ایا افغان کډوال په ایران کې د جذام ناروغۍ د خپرېدو لامل دي؟

ټوټېر سکرين شاټ
    • Author, سروش پاکزاد
    • دنده, د بي بي سي د پلټنې برخه
  • د خپرېدو وخت

د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې د لېپروسي يا جذام ناروغۍ د خپرېدو اوازې ريښتيا نه دي. د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز او جذام د څانګې مشر مهشيد ناصحي د جذام پېښو زیاتوالی رد کړ او زياته يې کړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې هر کال ۴۰ پېښې ثبتېدې، خو اوس دا شمېر ۱۰ ته ښکته شوې، چې معمولاً ۳ يې ځايي وګړي دي.

تېرې څو ورځې په ایران کې د جذام ناروغۍ د خپرېدو په اړه ادعاوې کېږي. د میدان ازادي په نامه مجلې مسوول مدیر هادي کسايي زاده د يوه عکس په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې "افغان کډوال په ایران کې د جذام د خپرېدو لامل دي" او د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکيان یې غوښتي، چې دغه کسان له ايرانه وباسي.

د ښاغلي کسايي زاده ټویټونه تر ۲۹۰ زره ځله ډېر کتل شوي. نوموړي په تېرو څو میاشتو کې د افغان کډوال په اړه ډېر ټویټونه خپاره کړي او له ایرانه یې د هغوی د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د بي بي سي د پلټنې څانګې څېړنې ښيي چې تر دې مخکې په ایران کې د جذام ناروغۍ په اړه کوم رسمي راپور یا خبرداری نه دی خپور شوی.

د هادي کسايي زاده لخوا خپور شوی عکس څو کاله وړاندې هم په ختیځ آذربایجان کې د جذام ناروغانو د درملنې مرکز د راپور برخه و.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د روان کال د جولای پر ۱۸مه نېټه په یوه راپور کې وویل چې تېر کال په هېواد کې د جذام ۹ نوې پېښې ثبت شوې چې ۶ یې ایرانیان او پاتې نور یې بهرنيان دي.

د روان کال جنورۍ مياشت کې د جذام ناروغۍ د پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د ايران د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ او جذام د څانګې مشر وویل چې په ایران او نړۍ کې د دغې ناروغۍ پېښې مخ په کمېدو دي او درملنه یې اغېزمنه وبلله.

مهشید ناصحي وویل چې دا ناروغي د نورو ساري ناروغیو پرتله کمه خپرېږي او ۹۵ سلنه خلک که دوی په فزیکي ډول تماس هم ولري ناروغي نه ترې خپرېږي.

جذام څه شی دی؟

جذام یوه ساري ناروغي ده چې د مایکوباکټریوم لېپرا باکتریا له امله رامنځته کېږي.

دا ناروغي پوستکي، حرکي عصبي ريښې، تنفسي لارې مغز او د سترګو غشا په نښه کوي، او که درملنه یې ونشي، ناروغانو ته دایمي زیان رسولی شي.

د ښکاره ټپونو له کبله دا ناروغان د ټولنیزې بدنامۍ سره مخ وي، چې د دې ناروغانو په وړاندې د توپيري چلند لامل کېدی شي او دا خلک له نورو جلا کوي.

جذام په اسانۍ سره د عادي اړيکې له لارې لکه د لاس ورکولو له لارې نه خپرېږي، یو شخص باید د اوږدې مودې لپاره د ناروغ سره نژدې تماس کې وي ترڅو په ناروغۍ اخته شي.

د ناروغۍ وختي تشخيص او مناسب درمل چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وړيا دي په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د پام وړ کم کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د راپورونو له مخې په نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کېدو پېښې کمېږي. د ياد سازمان د راپورونو له مخې له ۲۰۱۲ تر۲۰۲۲ کال پورې په ايران کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۱ څخه ۶ تنو ته او په افغانستان کې له ۳۷ کسانو څخه ۷ تنو ته راټيټ شوی دی.

همدې راپورونو ته په کتو په ايران او افغانستان کې د جذام ناروغي پراخه نه ده او دا ادعا چې "افغان کډوال په ايران کې د ناروغۍ لامل دي سم نه دی."

په دې وروستيو کلونو کې ايران ته د افغان کډوالو د شمېر زياتېدو سره په ټولنيزو رسنيو د افغان کډوالو پر ضد کمپاينونه ترسره کېږي.