تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اکتوبر اوومې له برید وروسته په اسرائیل کې د خلکو ژوند څومره اغېزمن شوی دی؟
یوې اسرائیلۍ کورنۍ لپاره د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس په مشرۍ بریدونه او له هغې وروسته په غزه کې جګړه هغه څه وو، چې دوی یې له هېواده د وتلو پرېکړې ته اړ کړل.
خو بلې یهودۍ کورنۍ، چې له هېواده بهر اوسېدله، دې پېښې او د یهودو په وړاندې د توپیري چلند د زیاتوالي له کبله اسرائیلو ته د تګ هوډ وکړ.
دغو کورنیو د ژوند لپاره بیخي مخالف ځایونه غوره کړل، په داسې حال کې چې د اسرائیلو د احصایې مرکزي اداره وايي، اوس له هېواده د وتونکو شمېر د هغو خلکو له شمېره ډېر دی، چې ورته راځي.
نوفار او ایال اویدان د اسرائیلو په مرکزي سیمه راملا کې په یو ۱۵ پوړیز اپارتمان کې ژوند کوي، بهر ته د تګ لپاره یې یوه شرکت ورته اسانتیاوې برابرې کړې او اوس یې کالي په غټو کارتنونو کي بندوي، پر کارتنونو لیکل شوي: اوتاوا، کاناډا.
نوفار، چې خپلې اووه میاشتنۍ لور شینا ته خواړه ورکول وویل: "هیڅ پښېمانه نه یوو"
هغې د بې ځایه کېدو کلمه وکاروله. ډېری یهودیان چې له اسرائیلو وځي دا کلمه کاروي ځکه دا شونتیا ښيي، چې کېدای شي بېرته راشي.
د «تللو» کلمه ډېره ژوره معنی لري، او ډېرو ته په دې معنی ده چې له خپل وطنه ځي او بیا بېرته نه راځي.
د انګلیسي ژبې دا ۳۹ کلنه ښوونکې وايي، له ۲۰۲۳ کال مخکې، یعنې له دې بریدونو وړاندې هم دوی بهر ته پر تګ فکر کاوه خو د حماس بریدونو دا پرېکړه نهايي کړه او قانع یې کړل، چې اوس د تګ وخت دی.
"موږ غواړو د ځان او شینا لپاره بېل ډول ژوند جوړ کړو. "
ایال چې پخپله یو وکیل دی وویل: "موږ د خپل کور ارامتیا ته ګورو، موږ د ښه ژوند هیله لرو. "
دوی کاناډا ته ولاړل، هلته د دوی ډېر دوستان اوس مېشت دي او دېته هم اړتیا نه لري چې نوې ژبه زده کړي.
نوفار وايي: "زه یوه ویاړمنه یهودۍ او ویاړمنه صهیونیسته یم، خو نه غواړم چې زما لور یوازې د یهودۍ په توګه وپېژندل شي، بلکې د یوه انسان په توګه. "
دا زیاتوي: "زه باور لرم، چې کاناډا به هغې ته د ژوند مساوي فرصتونه ورکړي له اسرائیلو هم زیات، ځکه نن سبا په اسرائیلو کې د حکومت پام پر ارتوډوکس مذهبي ډلې دی.
یاده اسرائیلۍ مور وايي: "د اسرائیلو سیاستوال له هغو خلکو سره علاقه نه لري چې سخت کار کوي او اقتصاد ته ګټه رسوي. موږ اکثریت یوو خو احساس کوو چې موږ ته پام نه کېږي. "
هغې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ائتلافي حکومت ته اشاره وه.
دا حکومت د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو مذهبي او سختدریځ بلل کېږي. د ښي اړخو او افراطي مذهبي ګوندونو نفوذ او اغېز په ډېرو مهمو پالیسیو او پرېکړو باندې وي.
ځینې اسرائیلیان احساس کوي، چې په اسرائیلو کې ژوند تل له ننګونو سره مل وي.
نوفار وايي: "ان د اکتوبر له ۷مې نه مخکې موږ د خپل راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه لرله"
دا زیاتوي، له هغه وخته چې د غزې جګړه پیل شوې، ژوند نور هم سخت شوی دی.
هغې وویل، اوس دا عادي نه ښکاري، چې هر ځل د توغندیو د بریدونو د خطر زنګ واورې، باید ژر تر ژره یوه خوندي ځای ته ولاړ شې. که څه هم، چې دا یواځې په اوونۍ کې یو ځل پېښېږي".
