له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه نوې پلټنې؛ جمهوریپالو د بایډن له حکومته بشپړ جزییات غوښتي

usa

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا پر استازو جرګې واکمنو جمهوریپالو له افغانستانه د امریکا د ناندریزو وتلو بهیر د بشپړ پلټل کېدو غوښتنه کړې.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي د بایډن ادارې له بیا بیا غوښتنو سره سره له افغانستانه د وتلو په اړه د رڼو جزئياتو له ورکړې ډډه کړې.

د دغې جرګه ګۍ نوي جمهوريپال مشر مایکل مک‌کال ویلي دغه بهیر به بشپړ پلټي.

هغه تازه په دې اړه د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته په یوه لیک کې له هغه د دغه بهير د بشپړو جزئياتو غوښتنه کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لا دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ د مشر په توګه له ټاکل کېدو سره سم جمهوریپال سناتور مایکل مک‌کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په تازه ليکلي لیک کې له هغه د دغه بهیر د هر اړخ په تړاو بشپړ اسناد او معلومات غوښتي.

دغه مخکښ جمهوريپال سناتور دوه ورځې وړاندې (د جنورۍ پر ۱۲مه) ویلي و چې د بایډن ادارې د وتلو اړوند د معلوماتو غوښتنه بیا بیا رد کړې او ګواښ یې کړی چې که دا چاره دوام وکړي چې نو د دغې هر اړخیزې پلټنې بشپړولو لپاره به بدیلې لارې وکاروي.

هغه دا نه دي ویلي چې دا بدیلې لارې به څه وي.

usa

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي مک‌کال د امریکا له بهرنیو چارو وزارته په دغه لیک کې له استخباراتي ارزونو او له طالبانو سره د ټولو خبرو او هوکړو له جزئياتو نیولې د ټولو هغو پلانونو، ناستو او اسنادو جزئيات غوښتي چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره تړاو لري.

دغه راز يې د وتلو د بهیر د بشپړو او هر اړخیزو تخنيکي معلوماتو غوښتنه هم کړې.

د مک‌کال په دغه لیک کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم له طالبانو سره د امریکا د حکومت د اړیکو او له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په تړاو بېلابېل معلومات غوښتل شوي.

په ۲۳ بېلابېلو مواردو کې په جزئياتو له غوښتل شوو معلوماتو ښکاري چې نوموړی به هڅه وکړي د دغه بهیر ډېر پټ اړخونه هم راوپلټي او وارزوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لا دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ښودلی خو امریکايي رسنیو له دې وړاندې د دغه وزارت له قوله ویلي وو چې په ۲۰۲۱ کال کې يې له افغانستانه له وتلو وروسته تر اوسه تر ۱۵۰ ځلو ډېر د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي.

تېر اوړی هم د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو دغه مخکښ جمهوريپال د افغانستان په تړاو د ولسمشر بایډن پر راپور له سختو نیوکو سره ویلي چې د هغه بې شرطه وتل او په پایله کې يې رامنځته شوی جنجال او د ژغورنې او ایستنې له خطر او مرګونو سره تړلې لړۍ لا هم روانه ده.

USA

د عکس سرچینه، Getty Images

مایکل مک‌کال په يوه ۱۱۴ مخیز راپور کې ویلي ټولې هغه ادعاوې چې د ولسمشر بایډن ادارې په دې تړاو په خپل راپور کې کړې ناسمې دي او د تاریخ د ناسم لیکلو هڅه ده تر څو د امریکا په تاریخ کې د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو بدې تېروتنې او ناکامۍ پرې پټې کړي.

هغه دا هم ویلي چې دی او همکاران يې تر هغه کرار نه کېني چې دا روښانه نکړي چې دا هر څه څرنګه پېښ شول او ولې تر دغه بریده خرابی پکې وشو.

په امریکا کې په کور دننه، ولسمشر بایډن د هغه د حکومت د څو نورو پرېکړو او چارو په اړه د جمهوريپالو د وروستيو پلټنو پیلېدو هغه له ډېرېدونکي فشار سره مخ کړی.

له افغانستانه د امریکا د وتلو پر بهیر د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تر اوسه نیوکې کېږي.

ولسمشر بایډن هغه مهال له یوه ناندریز او مرګوني بهیر سره سره خپله دا ژمنه پوره کړه چې د امریکا دا اوږده جګړه به د اګست پر یودېرشمه له افغانستانه د ټولو ځواکونو په ایستلو سره پای ته رسوي او همداسې يې وکړل.