تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سي ای اې مشر وايي د ايران او اسرائيلو تر منځ د هر اړخيزې جګړې ګواښ شته
د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر وېليم برنز وايي، "موږ د سيمه ييزو شخړو د لا زياتېدو له ريښتيني ګواښ سره مخامخ يو."
نوموړي ويلي، سي ای اې د دې ارزونه نه ده کړې چې اسرائيل او يا ايران د هر اړخيزې جګړې په لټه کې دي خو وايي ګواښ موجود دی.
پر اسرائیلو د ايران له دويم بريد وروسته په سيمه کې د کړکېچ د زياتېدو او د جګړې د پراخېدو اندېښنې زياتې شوې دي.
ښاغلي برنز چې په جورجيا کې يوه امنيتي کنفرانس ته خبرې کولې وويل، اسرائيلو د ايران تر ټولو مهم او ځواکمن نماينده حزب الله ته "ستر زيان" اړولی دی خو د ښاغلي برنز په وينا که څه هم اسرائيلو يو لړ تاکتيکي برياليتوبونه ترلاسه کړي، اصلي ننګونه دا ده چې خپل برياليتوبونه په اغېزناکه ستراتيژۍ بدل کړي.
ښاغلي برنز چې په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په تړاو خبرو کې هم برخه اخيستې وه وويل، "موږ لږ تر لږه څو ځله اوربند ته نژدې شوي وو."
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر خپل هېواد د ایران له وروستیو توغندیزو بریدونو وروسته ویلي، چې په اوو جبهو: غزه، لبنان، لوېدیځه غاړه، یمن، ایران، عراق او سوریه کې په جګړه بوخت دي.
تر دې وړاندې نوموړي د سپاه پاسداران وروستی برید "په تاریخ کې د بالستیک توغندیو تر ټولو غټ برید" بللی و او ویلي یې وو چې ایران به د خپلو کړنو بيه پرې کړي.
ایران وايي، پر اسرائیلو یې دوهم مخامخ برید په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو او په لبنان کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندانو د وژلو په غبرګون کې کړی دی.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل د دوی د توغندیو د برید غچ واخلي، نو دوی به یې "پرېکنده" ځواب وکړي.