"په داسې حال کې چې جګړه روانه ده او پای یې معلوم نه دی. دلته د ماشومانو روزل عادي خبره نه ده. یوازې یوه ساعت مخکې، پر بلې سیمې توغندی وویشتل شو چې له دې ځایه ډېر لیرې نه دی. زموږ شاوخوا ډېر درد او غم لري"
هغې دا څرګندونې د هغو زیاتېدونکو توغندیو په اړه وکړې، چې د جګړې له پیل راهیسې حماس او نورو وسله والو ډلو د غزې له لوري پر اسرائیلي ښارونو توغولي دي.
ایال ویره درلود،ه چې د جګړې له پېلېدو مخکې هم اسرائیلي ټولنه "په زیاتېدونکي ډول تاوتریخوالي ته روانه وه."
دی وایي، د خلکو په چلند کې یې تاوتریخوالی لیدلی؛ "په سړکونو، عامه ځایونو، اپارتمانونو کې... خو جګړې دا حالت لا خراب کړ".
د اسرائیلو د احصایې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د سړک غاړې پېښو له امله د مړینې کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله ۲۲ سلنه ډېره شوې ده.
د بیت المقدس د امنیت او بهرنیو چارو د څېړنیز مرکز په وینا، د اکتوبر د ۷مې بریدونو د اسرائیلي ټولنې پر احساساتو او چلند ژور اغېز کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال په جون کې، د کنېسټ د ښځو او جندر د برابري کمېټې ته راپور ورکړل شو، چې له جګړې راهیسې د کورني تاوتریخوالي د پېښو راپورونه زیات شوي دي.
"د لومړۍ کرښې میندې" په نوم سازمان وویل:
"هغه سړي، چې د تروما له اغېزو سره لاس او ګریوان وي، چلند یې تاوتریخجن وي، درملنه نه کوي او ښځې شرمېږي چې شکایت وکړي."
همدارنګه، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر وروسته، د ملي امنیت ښي اړخي وزیر ایتامار بن ګویر د وسلو قانون نرمولو لپاره اصلاحات ګړندي کړل، چې له امله یې د وسلو جوازونو لپاره غوښتنلیکونه زیات شول.
له هغه وخته راهیسې، د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، له ۴۰۰,۰۰۰ څخه زیاتې غوښتنې شوې دي، چې څه باندې نیمایي یې مشروطه منظوريانې هم ترلاسه کړې دي.
ځینې حقوقي ټولنې اندېښنه لري د وسلو زیاتوالی به په سړکونو تاوتریخوالی ډېر کړي
نوفار او ایال وایي، نور عوامل هم شته، چې د دوی پرېکړه یې لا پخه کړې ده. "د ژوند لګښتونه زیات شوي او له هغه وخته، چې جګړه پیل شوې موږ اړ یوو چې ډېر مالیات ورکړو. "
د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د خوړو لویو تولیدونکو شرکتونو د لوړو بیو د یوې نوې څپې اعلان وکړ.
که څه هم د ژوند لوړلګښت د نړۍ په کچه یوه ستونزه ده، خو د صنعتي هېوادونو د او اي سي ډي سازمان د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په راپور کې ویل شوي، چې: " اسرائیلو کې د توکو بیې د او اي سي ډي غړو ترمنځ تر ټولو لوړه ده."
اسرائیلو کې د جګړې د لګښتونو پوره کولو لپاره مالیات لوړ شوي. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې مالیه له ۱۷ سلنې ۱۸ ته لوړه شوې ده او د دولتي کارکوونکو معاشونه موقتي کم شوي دي او دوی ته ویل شوي دا لنډمهاله دی.
(دا پرېکړه پر نوفار او ایال اغېز نه کوي، ځکه دوی په خصوصي سکتور کې کار کوي.)
داني شیرر، چې د اویډان د کور د پاکولو مسولیت لري وایي، د اکتوبر ۷مې له بریدونو مخکې هم خلک وتل او په دې کې زیاتوالی راغلی و.
دی اټکل کوي، چې د هغه شرکت په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۴۰۰ قضیې لرلې خو دا شمېر د ۲۰۲۳ تر نیمايي پورې له ۷۰۰ څخه لوړ شوی و.
هغه دا یوه پخوانۍ څپه ګڼي او د ۲۰۲۳ کال د قضایي اصلاحاتو کړکېچ ته منسوب بولي، چې د دغه کال په اوړي کې پراخو مظاهرو ته لاره هواره کړه.
د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت وکولای شول، چې ځینې اصلاحات عملي کړي.
د دې موخه دا وه، چې د سترې محکمې واکونه محدود کړي، چې قوانین لغوه کړي او حکومت ته د قضایي ګمارنو په اړه ډېر کنټرول ورکړي.
ملاتړو یې استدلال کاوه، چې قاضیان په سیاسي او پالیسي جوړونکو پرېکړو کې ډېره مداخله کوي، په داسې حال کې چې منتقدین دا اصلاحات د ډیموکراسۍ لپاره ګواښ ګڼي.
