یو امریکایي سړي د زرګونو عقابانو پر ناقانونه ښکار اعتراف کړی

کامران اکمل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

یوه امریکایي سړي چې د زرګونو محافظت شویو مرغانو په ښکار تورن شوی، دا منلې چې د سپین سرو او طلايي ګوربتانو (عقابانو) ښکار او قاچاق ته یې لاره چاره جوړه کړې وه.‌

۴۸ کلن ټراوېس جان برانسن دا الوتونکي د څو کلونو په لړ کې ښکار کړي او د بڼکو په ګډون یې د هغو د بدن برخې تور بازار کې پلورلې دي.‌

هغه یوه پېرېدونکي ته د موبایل په لنډو لیکلو پیغامونو کې په ویاړ سره منلې چې "جرم" او "وژنې" یې ترسره کړې.

یوه فدرال محکمه به د مارچ ۳۱مه د جان برانسن د سزا حکم صادر کړي.

نوموړی ښايي په تر ۵ کلونو زندان محکوم شي.

هغه چارشنبه د توطیې، د سپین سرو او طلايي ګوربتانو د ناقانونه قاچاق او همدا راز له هغه قانونه د سرغړونې تورونه ومنل چې د ځنګلي ژویو غیرقانوني رانیول او قاچاق منع کوي.

برانسن د ۲۵۰ زره ډالرو جریمه کېدو له خطر سره هم مخامخ دی.

د هغه په اړه ویل شوي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ به په واشنګټن ایالت کې له خپله کوره لوېدیځ مونتانا ته د مرغانو ناقانونه ښکار لپاره ته.‌

شنونکي وايي هغه په دې موده کې د خپل ملګري 'سایمون پال' په مرسته د بومیانو په یوه ځانګړې او نورو سیمو کې شاوخوا ۳۶۰۰ مرغان ښکار کړي دي.

۴۲ کلن سایمن پال هم د همدغو تورونو له کبله تر څار لاندې دی.

عقاب

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، سپین سری ګوربت د متحدو ایالتونو ملي مرغه دی

برانسون د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۳مه تر هغې وروسته ونیول شو چې پولیسو یې د تلاشۍ پر مهال موټر کې د یوه طلايي ګوربت پنجې او بڼکې وموندې.

سپین سری ګوربت د امریکا ملي مرغه دی چې عکس یې د دغه هېواد پر پیسو (ډالر) او ملي نښان کې هم حک شوی دی.‌

دا ډول مرغان د شلمې پېړۍ منځنیو کې امریکا کې د ښکار، د اوسېدو اصلي ځای د لاسه ورکولو او همدا راز د "ډي‌ډي‌ټي" حشره وژونکو درملو د کارېدو له کبله د نابودۍ له خطر سره مخامخ شوي وو.

"ډي‌ډي‌ټي" د مرغانو د هګیو پوستکي وراسته کوي او له ۱۹۷۲ کال راوروسته یې کارېدل منع شوي‌ دي.‌

د متحدو ایالتونو د کبانو او ځنګلي ژویو د خدماتو ادارې په وینا په ۱۹۶۳ کال دغه هېواد کې یوازې د ۴۱۷ جوړو سپین سرو عقابانو د موجودیت په اړه مالومات وو.‌