تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خوړو سوداګره: سینه کې مې د تومور له امله سږي له لاسه ورکړل، خو هیلې مې لا ژوندۍ دي
بریتانیا کې د خوړو یوه سوداګره وايي، سینه کې یې "د خټکي په اندازه" لوی تومور موندل شوی و چې له امله یې د سږو یوه برخه له لاسه ورکړه، خو په خبره یې "له ژونده نه ده نهیلې شوې."
۳۷ کلنه مونیکا څويي د انګلنډ د بېډفورډ سیمې اوسېدونکې ده.
هغې د کورونا وبا له پیلېدو سره د "ویجې کرش" په نامه د خوړو سوداګري پیل کړه او سلاد یې پلوره.
آغلې څويي وايي "کله چې تېر اوړی زما په سینه کې تومور وپېژندل شو، د یوې مور په توګه چې خپل شخصي کار بار مې هم درلود، ډېره ډار شوې وم."
تومور یې په بریالیتوب عملیات شو، خو د بېرته رغېدو لپاره یې پرېکړه وکړه چې خپله هټۍ وتړي او د ډلیورۍ له لارې خدمات زیات کړي. د هغې په وینا: "ځکه چې هېڅ څه زما د کار و بار پر وړاندې خنډ نه شو ګرځېدای."
مېرمن څويي وايي، شپږ کاله وړاندې له پولنډ بېډفورډ ته تللې ده، نوموړې په یوه سیمه ییزه شورا کې د درغلیو او غلا په تړاو د څېړنو برخه کې هم کار کاوه.
خو وايي وروسته یې د خوړو تیارولو او پلورلو سره لیوالتیا زیاته شوه.
د هغې په خبره: "ځکه چې زه واقعا صحي خوړو او سالم ژوند سره مینه لرم، زما سلاد خوښېږي. زه پخپله هم هره ورځ سلاد خورم."
د کرونا وبا پر مهال د لومړي ځل لپاره نوموړې پرېکړه وکړه، چې خلکو لپاره صحي او ګټور خواړه برابر کړي، ځکه چې په وینا یې "د خلکو وزن ډېر و او زه په دې باوري وم، چې صحي خوړو ته اسان لاسرسی ستونزمن دی. خو تمه مې نه کوله چې دومره دې د خوښې وړ وګرځي، د خلکو ځوابونه ډېر مثبت و."
هغې په بېډفورډ شورا کې خپله دنده پرېښوده چې خپل ټول پام پر خپلې سوداګرۍ ورټول کړي.
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې یې هټۍ جوړه کړه.
هغه وايي "د همدې کال په اګسټ میاشت کې ډاکټرانو زما په سینه کې د خربوزې په اندازه لوی تومور تشخیص کړ. مونږ نه پوهېدو چې څه به پېښېږي، ما فکر کاوه چې ښايي څو میاشتې نوره ژوندۍ پاتې شم."
له ښه مرغه مالومه شوه چې تومور سرطاني نه دی، په لندن کې یې جراحي عملیات وشول، خو د سږو یوه برخه یې پکې له لاسه ورکړه.
هغې د خپلې روغتیا په اړه ویلي: "ما خپل لاس نه شو ښورولی، سمې خبرې مې هم نه شو کولی، ساه مې هم نه شوه اخیستی ما د خپلو سږو نیمايي برخه له لاسه ورکړه. اوس مې روغتیا ښه ده خو له عملیات ورسته حالت ډېر سخت او له درده ډک و."
مېرمن څويي چې خپله هټۍ یې تړلې وه خو پر انلاین یې د خلکو سفارشونه اخیستل او سلاد یې ورته برابراوه.
هغه وايي پر انلاین د خلکو سفارشونه اخیستل او خواړه ورته برابرول ورته "د کنټرول وړ و" او اوس ان تر مېلټن کېنز سیمې خلکو ته خواړه لېږي او په وینا یې هڅه کوي چې ورزشکارانو، د مینوپاز دورې مېرمنو او نورو خلکو ته د هغوی د روغتیا لپاره د خوړو لېږدول پراخ کړي.
آغلي مونیکا څويي وايي: "که غواړئ د سوداګرۍ مدېریت وکړئ له بېلابېلو لارو یې ترسره کوئ او باید په سوداګرۍ کې پاتې شئ، یوازې تسلېمېږئ مه."