افغانستان کې د غرني اېفېډرا بوټي د ښیښې 'نشې' جوړولو بازار لاهم تود ساتلی

اومان بوټی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د نشه یې توکو پر کښت او کاروبار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیز سربېره، د هېواد په ځینو برخو کې لا هم نشه‌یي توکي تولیدېږي.

بي بي سي موندلې چې د سوېلي ولایتو په ځینو سیمو کې د اېفېډرا (اومان) په نوم له غرني بوټي نه د کریسټال یا ښیښې په نامه نشه‌یي موادو جوړېدل  لا هم دوام لري. 

د سوېلي روزګان ولایت یو اوسېدونکی وایي له پېړیو راهیسې اومان ( اېفېډرا)  د بېلابېلو ناروغیو لپاره د کورني درمل په توګه کاروي، په تېره د درد د کرارولو  او والګي لپاره اغېزناک بلل کېږي.

اومان ( اېفېډرا ) غرنی بوټی دی، چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې په پراخه توګه موندل کېږي.

"موږ کلیوال خلک یو، غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې اوسېږو، چېرې، هلته چې هېڅ ډاکټر نشته، د ژمي موسم کې چې ماشومان ټوخېږي نو موږ د اومان ( باړک) دوې وچې پاڼې په خوله کې ورکوو، چې ویې وژوي او د همدې سره یې ټوخی سمېږي، دا بوټي له ډېر پخوا زموږ د نېکونو له وخت نه کارول کېږي، اوس هم که زموږ په سيمه کې کورونه وپلټل شي، ښايي داسې کور به نه وي، چې دا بوټي يې د درملو په توګه نه وي استعمال کړي او یا هم موجود نه وي، د کور سپین سرې دا بوټی وچ او بیا یې مېده کوي او د درملنې لپاره یې ساتي، چې تر ډېره د ټوخي او والګي لپاره کارول کېږي".

نشه

د عکس سرچینه، Getty Images

خو اومان، اوس ددې روزګاني له کور او کلي ها خوا په نړۍ کې د ښېښي (کرېسټال) د تولید یو نوی او ارزانه باب پرانیستی، چي د نشه یې توکو کاروباریانو یوازې څو کال وړاندې په افغانستان کې ورته پام اوښتی دی.

د هلمند شمالي باغران، د غور تیوره، د فراه پرچمن، د کندهار خاکریز او د روزګان یو شمېر ولسوالیو کې ترلاسه کېدونکي اومان (اېفېډرا) د شیرې له اړخه غوره کیفیت لري، خو دغه بوټی د افغانستان په اتو ولایتونو کې موندل کېږي.

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کي یو شمېر کسانو  بي بي سي ته ویلي سره له دې، چې په ځینو سیمو کې د طالبانو حکومت ددغه بوټي پر ټولولو او پلور بندیز لګولی خو کاروبار یې په بشپړ توګه نه دی بند شوی.

د اومان بوټي قاچاق کې د سیمه‌ییزو چارواکو لاس

نشه يي مواد

د عکس سرچینه، Getty Images

یو کس، چې په امنیتي دلایلو نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي ده په خپله لیدلي چې آن ځینې طالب سیمه ییزه چارواکي په دغه کاروبار کې لاس لري. 

"په سیمه ییزه کچه ولسوالان او قومندانان ددغه بوټي په قاچاق کې رول لري او دوی بیا د نورو چارواکو له ملاتړه برخمن دي، عام خلک نشي کولای دغه بوټي ټول او یا هم وپلوري، خو ځايي چارواکي د خپلو خاصو کسانو په مرسته دغه بوټي ټولوي دلته یې  ژرنده او بیا هغو سیمو ته لېږي چي ترې ښېښه یا مټ جوړېږي".

د دې سرچینې په خبره، له اېفېډرا د ښېښې (مټ) د تولید فابریکې او لابراتوارونه د فراه د بکوا ولسوالۍ سربېره د هلمند ګرشک او سنګین ولسوالۍ کي هم شته.

دغه سرچینه وایي په دې فابریکو کې لومړی اومان ژرنده او بیا د ۲۴ ساعتونو لپاره په تېزاب کې اېښودل کېږي او تر هغه وروسته په یوه لوی فلزي بېرل کې اېشول کېږي او په پایله کې د ایپډرین په نوم ژر رنګه ګاټه (خټه) مایع جوړېږي.

د نشه‌یي توکو کاروباریان د اېفېډرا بوټي څلور کیلو په ۱۰۰ افغانۍ اخلي، چې له هرو دېرشو کیلوګرام یو کیلوګرام ایپډرین ترلاسه کېږي .

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مني، چې د اېفېډرا په نوم غرنی بوټی د کرېسټال (ښيښې) د تولید لپاره کارول کېږي، خو وایي مخنیوی یې کړی دی.

د طالبانو د مشر فرمان

کوکنار

د عکس سرچینه، Getty Images

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق همکار وایي د تېر کال له اپریل میاشتې راهیسې ۳۵۰۰ عملیات شوي او پر مهال یې د بېلابېلو نشه‌يي توکو څلور زره کاروباریان نیولي دي.

"له دې بوټي نه اېپډرین تولیدیږي، چې له هغه بیا ښېښه (کرېسټال) جوړېږي، موږ په ټول افغانستان کې د دې بوټي پر کارولو بندیز لګولی دی. موږ په ولایتونو کې هم عملیات کړي او د دې بوټي د سوداګرۍ په تړاو مو ډېر کسان نیولي، تولیدي فابریکې مو یې هم له منځه وړې دي، د دې په اړه چې ددې بوټي کارونه لا هم په ځينو ولايتونو کې دوام لري فکر نه کوم، چې داسې څه دې وي، موږ اوس هم هڅه کوو چې د دې بوټي د کارونې مخه ونيسو. هغه که په هر سیمه کې، چې  له اومان نه د کرېسټال په جوړول کې کار اخیستل کېږي، موږ به په سملاسي توګه عملیات کوو او له منځه به یې  یوسو."

د تېر کال د اپریل میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو کر منع اعلان شو، خو اېفېډرا، چې یو طبیعي غرنی بوټی دی په دې بندیز کې یې یادونه نه وه شوې.

 د نشه‌يي توکو د څار اروپايي مرکز د ۲۰۲۰ کال د اېفېډرا په اړه یوه ځانګړي راپور کې ویل شوي، چې  د سټلایټ تصویرونو په مرسته او د مخدره توکو له افغان قاچاقبرو سره له مرکو وروسته یوازې په بکوا سیمه کې د اېپډرین تر ۳۰۰ ډېر مشکوک لابراتوارونه موندلي دي.

په افغانستان کې  تولید شوي میت یا ښېښه اوس ددغه هېواد له پولې هاخوا  یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او ښکاري چې له دې سیمې ډېر لیرې د نړۍ نورو برخو ته هم ولېږدول شي.