تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې لا هم کاوبای (جینز) پتلونونه ډېر مشهور دي؟
له پراخو پایڅو څخه نیولې بیا تنګو یا شلېدلو پایڅو او یا هم نورو بېلابېلو موډلونو سره، هر څه چې وي، کاوبای هغه جامه ده، چې د خپلو رنګارنګ ماډلونو او کارونې له امله، له ۱۵۰ کلونو راهیسې د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای او شهرت لري.
د کاوبای جامو صنعت به سږ کال شاوخوا ۱۰۵ میلیارده ډالر ارزښت ولري او د کاوبای (جینز) پتلونونو د دې عواید ۶۴ اعشاریه پنځه میلیارده ډالره خپل کړي. امریکا اوس هم هغه هېواد دی، چې خلک پکې تر ټولو زیات جینز کاروي. بریتانیا هم په کال کې د ۷۰ میلیون پتلونونو پېرودلو سره له امریکا ډېره وروسته نه ده.
په دې رپوت کې، شارلټ سټاورو له بازار موندونکي او متشبث او د اکاډمیکو چارو خبریال امیت کټوالا سره، هڅه کړې چې د کاوبای جامو جذابیت په اړه مالومات وړاندې کړي، دا چې څنګه کاوبای په ۱۹۵۰مه لسیزه کې په امریکا کې بیا تر ۲۰۰۰م کاله په بېلاروس کې د ازادۍ او پاڅون په سمبول بدل شو.
کاوبای پتلونونه لومړی په امریکا کې جوړ شول
داسې انګېرل کېږي چې کاوبای (جینز) لومړي ځل د فرانسې په یوه ښکلي ښار کې د نیمس په نوم جوړ شوی و. د همدغو کیسو له مخې په دغه ښار کې دا شین رنګه ټوکر جوړ شوی و. خو که کیسه وسپړل شي نو په پای کې خبر هغه هېواد ته رسېږي چې دا محصول یې مشهور کړی، امریکا. هغه هېواد چې د کاوبای (جینز) تولید پکې ۱۵۰ کلونه مخینه لري.
لومړۍ موخه یې اوږدمهال پایېدل و
لومړی جینز د جیکب ډیویس په نوم کالي ګنډونکي لخوا د سرو زرو غوښتونکو ته جوړ شوی و چې کلیفورنیا ته تللي و او غوښتي یې و، داسې جامه ورته وګنډي چې مقاومه او اوږد مهال واغوستل شي.
ښاغلي ډیویس په لومړي ځل نسواري رنګه کتان ټوکر ورته کارول او دا چې کلک وي د جیبونو شاوخوا یې اوسپنیزې ټوتې کارولې.
ډیویس پوهېده چې دا کلک پتلون به په ريښتیا په بازار کې بریالي شي، خو هغه دومره پانګه نه درلوده چې دا اختراع په خپل نوم کړي. وروسته یې له یوه بل کس نه مرسته وغوښته او هغه ورته د پتلون جوړولو لپاره ټوکر برابر کړ. دا سوداګر د لیوی سټراس په نوم یو کس و، چې نوم یې تل له کاوبای (جینز) سره وتړل شو.
ښاغلي سټراس له ډیویس سره د هغه په اختراع کې مرسته وکړه، خو دغه اختراع د پتلون لپاره نه بلکې د فلزي ټوټو لپاره وه. د ۱۸۷۳ او ۱۸۹۰ کلونو ترمنځ، بل چا ته اجازه نه وه چې د خپلو پتلونونو په جوړولو کې فلزي ټوټې وکاروي.
نسواري رنګ څنګه په شین (نیلي) بدل شو
د ډیویس او سټراس لپاره بل مهم ګام دا و چې د جینز رنګ له نسواري کتان څخه شین ته بدل کړي، ځکه په دودیز ډول دغه رنګ د کاري جامو په نوم پېژندل کېده، خو تر څنګ یې باید بیه هم ټیټه وساتي. د دوی هیلې په ۱۸۸۳ کې پوره شوې او هغه دا چې په دې کال کې د اډولف فون بایر په نوم یو جرمن ساینس پوه د انډیګو نیلي (نیل) اختراع کړ.
وروسته له دې چې ارزانه مصنوعي نیلي رنګ پیدا شو ورسره نیلي جینز هم رامنځ ته شو.
خو دلته یوه خبر دا ده چې پتلون ټول نیلي نه دی. ښاغلی امیت وايي: "که تاسو جینز ته نژدې وګورئ، درته معلومه به شي، چې دا ټوکر په حقیقت کې د سپینو او نیلي رنګونو ترکیب دی." دا یوه د لیدلو تېروتنه ده چې د پتلون بیې ټیټ ساتلو لپاره کارول شوې ده."
د کاوبای پتلون تر شا معمولا یو څرمنه یو ټوکر ګنډل شوی وي، چې په حقیقت کې د ضمانت سند و او د پتلون شا ته جېب کې ساتل کېده. که چېرې پتلون شلېدلی وای، تاسو کولای شو چې دا تضمین پلورونکي ته وښیئ او سمدستي نوی پتلون ترلاسه کړئ.
خو ورو ورو جینز له کاري جامو په ورځنيو جامو بدل شول.
د ۱۸۸۰ لسیزې او د دویمې نړیوالې جګړې په منځ کې، جینز د کار عام لباس وګرځېد. تر جګړې وروسته، جینز په لویدیځ کې د ځوانانو د کلتور سمبول شو. او په فلمونو کې هم ډېر وکارول شو.