تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو امریکایي سړي د زرګونو عقابانو پر ناقانونه ښکار اعتراف کړی
یوه امریکایي سړي چې د زرګونو محافظت شویو مرغانو په ښکار تورن شوی، دا منلې چې د سپین سرو او طلايي ګوربتانو (عقابانو) ښکار او قاچاق ته یې لاره چاره جوړه کړې وه.
۴۸ کلن ټراوېس جان برانسن دا الوتونکي د څو کلونو په لړ کې ښکار کړي او د بڼکو په ګډون یې د هغو د بدن برخې تور بازار کې پلورلې دي.
هغه یوه پېرېدونکي ته د موبایل په لنډو لیکلو پیغامونو کې په ویاړ سره منلې چې "جرم" او "وژنې" یې ترسره کړې.
یوه فدرال محکمه به د مارچ ۳۱مه د جان برانسن د سزا حکم صادر کړي.
نوموړی ښايي په تر ۵ کلونو زندان محکوم شي.
هغه چارشنبه د توطیې، د سپین سرو او طلايي ګوربتانو د ناقانونه قاچاق او همدا راز له هغه قانونه د سرغړونې تورونه ومنل چې د ځنګلي ژویو غیرقانوني رانیول او قاچاق منع کوي.
برانسن د ۲۵۰ زره ډالرو جریمه کېدو له خطر سره هم مخامخ دی.
د هغه په اړه ویل شوي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ به په واشنګټن ایالت کې له خپله کوره لوېدیځ مونتانا ته د مرغانو ناقانونه ښکار لپاره ته.
شنونکي وايي هغه په دې موده کې د خپل ملګري 'سایمون پال' په مرسته د بومیانو په یوه ځانګړې او نورو سیمو کې شاوخوا ۳۶۰۰ مرغان ښکار کړي دي.
۴۲ کلن سایمن پال هم د همدغو تورونو له کبله تر څار لاندې دی.
برانسون د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۳مه تر هغې وروسته ونیول شو چې پولیسو یې د تلاشۍ پر مهال موټر کې د یوه طلايي ګوربت پنجې او بڼکې وموندې.
سپین سری ګوربت د امریکا ملي مرغه دی چې عکس یې د دغه هېواد پر پیسو (ډالر) او ملي نښان کې هم حک شوی دی.
دا ډول مرغان د شلمې پېړۍ منځنیو کې امریکا کې د ښکار، د اوسېدو اصلي ځای د لاسه ورکولو او همدا راز د "ډيډيټي" حشره وژونکو درملو د کارېدو له کبله د نابودۍ له خطر سره مخامخ شوي وو.
"ډيډيټي" د مرغانو د هګیو پوستکي وراسته کوي او له ۱۹۷۲ کال راوروسته یې کارېدل منع شوي دي.
د متحدو ایالتونو د کبانو او ځنګلي ژویو د خدماتو ادارې په وینا په ۱۹۶۳ کال دغه هېواد کې یوازې د ۴۱۷ جوړو سپین سرو عقابانو د موجودیت په اړه مالومات وو.