټ او یا بې کېفیته خوړو مخه هم ونیول شي.

ده ویلي، "موږ بیا هم وایو، هر هغه څوک چې بې‌کېفیته توکي واردوي هغه نه سوداګر او نه هم د افغانانو ملګری دی"

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره د پخواني ولسمشر غني د واک پر مهال له روغتیا وزارت نه بېله او د یو مستقل بوديجوي واحد په توګه یې فعاليت پیل کړ.

افغانستان هر کال د خپلې اړتیا وړ ۹۰ سلنه درمل چې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري له نورو هېوادونو واردوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د درملیزو چوپړونو ټولنې ویلي وو چې د دغو درملو ۷۰ سلنه په ناقانونه او یوازې ۳۰ سلنه یې په قانوني توګه د رسمي بندرونو له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.