کاکړ: سعودي راتلونکو ۵ کلونو کې پاکستان کې ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي

د خپرېدو وخت

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي سعودي عربستان له راتلونکو دوو تر پنځو کلونو په پاکستان کې ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي.

انوار الحق کاکړ په دې موده کې د منځني ختیځ د نورو هېوادونو لخوا هم پاکستان کې د ۲۵ میلیارد ډالرو پانګونې هیله ښودلې ده.

هغه هممهاله دا هم ویلي، چې حکومت به یې خصوصي سکتور ته د ځینو پروژو د سپارلو درېدلې پروسه بېرته پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي ښاغلي‌ کاکړ دوشنبه په خپل رسمي استوګنځي کې د بهرنیو رسنیو له استازو سره خبرو کې وویل، چې سعودي عرب به دغه ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه د کرنې، کانونو او مالوماتي ټکنالوژۍ پر سکتورونو وکړي.‌

هغه دا پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې ډېرېدو لپاره د روانو هڅو برخه بللې ده.

له دې سره د پاکستان اسوشیېټډ پرېس یا (اې‌پي‌پي) په نوم دولتي‌ خبري اژانس د ښاغلي کاکړ په حواله هیله څرګنده کړې چې په دې موده کې به پر ریاض سربېره له منځني ختیزه هم پاکستان ته ۲۵ میلیارد ډالره پانګونه ورشي.

رویټرز وايي‌ د سعودي عربستان له حکومته یې د دې پانګونې په اړه نظر غوښتی، خو ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.‌

که چېرې تایید شي، نو دا به تر دې دمه پاکستان کې د سعودي تر ټولو ستره پانګونه وي.

انوار الحق کاکړ داسې مهال پاکستان کې د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت د بهرنۍ پانګونې د پلان خبره کوي، چې هېواد یې دمګړۍ له سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس ګریوان دی.

پاکستان په جولای کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) ۳ میلیارد ډالره پور ترلاسه کړ او اوس پر همدغو پیسو له ورپېښ اقتصادي کړکېچ او د دیوالي کېدو له خطر سره مقابله کوي.‌

خو دا هېواد لا هم د تادیاتو د توازن له بحران سره لاس ګریوان دی او په روان مالي کال کې هم د خپل سوداګریز کسر د تمویل او د نړیوالو پورونو د بېرته ورکولو لپاره میلیاردونو ډالرو بهرنیو اسعارو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني رسنیو په وینا دوشنبه د دغه هېواد په ازاد بازار کې یو ډالر ۳۳۰ کلدارو ته رسېدلی او په دې توګه یې د لوړې بیې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

پاکستان ابزرور ورځپاڼې لیکلي‌،‌ چې پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د انفلاسیون له ټولو لوړې کچې سره مخامخ دی او د ډالر د بیې دا بې‌ساری لوړوالی به ستونزې لا پسې پراخې کړي.

بهرنۍ پانګونه څنګه او چېرته؟

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي،‌ دغه هېواد کې به د خصوصي کېدو درېدلې پروسه بېرته پیل شي او په دې لړ کې به د ده حکومت په راتلونکو شپږو میاشتو کې د انرژۍ سکتور کې د دوو دولتي کمپنیو د خصوصي‌ کېدو پروسه بشپړه او د یوې بلې پر خصوصي کېدو هم غور وکړي.

د انوار الحق کاکړ په مشرۍ سرپرست حکومت که څه هم پاکستان کې نومبر میاشت ته د پلان شویو ټولټاکنو څارنې لپاره رامنځته شوی، خو هغه ویلي ټاکنې ښايي څو میاشتې وځنډېږي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړې چې هېواد یې د شاوخوا ۶ تریلیون ډالرو په ارزښت ناسپړل شوې طبیعې زېرمې لري، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې سعودي به پر کومو خصوصي پروژو پانګونه کوي.‌

تېره میاشت د 'بیرک ګولډ' کمپنۍ چې مرکز یې کاناډ کې دی وویل،‌ که سعودي پاکستان کې د بلوچستان چاغي سیمې ته نږدې د سرو زرو او مسو د 'ریکوډک' کان په کېدنه کې ورشریکېږي، دوی پرې اعتراض لري.‌

دا نړۍ کې د سرو زرو او مسو له سترو کانونو ګڼل کېږي چې رویټرز وايي، د شوې هوکړې له مخې ۵۰ سلنه د بیرک ګولډ او پاتې ۵۰ سلنه د پاکستان د حکومت او بلوچستان ایالت ملکیت دی.

انوار الحق کاکړ دا هم ویلي،‌ چې حکومت یې د پاکستان پوځ سره ښه اړیکي لري او دا چې دواړه به په ګډه د اقتصادي ودې لپاره هاند و هڅې کوي.‌

له دې سره ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم په دې وروستیو کې یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره ناسته کې د اقتصادي ودې لپاره د سترو ګامونو د اخیستل کېدو خبر ورکړی دی.