منځني ختیځ ته د نویو امریکايي پوځي بېړیو لېږد؛ ایران به پر اسرائیلو برید وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پنټاګون اعلان کړی چې د ایران لخوا اسرائیلو ته د احتمالي ګواښ له منځه وړلو په موخه په منځني ختیځ کې نورې سمندري بیړۍ او پوځي الوتکې ځای پر ځای کوي.
ایران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته سیمه کې د کړکېچن د پراخېدو وېره ده.
د امریکا دفاع وزیر لوید آستین ویلي چې پر اسرائیلو د احتمالي بریدونو مخنیوي په موخه د توغندیو ضد دفاعي سیستم ځای پر ځای کوي او په وینا یې دوی "له اسرائیل څخه دفاع ته چمتو دي."
د جولای پر ۳۱مه پلازمېنه تهران کې د حماس سیاسي مشر ښاغلی هنیه په خپل هستوګنځي کې ووژل شو. د وژنې پر څرنګوالي لا هم پوښتنې او بحثونه شته او دا لا نه ده روښانه چې ټیک څه ډول دا وژنه شوې خو ایران او ملاتړو یې د وژنې تور پر اسرائیل پورې کړی.
له دغې پېښې وروسته د ایران لوی مذهبي مشر اسرائیلو ته د سخت درس ورکولو خبرې کړي.
اسماعیل هنیه د حماس ډلې مهم مرکچی ګڼل کېده چې غزه کې د سولې او اوربند لپاره یې په ټولو خبرو کې مرکزي رول درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ده له وژلو څو ساعته مخکې اسرائیلو د حزب الله د یوه مشهور قوماندان فواد شکر د وژلو اعلان هم کړی و.
له دې پېښو وروسته سیمه کې ترینګلتیا رامخې ته شوې ده. د امریکا دفاع وزارت ویلي "په منځني ختیځ کې د نویو پوځي تجهیزاتو ځای پر ځای کول به د اسرائیل خوندیتوب کې مرسته وکړي."
امریکايي چارواکو ویلي چې سیمه کې ځای پر ځای کېدونکي بېړۍ به د لرې واټن ویشتونکو توغندیو (بلېسټک مېزایلو) د وارولو وړتیا هم ولري.
له دې مخکې یو شمېر امریکايي ورځپاڼو خبر ورکړی و چې ایران پر اسرائېلو د برید چمتووالی نیسي.
ایران دا تېر اپرېل هم پر اسرائیلو د هغه برید له امله چې سوریه کې یې د دوي کونسلګري په نښه کړه، توغندي توغولي وو خو اسرائیلو او ملاتړو یې ډېر په هوا کې شنډ کړي وو.
د اسرائیلو لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو که څه هم کومې ځانګړې پېښې ته اشاره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې په دې وروستیو ورځو کې یې د ده په ټکو "دوښمنانو ته سخت ګوزارونه ورکړي دي."

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړي په یوه وینا کې خپل ولس ته وریاده کړې چې " راتلونکې ورځې به سختې وي " هغه ویلي "اسرائیلو ته له هرې خوا ګواښ دی خو مونږ هر ډول حالاتو ته چمتو یوو."
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیل له لومړي وزیر سره خبرو کې ویلي دي چې "په منځني ختیځ کې د کړکېچ پراخېدو ته اندېښمن دی."
هغه چې د اسرائیلو له لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو سره یې په تيلیفون خبرې کولې ویلي د اسرائیل د دفاعي سیسټم پیاوړتیا په موخه امریکا د امکان تر کچې هڅه کوي.





















