تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسوشيېټېډ پرېس: امريکا پر ايران د اسرائيلو د بريد په اړه د پټو اسنادو ډاګيزېدنې په اړه پلټنې کوي
رپوټونه وايي، امریکا د هغو پټو اسنادو د ډاګیزېدنې په اړه پلټنې کوي، چې پر ایران د اسراییلو د شوني برید د تکل ارزونې ښيي. د امریکا د استازو جرګې مشر له سي اېن اېن ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، چې دغه ډاګیزېدنه ډېره اندېښمنوونکې ده.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکا د دریو حکومتي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي، دغه هېواد په دې اړه څېړنه کوي چې پر ایران د اسرائیلو د برید د پلان په تړاو د واشنګټن د ارزونې مهم محرم اسناد څنګه افشا شوي دي.
دغه اسناد چې د فوق العاده محرم اسنادو مهر لري او نېټه یې د اکتوبر ۱۵ او ۱۶ ده، لومړی دوه ورځې وړاندې یا د جمعې په ورځ د "مېډل ایست سپکټېټر" په نامه ټېلېګرام چينل لخوا خپاره شول.
دغه چینل وايي داسې یوه کس دوی ته دغه اسناد ورکړي چې خپله پېژندګلوي یې نه ده اعلان کړې.
د اسوشېټېډ پرېس خبري شبکې په وینا، په ټېلېګرام کې یاد چینل وايي، چلونکي یې په تهران کې مېشت دي او د منځني ختیځ په تړاو خبرونه خپروي.
دغه دوه افشا شوي سندونه چې ظاهرا یوازې د سپوږمکۍ د عکسونو د تحلیل له مخې چمتو شوي، دا په ډاګه کوي چې اسرائیل اوس هم خپل پوځي تجهیزات پر ایران د برید لپاره چمتو کوي او د خپلو جنګیالیو سره یې لوی پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي.
د یاد خبري اژانس د رپوټ له مخې، دا اسناد چې د امریکا د جغرافیايي استخباراتو ملي ادارې او د ملي امنیت ادارې ته منسوب شوي، د پنځو سترګو په نوم ډلې ترمنځ شرېکېدو وړ دي.
پنځه سترګې د امریکا، برتانیا، کاناډا، نیوزیلنډ او اسټرالیا تر منځ د استخباراتي معلوماتو شریکولو تړون دی.
د میډل ايست سپکېټېټر په نوم تلګرام چینل کې تر خپرېدو وروسته امریکايي سي اېن اېن ټلویزیوني شبکې او اکسېوس په نوم ویبپاڼې د دغه اسنادو په اړه رپوټونه خپاره کړل.
اوس اسوشيېټېډ پرېس د امریکايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې دغه هېواد په دې تړاو څېړنې پیل کړې چې دغه مهم اسناد څنګه لیک یا افشا شوي. ایا چا په لوی لاس بهر ته ایستلي او که د هک په بنسټ ترلاسه کړای شوي دي.
معمولا دغه ډول څېړنې د امریکا فدرالي پولیس یا (اېف بي ای)، د دفاع وزارت او ځینې نور امنیتي ادارې ترسره کوي. اېف بي ای تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د اسوشیېټېد پرېس یا اې پي خبري اژانس د رپوټ له مخې، پنټاګون په یوه بیان کې ویلي، د دغه اسنادو د افشا کېدو په اړه له رپوټونو خبر دي خو په دې تړاو یې له نور څه ویلو ډډه کړې.
دغه خبري اژانس وايي، اسرائیلي ځواکونو هم په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې.
د یاد خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دواړو سندونو له ډلې یو یې هغه اسنادو ته ورته دی چې شاوخوا اوه میاشتې مخکې د امریکا د ځمکني او فضا استخباراتو له ادارې بهر ته وتلي وو او د دغه هېواد د ملي ګارد یوه پرسنول یې د افشا کولو مسؤلیت منلی و.
پر اسرائیلو د ایران د اکټوبر د لومړۍ نېټې له توغندیز برید وروسته اسرائیلو ویلي دي چې په مناسب وخت او د "ملي ګټو" پر اساس به ورته ځواب ورکړي.
تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ لیکلي وو، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید کولو تېر شوی او په وینا یې یوازې به نظامي مرکزونه په نښه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون پر ایران هر ډول برید سره کرښه وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د تهران ځواب به مناسب وي.
نوموړي له ترکي اېن ټي وي شبکې سره مرکه کې ویلي، پر اسرائیلو د اکتوبر په لومړۍ برید کې مو یوازې نظامي تاسیسات په نښه کړل، اوس مو هغه هېواد کې ټول هدفونه پېژندلي او د اسرائیلو برید ته به ورته ځواب ورکړو.