داني وایي، هغه کسان، چې دی یې په مهاجرت یا کډه کولو کې ورسره مرسته کوي، ډېر مسلکي کسان وي، چې ډېری یې استرالیا، نیوزیلنډ او کاناډا ته ځي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او ۲۰۲۴ کال د جولای ترمنځد تخنیکي برخې شاوخوا ۸,۳۰۰ کارکوونکي له اسرائیل وتلي. دا د یاد سکتور شاوخوا ۲.۱٪ جوړوي.
په ټوله کې د اسرائیلو د احصایې مرکزي ادارې د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۴ پورې د هغو اسرائیلي وګړو شمېر، چې هېواد یې پرېښی، د هغو خلکو له شمېر څخه زیات و چې هېواد ته راغلي.
په دې موده کې ۸۲,۷۰۰ کسانو اسرائیل پرېښی. پداسې حال کې، چې یوازې ۶۰,۰۰۰ هېواد ته ستانه شوي دي.
د یهودي پالیسۍ د څېړنې په انسټیټوټ کې د اروپايي یهودیانو نفوس د څانګې مشر پروفیسور سرجیو ډېلا پرګولا وایي:
"دا یوازې درېیم ځل دی، چې دا وضعیت د اسرائیلو د بنسټ له کېښودو را په دېخوا، چې ۷۷ کاله کېږي، رامنځته شوی. "
نوموړی زیاتوي: "لومړی دوه ځله، د ۱۹۵۰مو په لومړیو او ۱۹۸۰مو په منځ کې و. دلایل یې اکثر اقتصادي و، خو دا ځل د بېلابېلو لاملونو یو ترکیب دی؛ امنیت، جګړه، او البته اقتصاد، سره له دې، چې نور یو ځای شوي لاملونه هم شته."
هغه باور لري، چې دا حالت به په ۲۰۲۵ کال کې هم دوام ولري، که څه هم ښايي دومره شدید نه وي.
پروفیسور ډېلا پرګولا وایي، د روسیې له خوا پر اوکرایین یرغل (په ۲۰۲۲ کې) په پیل کې له دغو هېوادونو څخه د خلکو راتګ زیات کړ ځکه ځینې خلک له جګړې یا جبري عسکري تښتیدل خو اوس دا بهیر بیا ورو شوې ده.
اسرائیلو ته د یهودانو کډه کولو ته "علیه" (Aliyah) ویل کېږي، چې خلک دا پریکړه د روحاني او اقتصادي انګیزو پر بنسټ کوي.
په اشکلون ښار کې، چې د غزې له شمال ۱۲مایل واټن لري، سیمحا دهان د یهودي نوي کال "روش هشانه" لپاره دودیزه کورنۍ مېلمستیا چمتو کوي.
د یوه پسه نیم سر، چې په مهارت سره پرې شوی، په یوه لوښي کې ګرمېږي.
هغې د پسه ژبه په لاس کې نیوله وه او وویل:
"ما دا به مانچسټر کې د کب له سره دا ډول خواړه تیارول، خو د پسه ژبه ډېره خوندوره ده. "
د پسه سر ډېر سمبولیک ارزښت لري. له هغو ارزښتونو یا باورونو څخه یو دا هم دی، چې "په نوي کال کې به د هر څه په سر کې یې نه په پای یا لکۍ کې. "
پخوا، د هغې ټولې اته لوڼې به د مانچسټر په کور کې د پخلنځي میز ته راټولېدې، چې دا ورځ ولمانځي.
خو کله چې سیمحا او مېړه یې میر د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې اسرائیل ته کډه شول، څلور لوڼې یې مانچسټر کې پاتې شوې.
دغه سخته مذهبي جوړه "سفارادي یهودان" دي. دا اصطلاح د هغو یهودانو لپاره کارېږي، چې له هسپانیې، پرتګال، شمالي افریقا او مدیترانې سیمو څخه راوتلي وي.
سیمحا په فرانسه کې زېږېدلې او په ۱۹۹۲ کال کې برېتانیا ته کډه شوې وه. هغې وروسته له میر سره واده وکړ. هغه په ۱۴ کلنۍ کې خپل اصلي هېواد مراکش پرېښود او د مانچسټر یوې یهودي مذهبي مدرسې (یېشیوه) ته تللی و.
مېر یو "شوخِت" دی. یعنې د "کوشر غوښې" ذبحه کوونکی. هغه اوس هم په منظم ډول برېتانیا ته ځي چې هلته کار وکړي، ځکه لا یې په اسرائیلو کې د دغه کار لپاره جواز نه دی ترلاسه کړی.
