امریکا:‌ اوکرایین کې د واګنر ملېشې له ۳۰ زره ډېرو جنګیالیو ته مرګژوبله اوښتې

واګنر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې د سویل لوېدیځ کراسنودار سیمې یوه کلي کې د واګنر جنګیالیو هدیره
د خپرېدو وخت

امریکایي چارواکي وایي د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې د روسیې اړوند 'واګنر ملېشه ګروپ' تر ۳۰ زره ډېرو اجیرو جنګیالیو ته مرګژوبله اوښتې ده.‌

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي دې ملېشې وروستیو اونیو کې درنه مرګژوبله ګاللې او دا چې شاوخوا ۹۰۰۰ جنګیالي یې د جګړې ډګر کې وژل شوي دي.

واګنر خپل ډېر جنګیالي د روسیې له زندانونو جذب او ګومارلي دي.

ښاغلی کربي وایي اکثریت مرګژوبله هم همدغو کمو روزل شویو محکومانو ته اوښتې ده.

خو واګنر د دغو تلفاتو له ګاللو سره سره د بخموت ښار شاوخوا پرمختګونه هم درلودل.

د اوکرایین ختیځ کې دغه ښار ته ورڅېرمه سیمې د خونړیو جګړو شاهدې دي او د واګنر اجیر وسله وال یې روسانو سره د نیولو هڅو کې ملګري دي.

اوکراییني ځواکونه وايي د واګنر لوی شمېر جنګیالي تر ډېره د جګړې پرانیستو ډګرونو ته استول کېږي.

د اوکرایین پوځ یوه ویاند دا ادعا هم کړې چې ګوندې مسکو د جګړې له ډګره د خپلو وژل شویو او ټپي سرتېرو په ایستلو کې پاتې راغلی دی.

د بخموت نیول به روسیې ته د دې لار پرانیزي چې لوېدېځ کې د کراماتورڅک او سلویانڅک په څېر سترو ښارونو پر لور پرمختګ وکړي.

واګنر

د عکس سرچینه، Reuters

خو ښاغلي کربي د بخموت شاوخوا د روسیې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې چې ترلاسه کېدو یې درنه بیه او میاشتې وخت اخیستی، ویلي نور پرمختګ هم ستونزمن ثابتېدای شي.

هغه د دغه ښار د پوځي اهمیت په اړه ویلي "امکان شته چې دوی ښايي بخموت کې بریا ترلاسه کړي، خو دا ورته ډېر څه په لاس نه ورکوي، ځکه دا ښار کوم رښتینی ستراتېژیک اهمیت نه لري."

له دې سره هممهاله د بریتانیا استخباراتي چارواکو اټکل کړی چې د اوکرایین جګړه کې تر دې دمه له ۱۷۵ تر ۲۰۰ زرو پورې روسي پوځيانو او واګنر ملېشه جنګیالیو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دوی ویلي له دې ډلې له ۴۰ تر ۶۰ زرو سرتېري وژل شوي‌ دي.

د بریتانیا دفاع وزارت د دې لوی شمېر مړینې څرګند لامل د روغتیايي مرستو رسولو زوړ او ابتدايي سیستم بللی دی.

واګنر د اوکرایین له جګړې وړاندې یوازې شاوخوا ۵ زره غړي درلودل چې ډیری یې پخواني باتجربه سرتېري وو.

خو د امریکایي چارواکو په وینا دې ملېشې تېر کال له هغې وروسته تر ډېره له زندانونو د لسګونو زره نورو جنګیالیو پر ګومارلو پیل وکړ چې روسیه پر اوکرایین یرغل لپاره د ځواکونو کمښت سره مخ شوه.

بریتانیايي چارواکي‌ بیا وايي احتمالآ له دغو محکومینو ښايي نیم تر اوسه وژل شوي یا ټپي شوي وي.

واګنر
د عکس تشریح، یوګیني پریګوژين - د واګنر ګروپ بنسټ‌ اېښودونکی

هاخوا د واګنر بنسټ اېښودونکي یوګیني پريګوژین تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له زندانونو به د جنګیالیو جلب او جذب ودروي.‌

دا پرېکړه د واګنر او روسیې پوځ ترمنځ‌ له ناندریو وروسته شوې.

هغه زیاته کړه چې "د واګنر د واحدونو شمېر به راکم شي، او موږ به ونه توانېږو د دندو هغه ساحو ته پوښښ وکړو چې غواړو یې."

ښاغلي پریګوژین اوکرایین کې د پرمختګ د ټکني کېدو پړه د مسکو پر "بدبخته بیوروکراسۍ" اچولې او د روسیې پوځ یې تورن کړی چې ګوندې په غیر عادلانه ډول د واګنر د مخکینو بریالیتوبو کرېډیټ ځان ته اخلي.

د واګنر په اړه ویل کېږي‌ چې فعالیت یې په ۲۰۱۴ روسیې لخوا د اوکرایین د کریمیا ټاپو وزمې تر نیول کېدو وروسته پیل کړی او بیا یې پر اوکرایین سربېره ان د سوریې او افریقا بېلابېلو جګړو ته هم خپل کرایکښ جنګیالي استولی دي.

دا ډله پر وحشت او جنګي جرمونو هم تورنه شوې ده.‌