ولې معمولا داسې وي چې ستونزې ظاهرا د سمېدو په حال کې وي خو ناڅاپه لا خرابېږي؟

    • Author, هیوسکوفیلډ
    • دنده, پاریس کې د بي بي سي خبریال
  • د خپرېدو وخت

ولې د افریقا په ۴ فرانسوي ژبو هېوادوو کې کودتاګانې کېږي په داسې حال کې چې ولسمشرمکرون فکر کاوه پخواني له استعماري پړاو وروسته وختونه نور تېر شوي دي؟

هېڅوک په دې کې شک نه کوي چې د سړې جګړې پرمهال فرانسې په فرانسوي ژبو افریقايي هېوادو کې تر یوه حده له پوځي ځواک څخه کار اخیسته.

خو دا واقعیت هم نشي ردېدای چې په تېرو تقریبا ۲۵ کلونو کې د پاریس پیغام دا و چې لږترلږه په رسمي ډول هغه ورځې نورې تېرې شوې دي.

هغه وختونه تېر شوي چې له فرانسوي عسکرو به غوښتنې کېدې چې د افریقايي دیکتاتورانو ملاتړ وکړي. هغه په میلیونونه پيسې هم نور نشته چې په پټه به د فرانسې سیاسي ګوندونو ته ورکول کېدې.

اوس د "دمویکراسي رامنځته کول"، "همکاري" او "له ځوانانو سره مشغولېدل" د ژبو پرسر خبرې دي.

پاریس کې د ایلیزې ماڼۍ یو مامور وايي: "له هغې راهیسې ډېر وخت تېر شوی چې موږ به د ولسمشرۍ په ماڼیو کې خپل کسان درلودل."

خو ښايي دا به هم سادګي وي چې فکر وشي ټولې تېرې تګلارې له منځه تللې، ناقانونه فشارونه نشته او د افریقا فرانسوي ژبو هېوادو پایتختونو او پاریس ترمنځ تشویقي پیسې نه تبادله کېږي.

خو دا به هم مبالغه وي چې وویل شي د فرانسې اغېز د پخوا په شان پاتې دی.

د مثال په توګه، ګابون- چې له استعماري دورې وروسته د یو فاسد دولت نمونه بلل کېده- خو د ولسمشر علي بونګو پلار عمر بونګو د فرانسې د پرلپسې ولسمشرانو له نظره "خپلو کسانو" څخه بلل کېده او له همدې امله دواړو خواوو ګټه ترلاسه کوله.

خو که د فرانسې اغېز تراوسه دومره ډېر وي، نو ولې علي بونګو غوښتل ګابون د فرانسې د اغېز له ساحې بهر کړي تردې کچې چې تېر کال د کامنویلت یا همګټو هېوادو ټولنه کې شامل شو؟

د بونګو ډېره شتمني او پاریس کې یې زېرمه کول څرګنده خبره وه، خو ایا دا د فرانسې د فساد ضد قاضیانو کړنه نه وه- چې سیاستوالو یې مخنیوی نه کاوه - د بونګو د رسوا کېدو سبب شو، دده او کورنۍ پرضد یې جنايي تورونه ولګول شول او علي یې د انګلیسي ژبو غېږ ته ورپورې واهه؟

او که پاریس تر اوسه پر کامیرون باندې اغېز درلودای، نو څنګه به د هغې مشر پاول بيیا، په سانت پیترزبرګ کې د روسیې او فریقايي مشرانو په غونډه کې ګډون کاوه او د ولادیمیر پوتین ترڅنګ به يې موسکا کوله؟

د ماکرون افریقايی جال په نامه د یو کتاب لیکونکی، اماوري کوتانسې وايي واقعیت دا دی چې فرانسه نور پخوانی اغېز نه لري: "افریقا د نړیوال کېدو په حال کې ده، ټوله نړۍ د افریقايي مشرانو د انتظار په خونو کې ده: ترکان، روسان، اسراییل، ان د فرانسې متحدین لکه جرمني اود امریکا متحده ایالتونه."

"په افریقا کې مخالفین تصور کوي چې فرانسه تراوسه هم پیاوړې ده. په حقیقت کې، په داسې حال کې چې فرانسې چټل پولیسي کارونه کول، رقیبانو یې قراردادونه ترلاسه کول."

نو چې لومړنۍ پوښتنې ته راستون شو: که په افریقا کې د فرانسې اغېز په کمېدو وي، نو ولې هغه اوس هلته له سختو مخالفتونو سره مخ شوې؟

کله چې د پخواني ولسمشر شارلزدوګول د افریقايي چارو سلاکار او سوداګر ژاک فوکارت په ۱۹۶۰مو کلونو کې افریقا کې کودتاګانې تنظیمولې او کله چې د ناپاکو پیسو کڅوړې پاریس هوايي ډګرونو ته انتقالېدې- نو دا ډول مخالفتونه به ښايي هغه مهال مناسب تره وو.

یوه نظریه دا ده چې کله خلک له ژورو بې عدالتیو سره مخ وي، بشپړ انځور نشي لیدای. یواځې د وړو سمونونو تمه لري او هرکلی یې کوي، خو کله چې خلک د بشپړې ژغورنې تصور ذهن ته راولي، هغوی د خپل بد حالت بشپړ انځور هم احساسولای شي او غوسه یې لا زیاتېږي.

د ساحل په سیمه او مرکزي افریقا کې د فرانسې استعماري حضور دومره ټینګ و چې د نن ورځې نسلونو چې پرځان باور لري لخوا حتما له غوسه ناکو غبرګونونو سره مخ کېږي. هغسې چې ژورنالیست کونسې وايي: "هرڅه تېرېږي- خو تېر وختونه نه [هېرېږي]."

خو د فرانسویانو دا خبره هم نا سمه نه ده چې وايي بهرني لاسونه په افریقا کې پکار بوخت دي.

د دوشنبې پر ورځ ولسمشر مکرون د فرانسې سفیرانو ته په وینا کې د "پان افریقايانو او نويو امپریالیستانو ترمنځ اتحاد" توضیح کړ. هغه وویل چې دا د افریقا په فرانسوي ژبو هېوادونو لکه ګابون، نایجرو بورکینا فاسو، ګیني او مالي کې د وروستیو کودتاګانو د هڅولو سبب شویدی.

د ولسمشر مکرون له نظره، روسیه او چین "نوي امپریالیستان" دي چې دی باور لري د کودتاچیانو ذهنونو کې یې زهرجنې خبرې اچولي او په ریاکارۍ سره یې د حاکمیت او استعماري استثمار په اړه پخوانی استدلال لمسولی.

د مکرون له نظره، فرانسه د ساحل په سیمه کې د دې لپاره نه ده چې هلته خپل پخوانۍ مستعمرې کنټرول کړي، خو "ځکه هلته ده چې د تروریزم د ګواښ مخه ونیسي او خپلواکه دولتونو د مرستې غوښتنه کړې".

هغه وویل که داسې نه وی نو موږ به "یوې لېونۍ نړۍ کې" ژوند کوو.

خو څرګنده ده چې، ډېری خلک د توطیې تیوري باندې باور کوي او کله چې باید کارونه سم شي- لا پسې خرابېږي.