هند کې د رنګونو مېله 'هولي' لمانځل کېږي

د خپرېدو وخت

میلیونونه هندیان په خپل هېواد کې دننه او د نړۍ په لر او بر کې د هولي مراسم لمانځي چې د رنګونو په مېله هم یادېږي.

دا جشن د وروستۍ لمریزې میاشتې په نیمايي کې سپوږمۍ بشپړه شي، لمانځل کېږي. دا مراسم د پسرلي پیل او پر بدۍ د نیکۍ بری بلل کېږي.

پر دې ورځ دوی پر دوستانو او کورنۍ غړو رنګونه شیندي او د نیکۍ زیاتېدو لپاره د بدۍ له منځه وړلو لپاره په سبمولیکه بڼه اور بلوي.

دا مراسم د هندوانو مذهبي مراسمو یوه برخه ده او په هند کې یوه کلتوري ځانګړتیا لري. خلک دې اختر ته د یوې نوې پیلامې په نظر ګوري او د خپلوۍ او دوستۍ تازه کولو فرصت یې ګڼي.

د هند په لر او بر کې میلیونونه کسان مېلې کوي، سندرې وايي، رنګونه شیندي، ښوونځي رخصت وي چې ماشومان او لویان ټول په دې مراسمو کې ګډون وکولای شي.

د شمالي هند اترپردېش په ماتورا او ویرنداوان ښارونو کې بیا د هولي مراسم ځانګړی رنګ لري. بشپړه اونۍ ځايی اوسېدونکي مېله کوي، سندرې وايي او پر یوه بل رنګونه شیندي.

د اختر له رسېدو مخکې لا په لارو کوڅو کې د رنګونو او پیچکاریو (د رنګونو شیندلو لپاره پکارېږي) پېر او پلور پیل شي.

د هند بېلابېلو سیمو کې اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې ځايي خلک پر یوه بل پریمانه رنګونه شیندي. دا رنګونه د شتمنۍ او طاقت سمبولونه بلل کېږي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.