د خبریالانو پرضد جرمونو ته معافیت ختمول د اوسن‍ي عصر پېچلې ننګونه ده

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي د خبریالانو پرضد جرمونو ته د معافیت پای ته رسول د اوسني عصر یوه مهمه او پېچلې ننګونه ده او دا اړینه ده چې ټول وګړي د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی ولري.

نن د نومبر دویمه د خبریالانو پرضد جرمونو ته د معافیت د پای ته رسولو ورځ له دې هڅې سره لمانځل کېږي چې د هغو ننګونو په اړه پوهاوی ډېر شي چې رسنۍ او خبریالان ورسره په خپل مسلکي ژوند کې مخامخ وي.

سږکال د خبریالانو پرضد جرمونو ته د معافیت د پای ته رسولو ورځ له دې نارې او غوښتنې سره لمانځل کېږي چې خبري رسنیو او خبریالانو ته دې خوندي چاپیریال رامنځ شي چې وکولای شي په ازاده توګه حقایق پوټ کړي.

ملګري ملتونه وايي دا د حکومتونو مسؤلیت دی چې خبریالانو ته د مسلکي کار زمینه برابره کړي او خپل هغه بنسټونه پیاوړي کړي چې د خبریالانو پرضد د جرمونو د پای ته رسولو او د هغوی پرضد تاوتریخوالي سره مبارزه کوي.

په ورته وخت کې په وروستیو کې په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له بهره فعالیت کوي په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت ته اندېښمن دی. دې فیدراسیون په خپل بیان کې ویلي چې طالبان له خبریالانو سره تاوتریخجن چلن کوي، پر رسنیو د خپلې خوښې خبرې او تګلارې تپي او رسنۍ بیا د ډېرو مهمو موضوګانو په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

د یاد فدرسیون په بیان کې دغه راز راغلي دی چې رسنۍ او خبریالان پر طالبانو نیوکې او انتقادي رپوټونه نه شي خپرولی او که دا کار وکړي له وهلو ډبولو نیولې ان تر زندانه یې رسوي. خو د طالبانو حکومت دا ډول څرګندونې تبلغات او تخریب بولي او وایي په واکمنۍ کې یې د رسنیو او خبریالانو ازادي او ټول حقونه خوندي دي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنیټ هم له بي بي سي سره په خبرو کې د هغو فعالانو د توقیف د دوام په اړه خبرداری ورکړ چې سوله ییز لاریونونه یې کړي او د بیان ازادۍ له حقه یې ګټه اخستې.

هغه وویل له هغه مهال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي یو شمېر خبریالان، د بشري حقونو او پوهنې برخه کې فعالان او فعالانې یې نیولي دي. هغه په رسنیو کې د ښځیه خبریالانو او کارکوونکو د شمېر د کمېدو په اړه هم اندېښنه وښوده.

دغه راز د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو د نړیوالو بنسټونو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې د نظام له بدلېدو وروسته د ځینو نورو برخو په څېر د خبریالانو او د رسنیو فعالیت او د وینا ازادۍ هم زیان لېدلی او پاتې رسنۍ او خبریالان په سختۍ خپلې چارې پرمخ بیايي، هغه ادعا چې طالب واکمن یې ردوي.

ملګري ملتونه د خبریالانو پرضد جرمونو ته د معافیت پای ته رسول د اوسني عصر یوه مهمه او پیچلې ننګونه او د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ټولو وګړو لاسرسی اړینه بولي.

ملګري ملتونه دا ورځ نن او سبا لمانځي او پر خبري رسنیو بریدونه، محدودیتونه، د مظاهرو په اړه یې له رپوټ ورکولو راګرځول، او د مسلکي کار له امله د خبریالانو محاکمه کول او په ځینو مواردو کې یې له هېواد ایستل هغه ننګونې یادونې چې رسنۍ او خبریالان ورسره مخامخ دي.