ایران ته د امریکا او اروپايي ټولنې تازه خبرداري؛ 'غلي نه پاتې کېږو'

د عکس سرچینه، EU PARLIAMENT
د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي د دې ټولنې د پارلمان عمومي غونډه کې ویلي چې دوی به ایران کې د دولت اعتراضونو د ځپل کېدو پر وړاندې غلي پاتې نه شي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول 'جوزف بورېل' یوه مرستیال 'الیور وارهي' د دغه بنسټ په یوه رسمي بیان کې ویلي چې "د ایراني ځواکونو د زغم لپاره زموږ له پرله پسې غوښتنو سره سره د احتجاج کوونکو خلاف د زور ناوړه کارونه دوام لري. ایران لخوا تر اوسه د هغو کسانو شمېر په تړاو هېڅ روڼتیا نشته چې دغو احتجاجونو کې وژل شوي یا نیول شوي دي. دا د منلو نه ده."
ښاغلي وارهي زیاته کړې، هغه کسان باید مسوول او ځواب ویونکي وګڼل شي چې د مهسا امیني وژلو او تر هغې را وروسته د سوله ییزو اعتراض کوونکو خلاف د زور زیاتي لامل ګرځېدلي.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي همدا راز د هغو کسانو د برخلیک په اړه هم اندېښنه ښودلې چې د ایران اعتراضونو کې نیول شوي او پر اعدام محکوم شوي دي.
هغه ویلي "دا مو د اندېښنو ستره سرچینه ده."
اروپايي ټولنه نړۍ کې د اعدام سزا د حکم او پلي کېدو سرسخته مخالفه ده.
پخپله د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاست مسوول جوزف بورېل هم پر ایران د نویو بندیزونو اعلانولو پر مهال د اعتراض کوونکو ځپل په کلکه وغندل.
نوموړي ویلي چې "موږ د ایران د ولس په خوا یو – د سوله ییزو لاریونو، د نظر او بیان د ازادۍ غوښتلو لپاره د هغوی د حق ملاتړ کوو."
له دې سره د امریکا متحدو ایالتونو بیا ایران ته د عراق کردستان کې پر اهدافو د بریدونو له کبله خبرداری ورکړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي "د نومبر له ۲۰مې تر ۲۲مې نیټې د کردستان سیمې خلاف په خونړیو بریدونو سره د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا د ایران سرغړونو دوام موندلی."
اعلامیه زیاتوي " متحد ایالتونه د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا دغه تکراري او بې رحمه سرغړونې په کلکه غندي او پر ایران غږ کوي چې له نورو ګواښونو او تاوتریخوالي ډډه وکړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې دا وضاحت نه دی شوی چې که د ایران بریدونه دوام کوي نو د واشنګټن غبرګون به ورته څه وي.
ایراني ځواکونه په دغو بریدونو کې ظاهرآ د کردانو د هغو ګوندونو اهداف په نښه کوي چې ایران پرې دغه هېواد کې د روانو دولت ضد احتجاجونو د ملاتړ تور پورې کوي.

دغه احتجاجونه تېر سپتمبر تهران کې د پولیسو بند کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ نجلۍ "مهسا امیني" تر وژل کېدو وروسته پیل شول.
پولیسو هغه د حجاب له اصولو د سرغړونې په تور نیولې وه.
د دغو اعتراضونو پر پیل اوس لس اوونۍ اوړي خو پای یې لا نه مالومېږي.
ایراني ځواکونه پر دې تورن دي چې پر تش لاس راوتلو اعتراض کوونکو مرمۍ وروي او تر اوسه یې نږدې ۴۰۰ کسان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ایران کې د روان وضعیت څېړلو لپاره پنجشنبه بېړنۍ ناسته رابللې.
د دې ناستې وړاندیز جرمني او ایسلنډ کړی خو د دې شورا ګڼو نورو غړو هم ورسره ملاتړ اعلان کړی دی.





















