هند کې نژدې ۴۰ ماشومان د هندوانو مېلې پرمهال ډوب شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د هند ختیځ کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د هندو مذهب یوه مېله کې د ۳۷ ماشومانو او اوو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ تنه اوبو کې ډوب شوي دي.

په تېرو ۲۴ ګړیو کې په ۱۵ سیمو کې د مړینې خبرونه تایید شوي دي.

د بحران اړوندې ادارې چارواکو ویلي، قربانیان هغه مهال مړه شول چې د وروستیو سېلابونو له کبله راوتلو سېندونو او ډنډونو کې لمبېدل.

د جیویټپوتریکا په نامه دا مېله چې درې ورځې دوام کوي، هر کال د ماشومانو له لوبو سره پیلېږي او میندې د دوی لپاره روژه نیسي.

په بیهار ایالت کې چارواکو ویلي، د مېلې پر مهال په سېندونو او ډنډونو کې ډېری خلکو د اوبو خطرناکې کچې او ژوروالي ته پام نه و کړی.

داسې وېره شته چې د وژل شویو شمېر به احتمالا ډېر شي.

د یاد ایالت چارواکو ویلي، د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته به تاوان ورکړل شي.

په تېر کې هم د لویو مېلو پرمهال د هند بېلابېلو برخو کې مرګونې پېښې رامنځ ته شوې دي، په تېره کله چې په زیات شمېر خلک د خوندیتابه له لازمو لارښوونو پرته په تنګو ځایونو کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې او د ټېل ماټېل پرمهال ګڼ کسان مړه شوي دي.

په تېره جولای میاشت کې د هند شمالي اترا پردیش ایالت یوه مذهبي راغونډېدنه کې د ټېل ماټېل له کبله لږ تر لږه ۱۲۱ تنه مړه شول.‌

په ۲۰۱۸ کال کې هم د "دسشیرا" په نامه د مېلې پرمهال یو اورګاډی پر تماشاچیانو ورغلی و چې نژدې ۶۰ تنه یې وژلي وو.