ولسمشر السیسي په مصر کې د نفوسو د ډېردو له امله خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، AFP
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل هېواد کې د نفوسو د ډېردو له امله خبرداری ورکړی او د افریقايي او عربي نړۍ په ګڼ نفوسه هېوادونو کې یې د نفوسو د کنترول لپاره د ماشومانو پر زېږولو د محدودیت لګولو غږ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال یوازې په مصر کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان زېږدلي دي. اوس مهال په مصر کې د نفوس شمېر یو سل او پنځو میلیونو ته رسېږي. په قاهره کې د خبرو پرمهال ښاغلي السیسي وویل د ماشومانو د زېږولو ګراف باید تر راتلونکو شلو کلونو پورې څلور سوه زرو ته په کال کې راټیټ کړای شي.
''تاسو په مصر کې د کال څلور سوو زرو ماشومانو زېږولو ته اړتیا لري، زموږ د ماشومانو د زېږولو ګراف باید په کال کې یو اعشاریه پنځه سلنه یا له دې نه هم کم وي چې وکولای شو په تېرو اویا کلونو کې د حکومت لخوا د نفوسو نه کنترول پرې جبران کړو. په مصر کې باید تر راتلوونکو شلو کلونو پورې هرکال د ماشومانو د زېږولو شمېر ۴ سوو زرو ته ټېټ شي.''
د مصر ولسمشر دغه راز ټینګار وکړ چې دا خوښه باید خلکو ته ورنکړل شي چې هر څومره وغواړي هماغومره ماشومان وزېږوي. هغه په چین کې د ماشومانو پر زېږولو د محدودیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه.
'' زه هغو کسانو ته چې احتمالا نه پوهېږي چې دا څومره لویه ننګونه ده د ماشومانو د زېږولو په برخه کې له بشپړۍ ازادۍ ورکولو سره موافق نه یم، په پای کې د دې ننګونې بیه مصرۍ ټولنه او حکومت پرې کوي. چینایانو په ۱۹۶۸ کال کې د ډېرو ماشومانو پر زېږولو محدود ولګاوه او اوس یې کورنیو ته بیا له یو نه د ډېرو ماشومانو د زېږولو ازادي ورکړې ده.''
تر دې وړاندې د مصر د روغتیا او نفوسو وزیر خالد عبدالغفار هم ویلي و چې هېواد یې په نړۍ کې له ۱۰۵ میلیونو وګړو سره ۱۴ ګڼ نفوسه هېواد دی. د یادونې ده چې مصر په مینځني ختیځ کې تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. د ښاغلي عبدالغفار په وینا په مصر کې د نفوسو ډېروالي د دې هېواد سرچینې او اقتصاد تر فشار لاندې راوستي چې له امله یې زده کړو، روغتیايي چوپړونو او اوبو ته د خلکو لاسرسی کم شوی او حکومت د خلکو د مېشتونې او کرنیزو ځمکو په برخه کې ننګونې سره مخامخ دی.
که څه هم هغه ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې له دوه اعشاریه اووه میلیونو نه د ماشومانو د زېږون کچه په ۲۰۲۲ کال کې دوه اعشاریه دوه میلیونو ته ټېټ شوی خو په وینا یې د هېواد سرچینو او اقتصاد ته په کتو باید لا ډېر نور کم شي.
مصري چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې قاهره د نفوسو د کنترولو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربنه ده چې د سپتمبر په پنځه نېټه پیل شوی او په پام کې ده چې سبا جمعه پای ته ورسېږي.
په دې ناسته کې د سیمې د هېوادونو او اروپايي بنسټونو استازي د نفوسو پر کنترول خبرې کوي او مصر به په کې د نفوسو د کنترول لپاره خپله ملي تګلاره وړاندې کړي.





















