اسرائيلو په لبنان کې د حزب الله د وسلو يو زېرمتون په نښه کړی

لبنان کې بريد

د عکس سرچینه، ISRAEL DEFENSE FORCES

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

راپورونه وايي اسرائيلو په يوه هوايي بريد کې د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو يو زېرمتون په نښه کړی دی. دغه برید د لبنان په ختيځ کې د بقاع په دښته کې شوی دی.

تر دې مهاله د بريد په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د لبنان پر يوه سرحدي کلي د اسرائيلو په بريد کې د لبنان حزب الله ډلې دوه غړي وژل شوي وو.

د لبنان د روغتيا وزارت په وینا، د اسرائيلو بريد په حولا سرحدي کلي شوی دی.

د لبنان حزب الله هم اعلان کړی چې د اسرائيلو په شمال کې يې پر پوستو د ډرون الوتکو بريدونه کړي دي.

حزب الله وايي، دا علميات يې د لبنان په جنوب کې د "اسرائيلو د برید" په ځواب کې کړي او په وينا يې "چاودېدونکي ډرونونه" په کې کارول شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ويلي د دوی يو سرتېری د حزب الله ډلې په بريد کې وژل شوی دی.

اسرائيلو وړاندې ویلي وو چې د دوی ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ په صور سيمه کې د حزب الله يو قومندان وژلی و.

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس له بريد او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، حزب الله او اسرائیل په دوامداره توګه د پولې په اوږدو کې نښتې او يو پر بل ډزې کوي.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې د ډزو په ترڅ کې په لبنان کې شاوخوا ۵۸۴ تنه وژل شوي چې ډېری یې د حزب الله غړي دي او لږ تر لږه ۱۲۸ تنو ملکي وګړو هم په کې خپل ژوند بايللی دی.

د اسرائیلو د پوځ د شمېرو له مخې، د حزب الله د بریدونو په پایله کې ۲۲ پوځیان او ۲۶ ملکیان وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې ‌ډلې حزب الله او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د پولې په اوږدو کې نښتې زیاتې شوي او دا اندېښنې یې راپورته کړې چې ښايي د پراخې سیمه ییزې جګړې لامل شي.