روسيې په رسمي توګه د واګنر ډلې د مشر پريګوژين مړينه تائيد کړه

پريګوژین

د عکس سرچینه، TELEGRAM/GREY ZONE

د خپرېدو وخت

روسي چارواکو منلې چې د واګنر ډلې مشر یفګیني پريګوژین د هغو کسانو په ډله کې دی چې پر چارشنبه د الوتکې پریوتو پېښه کې مړه شوي دي.

دوی ویلي دي چې جینیټیکي ازموینې ثابتوي چې په شخصي الوتکه کې د ټولو لسو کسانو هویت د مسافریو په لیست کې له شته نومونو سره سر خوري.

دغه الوتکه چې د مسکو او سېنټ پيټرزبورګ تر منځ پرېوته د غورځېدو په اړه يې لا کره معلومات نشته.

کرملین هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د الوتکې په سقوط کې دوی لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې امريکا هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دغه الوتکه له ځمکې په توغندي ویشتل شوې.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تر دې مخکې الوتکه کې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې وه او ښاغلي پریګوژین یې یو تکړه کس بللی و چې په وينا يې جدي تېروتنې یې کړې وې.

په دې وروستیو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د واګنر ډلې مشر په لوېدیځه افریقا کې دی، د لوېدیځ شنونکي په دې باور دي چې دا ډله هڅه کوي د نایجر په ګډون چې په دې وروستيو کې هلته کودتا هم وشوه غواړي نورو هیوادونو ته خپل نفوذ پراخ کړي.

پريګوژين

د عکس سرچینه، EPA

دوه میاشتې وړاندې ښاغلي پريګویژن د کرملین پر وړاندې د یوه ناکام بغاوت مشري وکړه. هغه مهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه عمل "خیانت" بللی و او ویلي یې وو چې عاملین به یې سزا وويني.

د دوی هغه بغاوت بیا د یوه جوړجاړي له مخې له منځه لاړ چې واګنر وسله والو ته په روسي پوځونو کې د ګډون او یا بېلاروس ته د تلو اختیار ورکړل شو.

پریګوژین خپله هم منلې وه چې بېلاروس ته به ځي، خو په ظاهره داسې ښکاریده چې په روسیه کې ازادانه ګرځېد او په یوه ویډیويي کلیپ کې خو داسې حال کې هم ولیدل شو، چې په ظاهره افریقا کې ثبت شوې وه.

یوګیني پریګوژین په ۲۰۱۴ کال واګنر ملېشه جوړه کړه، چې اوس ۲۵ زره وسله وال لري. دا ملېشه په اوکرایین، سوریه او لوېدیځه افریقا کې فعاله وه او د زور او ظلم کیسې یې مشهورې شوې.