د چاپ افغان صنعت کاران؛ افغانستان کې د چاپ صنعت مخ پر ځوړ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې یو شمېر د چاپ صنعت کاران وايي، هېواد کې د چاپ صنعت له منځه تلو په حال کې دی.
د هېواد د چاپ صنعت کارانو ټولنه وايي، کارو بار یې په ټپه ولاړ دی او اکثریت چاپخونې د پرځېدو په حال کې دي.
افغان لیکوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د دې صنعت له پرځېدو سره به افغان ټولنه کې د کتاب لوستلو او لیکلو دود هم له منځه لاړ شي.
افغانستان کې د چاپ صنعت له منځه تلو حالت له هېواده بهر هم په افغانانو اغېز کړی دی، د افغان کتابونو پلورنکي وايي، بهر ته د کتابونو وړل ورته ستونزمن شوي دي.
ډېر شمېر د چاپ صنعت کاران وايي، د چاپ ماشینونه یې د معمول خلاف په ټپه ولاړ دي.
د افغان مسلکي مطبعې څښتن احمدشاه درانی وايي، کارخونه یې د ټول عمر لاسته راوړنه ده خو نن پرې یوه ګوله مړۍ نه شي ګټلی:
"په دې ځای کې ما د ټول ژوند پانګونه کړې ده. ۴ نیم لکه ډالر مې لګولي خو اوس ټول کار سقوط دی کارګران مې نه شته".

د عکس سرچینه، Getty Images
دا یوازې د ده حالت نه دی، نور هم وايي چې کارګران یې رخصت کړي.
د خالد ولید مطبعې مسول محمد ایوب وايي: "دغه تحولات چې راغلي زموږ شرکت بند دی او ډېر نو هم بند دي زما ۳۵ کار بې کاره دي زه خپله بې کاره یم".
اقتصادي ستونزې، له هېواده د باندې د ټیټې بیې په هیله د کتابونو چاپ او د دولتي سیکتور له لورې لږ فعالیت یې ځینې سوداګر لاملونه بولي.
افغانستان کې د چاپ صنعت د ټولنې مرستیال شاکر صمیمي وايي: "مطبعې له سقوط سره مخامخ دي. د کتاب کاروبار له ډېر بد حالت سره مخامخ دی. موجوده حالت کې حکومت هم د مکتب د کتابونو د چاپولو هوډ نه لري".
له هېواده بهر د کتاب افغان کاروبار یان هم اغېزمن شوي.
دوی وايي، د کتاب نړیوال نندارتونو کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخلي، خو څه باندې یوه کال راهیسې په دې نه توانېدل چې نوي کتابونه ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، MOMANDPUBLICATIONS
د عازم خپرندوې ټولنې مشر ډاکټر اجمل عازم وايي: "سره له دې چې افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی اقتصادي ستونزې شته، خو له دې ټولو سره خلک کتاب ته اړتیا لري کلتور ته اړتیا لري او باید دې کار ته وده ورکړو خو له بده مرغه سږ مونو ونه شو کولی چې نوي کتابونه را وړو."
د ډېرو لیکوالانو په وینا، په افغانستان کې لا پخوا د کتابونو لوست لږ و، اوس چې د چاپ چارې هم پڅې شوې دي دا حالت لا نور خراب شوی دی.
دوی وايي، د دې صنعت له منځه تلل به هېواد کې د کتاب لوستلو او لیکلو دود هم له منځه یوسي.
د چاپ صنعت کاران له نړیوالو مرسته غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.





















