د ګلاک وسلې موسس ګاسټون ګلاک د ۹۴ کالو په عمر مړ شو

د خپرېدو وخت

اتریشی انجینر ګاسټون ګلاک چې د ګلاک په نامه مشهوره وسله (تفنګچه) یې لومړی ځل جوړه کړې وه، د ۹۴ کالو په عمر ومړ.

ګلاک شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی به خپل کار ته ''د خپل موسس له جذبې سره دوام ورکړي.''

ګلاک تفنګچې اوس په ټوله نړۍ کې د دفاع، امنیتي ځواکونو، وسله والو او ان غلو، غدیو له لوري کارول کېږي. سائنس فکشن فلم دمیټریکس ریلوډډ په ګډون په هالیوډ فلمونو کې د دې تفنګچې نندارې هم د دې په مشهور کېدو کې مهم رول لوبولی.

خو د خپل تولید له خورا زیات شهرت سره سره هم ګاسټون ګلاک داسې یو ګوښی میلیاردر بلل کېده، چې د عمر ډېره برخه یې په اتریش کې د یوه جهیل پر غاړه خپله ماڼۍ کې تېره کړه.

دی له رسنیو هم لېرې و او یوازې په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال یاد شو، چې د کاروبار په هکله یې یو کتاب چاپ شو، په ۲۰۱۱ کال کې یې لومړۍ مېرمنې طلاق واخیست او یا بیا په ۱۹۹۰ کلونو کې هغه مهال یاد شو چې کاروباري مرستیال یې د وژنې هڅه وکړه.

په دې وروستۍ پېښه کې یوه کرايي بریدګر چې مسلکي پهلوان و د ګلاک پر سر د ربړین څټک ګوزارونه وکړل، خو نوموړی چې هغه مهال ۷۰ کلن و، وتوانید ځان وژغوري او بریدګر مات کړي.

ګلاک چې په ۱۹۲۹ کال کې زېږدلی و، د ویانا په یوه پوهنځي کې یې د میخانیکي انجینرۍ زدکړې وکړې او د اتریش له پلازمېنې بهر یې د کورني استعمال توکو کاروبار پیل کړ.

په ۱۹۸۰ کلونو کې یې کاروبار د پوځي توکو چمتو کولو یوه څانګه پرانیسته او اتریشي پوځ د تفنګچو نوې کولو غوښتنه یې پوره کړه. ګلاک یوه نهه ملي متره سپکه تفنګچه چمتو او طرح یې په خپل نامه ثبت کړه، چې اتلس مرمۍ ویشتلای شي او له تشېدو وروسته خورا ژر بېرته ډکېږي.

دې تفنګچې وروسته د نړۍ د لر او بر په پولیسو او پوځي ادارو کې خورا ډېر شهرت وموند.