د طالبانو حکومت پر لسګونو توکو وارداتي تعرفه لوړه کړې، وايي " کورني تولیدات لومړیتوب دی"

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي پر لسګونو هغو وارداتي توکو یې له پنځو نه تر دېرش سلنه ګمرکي تعرفه لوړه کړې، چې د دوی په وینا یې په کور دننه تولیدېږي او د کورنیو بازارونو اړتیا پوره کولای شي.

د طالبانو سوداګرۍ سوداګرۍ وزارت وایي د صنعت د ودې او ملاتړ په موخه یې د دې تر څنګ چې پر خامو موادو مالیه لېرې کړې، هغه وړاندیز شوې طرحه هم د کابینې له خوا منل شوې، چې باید ټول دولتي بنسټونه کورني تولیدات وکاروي.

دافغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وایې، افغانستان ۶۸ سکتورونو کې چي د څرنګوالي، اړتیا وړ اندازې او بیې معیارونه یې پوره کړي، ځان بسیایني ته رسېدلی دی.

پنځه کاله وړاندي د افغانستان ودانیز صنعت کې کاریدونکې (پي وي سي) موادو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېدله خو اوس نږدې دوه کاله کېږي، چې د کورنیو بازارونو اړتیا په کور دننه تولیدي خونې پوره کوي.

له دې کار خونو یوه یې د کندهار ختیځه څنډه کې ده، چې هره ورځ پنځه ټنه بېلا بېله اندازه پي وي سي پایپونه تولیدوي.

د دغې فابریکې د مشر عبدالباري ورور په خبره "هڅه یې دا ده، چې د څرنګوالي له اړخه یې تولیدي توکي د ګاونډیو هېوادونو له ورته توکو سره سیالي وکړي."

نوموړی وايي "په لومړي پړاو کې د کیفیت لوړولو ته زیاته پاملرنه شوې او زه په دې باور یم چې دا ظرفیت په افغان صنعتکارانو کې شته."

په نږدې" ۷۰ تولیدي سکتورونو کي په ځان د بسیاینې" ادعا

د افغانستان سوداګرۍ خونه وایې، افغانستان کې لسګونه داسي تولیدي سکتورونه شته، چې د کیفیت او کمیت له اړخه یې تولیدي توکي معیاري او بیي يې هم د واردېدونکو توکو پرتله ټیټې دي.

ناالکولي مشروبات (څښاک) ، پايپونه، د کړکۍ او دروازو پي وي سي، کارټن او کاغذ، د لوښو او کالیو د مینځلو پوډر، شامپو او ګڼ داسي توکي شته، چې د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا اوس یې له بهره د را وړلو اړتیا نشته.

د یادې خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي اوس مهال افغانستان په ۶۸ سکتورونو کې په بشپړ ډول او په ۱۵ نورو هغو کې نیمه پر ځان بسیا شوی دی.

"په ځان بسیاینه په دې مانا چې محصول د کیفیت، کمیت او بییو له پلوه له ورادېدونکو توکو سره سیالي وکولای شي. موږ باید اول له دې اړخه ډاډ ترلاسه کړو چې یوې تولیدي فابریکې دا معیارونه پوره کړي دي."

ښاغلی کمین زاده وایي، اوس له وطنه ځیني توکي د بیلګې په توګه سپین کاغذ، د غنمو ترېشل، ناالکولي څښاک، پي وي سي پایپونه او ځیني نور تولید شوي توکي ګاونډیو هېوادونو ته هم صادیږي.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت وايي، اوسمهال په افغانستان کي پنځه زره توليدي کارخونې شته چې اتیا سلنه یې فعاله او په تېر یوه کال کې ۵۰ نوې کارخوني فعاله شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، د کورنیو تولیداتو نه ملاتړ او د خصوصي سکټور د ودې لپاره انتفاعي مالیه له څلور سلنې دوه سلنې ته راټیټه شوې ده.

ښاغلي عزیزي وايي، د دې لپاره چي په کور دننه صنعتکاران له وارداتي توکو سره د سیالۍ جوګه شي، د ټولو خامو موادو مالیه معاف شوې ده.

ولې په ځينو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه شوې؟

د طالبانو د حکومت د مالیي وزارت وايي، پر شاوخوا پنځوسو وارداتي توکو یې له پنځو نه تر دېرش سلني ګمرکي تعرفې لوړې کړې. د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي د ګمرکي تعرفو ټاکل په بازارونو کې پر نرخونو، سوداګرۍ او صنعت نېغ اغېز لري او د ده په وینا، که دا کار په پوره پام و نه شي، په بازارونو کې د بیو د لوړوالي تر څنګ، پر داخلي تولیداتو او سوداګرۍ منفي اغېر پرېباسي.

خو یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان دواړه یوې هوکړي ته رسېدلي، چې د کرهنیزو محصولاتو د صادراتو پر مهال باید ګمرکي تعرفې لوړې نه شي او دا کار هم د طالبانو د حکومت په غوښتنه شوی دی.

که څه هم افغانستان د ډبلیو ټي او (د سوداګرۍ نړیوال سازمان) غړیتوب لري او د دغه سازمان د اصولو له مخي غړي هېوادونه نه شي کولای پر وارداتي توکو تعرفې لوړې کړي، خو په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت له کبله یې غړیتوب ځنډول شوی، ځکه نو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه سازمان د اصولو پر وړاندي مسولیت نه لري.

ایراني چارواکو هم په دا وروستیو کې اندېښنه ښودلې وه، چي د طالبانو د حکومت له خوا د دوی پر ځینو صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو لوړول د افغانستان د بازارونو د لاسه ورکولو په مانا ده.