سیمحا پخوا په مانچسټر کې د یهودي ښځو د زېږون ملاتړ کوونکې (Doula) په توګه رضا کارانه کار کاوه. هغه کار، چې هیله لري په اسرائیلو کې یې په مسلکي توګه پرمخ یوسي.
میر وایي: "دا هغه پرېکړه وه، چې موږ تل غوښتل ترسره شي خو د خپلو مشرو لوڼو د تعلیم د پای ته رسېدو انتظار مو کاوه."
سیمحا زیاتوي: "د اکتوبر اوومې نه مخکې هم یهود ضد تعصب ډېر شوی و خو له هغه وروسته نو بېخي زیات شو. "
هغه وايي، چې په خپلې ټولنې کې: "نارینه وو د باندې تګ پر مهال کِیپا (یهودي خولۍ) اغوستل پرېښي وو او موږ، ما او لوڼو مې د شپې ناوخته د باندې تګ خوندي نه باله. "
هغې زیاته کړه: "کله چې مې خلک د 'فلسطین آزاد کړئ' له شعارونو سره ولیدل. ځان مې ګوښه شوی احساس کړ؛ ځکه نه پوهېدم د دې تر شا څه مطلب لري او څه ډول چلند به وکړي. "
هغې دا هم وویل، چې د دوی په ټولنه کې بل کس هم د یهودانو په ضد ګواښونکي خبرې اورېدلې وې.
سیمحا وایي، وروستۍ وېره هغه وخت وه، چې لور یې په ژړغوني حالت کور ته راغله، ځکه یوه کس چې د 'فلسطین ازاد کړئ' کمیس یې اغوستی و، هغې ته یې په " تند یا کرکجن نظر" کتلي و. که څه هم معلومه نه وه، هغه کس پوهېده، چې دا نجلۍ یهودۍ ده او که نه.
په مانچسټر کې وروستی برید، چې د یوه یهودي عبادت ځای مخې ته وشو، د هغې پخواني کور نږدې و.
هغې وویل: "هغه کس چې پکې ووژل شو، زموږ خوا ته د یوه سوپرمارکېټ یو پیرودونکی و. "
سیمحا باور لري، چې اسرائیل یهودانو ته داسې امنیت او خوندیتوب ورکوي، کوم، چې دوی په بل ځای کې نشي موندلی.
هغې وویل: "زه هر وخت د شپې وتلی شم. پرته له دې، چې ویره ولرم. دلته تل وسله وال سرتیري او عام خلک شته، چې که کومه پېښه وشي، مرسته کولی شي. "
خو پوښتنه دا ده، چې ژوند په داسې هېواد کې، چې جنګ په کې روان دی. هغه ځای، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه، حماس او نورو وسله والو ډلو شاوخوا ۱,۲۰۰ اسرائیلیان ووژل او ۲۵۱ یې وتښتول، څنګه دی؟
او دا، چې د هغې نوی کور یوازې څو مایله له غزې لرې دی. چېرې چې د اسرائیلي بریدونو له امله (د حماس د روغتیا وزارت د شمېر له مخې) تر ۶۶,۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي؟
سیمحا بې له شکه ځواب ورکړ:
"ماته مهمه نه ده. زه نه وېرېږم. زه دلته خوندي احساس کوم."
کله چې ترې وپوښتل شول، چې د هغو اسرائیلیانو په اړه یې نظر څه دی، چې له جګړې سره یې هېواد پرېښی؟
هغې وویل:
"زه پوهېږم ځینو خلک ځکه ولاړل، چې زیاتې پیسې وګټي یا دلته خوندي نه وو خو زه ورسره موافقه نه یم. "
کله چې د راکټي بریدونو خبرداری راشي، موږ اوبه اخلو، پناه ځای ته ځوو. په مبایل خبرونه تعقیبوو. بیا چې خطر ختم شو، راووځو. "
هغې وویل، چې اسرائیلو ته ځان پوروړی احساسوي او که لوڼې یې پوځ ته ولیږل شي، هغه که غزه وي یا بل ځای، مخالفت نه لري.
هغې وویل، چې دوو وروڼه یې څو میاشتې په غزه کې خدمت کړی.
"دا زموږ د یهودي هویت له اسرائیلو سره د تړاو یوه برخه ده. "
هغې دا ومنله، چې د مانچسټر پخوانی ژوند یې ور یادېږي. دوستان، لوڼې، لمسیان، او غټ کور.
دوی اسرائیل د خپل کور په توګه غوره کړی. خو وايي، چې لا هم ځان مانچسټرۍ احساسوي او مېړه یې ځان مراکشی ګڼي.
"خو زه هېڅ پښېمانه نه یم" هغې پر همدې خبره ختمه کړه.