د طالبانو حکومت: له جرمني ایستل کېدونکي افغان اتباع باید درېیم هېواد ته ونه سپارل شي

Afghanistan

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د جرمني‌ پر چارواکو غږ کړی چې د افغان اتباعو د ایستلو موضوع ورسره "د نورمالو قونسلي تعاملاتو" او "معقول میکانیزم" له مخې د دوه اړخېزې هوکړې پر بنسټ حل کړي‌.‌

دا تر هغې وروسته ده چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتڅ تېره ورځ ټينګار وکړ چې په جدي جرمونو کې ښکېل افغان او سوريايي اتباع دې له دغه هېواده وایستل شي.‌

ښاغلي شولتڅ دا خبره تر هغې وروسته کړې، چې تېره اوونۍ د جرمني مانهایم ښار کې د یوه افغان کډوال لخوا د چړې برید کې د پولیسو یو افسر ووژل شو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې چې پر خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې، ویلي چې دوی له المان د افغان اتباعو د ایستلو پرېکړه څاري.‌‌

هغه هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه وکولای شي دا موضوع "د دیپلوماتیکو چینلو له لارې" په داسې شکل مدیریت کړي چې افغان اتباع د نوموړي‌ په وینا په "یوه او بله پلمه له نامالوم برخلیک سره مخ نه شي".‌

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

ښاغلي‌ بلخي پر دې هم ټينګار کړی چې افغان اتباع باید "د منل شویو کنوانسیونونو خلاف" کوم درېیم هېواد ته ونه سپارل شي.

د یادونې ده چې جرمني تر اوسه د افغان اتباعو د ایستلو میکانیزم نه دی واضح کړی او دا یې هم نه دي ویلي، چې که څوک په کوم لوی جرم کې ګرم ګڼل کېږي نو څنګه او چېرته به یې لېږي.

بلخوا د طالبانو حکومت په داسې حال کې دې موضوع ته د "معقولو قونسلي تعاملاتو"،‌ "دیپلوماتیکو چینلونو" او دوه اړخېزې هوکړې پر بنسټ‌ په رسېدو ټینګار کړی، چې جرمني ورسره دیپلوماتیک اړیکي نه لري.

د مانهایم ښار برید او د کډوالو موضوع

Kabul

د عکس سرچینه، REUTERS

دا برید تېره اوونۍ د جرمني په لویدیز مانهایم ښار کې د 'پاکس یوروپ'‌ په نوم د ښي‌اړخو یا اسلام ضد فعالانو پر یوه ډله شوی او ۷ کسان پکې ټپي‌ شوي هم وو.

دغه برید یو ځل بیا په دغه هېواد کې د کډوالو موضوع په تړاو پراخ بحثونه او غبرګونونه راپورته کړي دي.‌

د جرمني صدراعظم تېره ورځ د دغه هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل "اجازه راکړئ‌ واضح ووایم: کله چې داسې څوک چې دلته یې زموږ په هېواد کې پناه اخیستې وي او لوی جرمونه وکړي،‌ ما غوسه کوي. داسې مجرمان باید وایستل شي – ان که د سوریې یا افغانستانه هم راغلي وي."

تر هغه مخکې د جرمني کورنیو چارو وزیرې نانسي فائزر هم ویلي و: ''ما ته څرګنده ده، چې کوم کسان د جرمني د امنیت لپاره ګواښ وبلل شي، باید په چټکۍ سره وایستل شي، چې په دې کې افغانستان او سوریې ته هم د کسانو استول هم پکې شامل دي.''

;hfg

د عکس سرچینه، RONALD WITTEK/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

نوموړې زیاته کړه: ''زه قاطعانه وایم، د جرمني امنیتي ګټې په څرګند ډول د هغو کسانو د ګټو پرتله ډېرې مهمې دي، چې د دې سیاست تر اغېز لاندې راځي.''

تېر کال جرمني ته د ورغلو پناه غوښتنکو شمېر لوړ و.‌ د دغو پناه غوښتونکو لویه برخه یعنې ۳۰ سلنه یوازې د سوریې، ترکیې او افغانستان اتباع جوړوي.‌

د یادونې ده چې جرمني‌ په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم ودروله چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وو.