طالبان: کابل کې د ژغورنې عملیاتو کې څلور انسان تښوونکي وژل شوي

afghanistan

د عکس سرچینه، Getty

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت امنیتي سرچینې وايي، چې د کابل پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي کسانو او انسان تښتوونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې څلور انسان تښتوونکي پکې وژل شوي او تښتول شوی تن د هغوی له منګولو ژغورل شوی دی.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټویټر پاڼه لیکلي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه دا عملیات د پغمان ولسوالۍ په پشته بادام سیمه کې کړي.

نوموړی لیکي، عملیات د هغې انسان تښتوونکې ډلې پر ضد شوي چې درې ورځې وړاندې یې یو تن تښتولی و.

د"شپې ٩:٤٥ بجې د ځانګړو قطعاتو لخوا عملیات پیل شول، په دغه عملیاتو کې د انسان تښتوونکو او مجاهدینو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې څلور تنه انسان تښتوونکي د مجاهدینو له لوري ووژل شول."

خالد ځدراڼ دا هم ویلي چې د محمد امین په نامه تښتول شوی تن سالم ژغورل شوی او امنیتي کسانو ته په عملیاتو کې کوم زیان نه دی اوښتی.

نوموړي پر ټویټر له خوشي کېدو وروسته د تښتول شوي افغان یوه لنډه وېډیو او انځور هم خپاره کړې. همدا شان، ځینې نور عکسونه یې خپاره کړی چې وايي د څلورو وژل شویو انسان تښتوونکو دي.