د اسلام اباد عالي محکمې تر پنځو ورځو په هېڅ راز قضیه کې د عمران خان د نه نیولو پرېکړه کړې

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI Peshawar

د خپرېدو وخت

د اسلام اباد عالي یا لوړې محکمې ویلي چې عمران خان به تر راتلونکې چهارشنبې (مئ ۱۷) په هېڅ ډول قضیه کې نه بندي کېږي.

محکمې همدا راز پرېکړه کړې چې د پاکستان دغه مخکېنی لومړی وزیر دې په هغه قضیه کې هم تر یادې مودې نه نیول کېږي چې د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې له مخې زندان ته وړل شوی و.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې نن (جمعه) ښاغلی خان د "القادر ټرسټ" فساد قضیه کې د اسلام اباد عالي محکمې ته حاضر شو او د محاکمې پر مهال یې د دوو اوونیو لپاره ضمانت منل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان اندېښنه څرګنده کړې وه چې که له محکمې ووځي نو د تېر په څېر به بیا ونیول شي. ښاغلي خان نن د اسلام اباد عالي محکمې په مخ کې خبریالانو ته وویل چې "که بهر ووځم نو شکمن یم چې وبه نیول شم"

د محاکمې پر مهال د عمران خان یوه وکیل د هغه په ملاتړ شعارونه ورکړل چې له دې سره د قضیې اورېدنه ګډه وډه شوه او وروسته د جمعې لمانځه دمه اعلان شوه.‌

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو له مخې په محکمه کې ګڼه ګوڼه دومره وه چې د محاکمې لپاره ځانګړې شوې کوټه کې ځای نه و او د قضیې اورېدنه یې له لومړي سره ځنډولې وه چې وروسته په یوه بله کوټه کې دا چاره ترسره شوه.

عمران خان د اسلام اباد د عالي محکمې له لوري د فساد اړوند تورونو په لړ کې د "القادر ټرسټ" قضیه کې محاکمه کېده. محکمې د دې قضیې د اورېدنې او د هغه د "حفاظتي ضمانت" لپاره تازه دوه کسيزه حقوقي ډله ګمارلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د تېرې سې شنبې په ورځ د مالي فساد په تور ونیول شو او تېره ورځ د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول کېدل ناقانونه وبلل او سملاسي یې د هغه د خوشي کولو امر وکړ.

"خوندي ځای ته د عمران خان تر لېږدولو احتجاج روان ساتو"

هاخوا بیا د عمران خان ګوندي مشرانو ویلي، تر هغه چې عمران خان "خوندي" ځای ته نه وي لېږدول شوی، دوی به سولييز احتجاجونه روان وساتي.

د دغه ګوند رسمي ټوېټر اکاونټ لیکلي، نن ماښام به په هره سیمه کې د "ريښتينې خپلواکۍ په جهاد کې" د وژل شویو غایبانه جنازه کېږي.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د تحریک انصاف د دغه مشر په ملاتړ په پاکستان کې پراخ احتجاجونه وشول او د دغه ګوند د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ‌ تاوتریخوالی هم رامنځ ته شو.

د رپوټونو له مخې تر اوسه په دغه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او شاوخوا دوه زره نور نیول شوي دي.

اعتراضونه لا هم روان دي او د اسلام اباد لوړې محکمې شاوخوا ورټولو اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو لپاره پوځ او پولیس لاس په کار شوي. ځينې احتجاجیان نیول شوي هم دي.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیسو د مظاهره چیانو د تیت و پرک کولو لپاره پر هغوی هوايي ډزې هم کړې دي

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشرانو نن پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د اسلام اباد عالي محکمې ته ځانونه ور ورسوي او هلته سولييزه مظاهره وکړي.‌

د دغه ګوند یوه مشر حماد اظهر په یوه ویډیويي پيغام کې له خپلو پلویانو غوښتي چې که په ناقانونه ډول یې د نیولو هڅه کېږي نو د ځان ژغورنې هره ممکنه هڅه دې وکړي.

عمران خان د ولسمشر په ګډون لسو کسانو سره کتلي

عارف علوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د محکمې د چارواکو د مالوماتو له مخې تېره شپه عمران خان د ولسمشر عارف علوي او د ګلګت بلتستان د اعلی وزیر خالد خورشید په ګډون لسو کسانو سره لیده کاته کړي دي.

د ښاغلي خان د روغتیا ارزونې لپاره د هغه ډاکټر فیصل هم د پولیسو په یوه مېلمستون کې هغه کتلی دی او همدا راز یوه اووه کسیزه حقوقي ډله هم د هغه لیدو ته ورغلې وه.

اوس مهال د اسلام اباد عالي محکمې ته پر ورغلو ټولو لارو سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي. ځای پر کانټېنرونو اېښودل شوي او لارې تړل شوې دي او د پوځ او رینجزر ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري په سیمه کې ګمارل شوي‌ دي.