د افغانستان ډېرو سیمو کې له اوږده ځنډ وروسته ورښتونه شوې، ځای ځای د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د ژمي له لنډیدو سره په څه ځنډ نن (یکشنبه) د مرکز کابل په ګډون ځينو ولایتونو کې لومړۍ واوره او بارانونه وریدلي دي.

دغه هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې پرون د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د باران او ځای ځای واورې وریدو اټکل کړی و.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي په کونړ، ننګرهار او نیمروز کې به هوا ورېځ وي او د ورښت امکان پکې ډېر نشته.

په پلازمېنه کابل کې بیا د باران سره واوره هم مله ده او دې ورښتونو په ښکاره له اوږده ځنډ وروسته د ډېرو تنده ماته کړې.

په افغانستان کې سږ کال تر دې دمه ژمی وچ و او په راتلونکي کې د وچکالۍ وېره خپره وه خو وکتل شي چې د ورښتونو دا لړۍ څومره دوام کوي.

د وچ ژمي له کبله د افغانستان ډېرو سیمو په ځانګړي ډول د کابل هوا ډېره ککړه شوې وه او خلک له ناروغیو هم کړېدل.

له دې مخکې د ورښتونو لپاره وخت نا وخت د لمونځو او ځانګړو دعاګانو غوښتنه هم شوې وه.

افغانستان چې په وچه کې پروت کرهنیز هېواد دی ابي ‌ډېرې زېرمې یې هم له ورښتونو سرچینه اخلي.

ګڼ مېشتي کابل کې بیا واورې او ورښتونه د زرغونتیا، ښیرازۍ لپاره مهم بلل کېږي ځکه خو ډېر متل کا (کابل بی زر باشه بی برف نه) وایي 'کابل دې بې زرو وي خو بې واورو نه.

نن (یکشنه) هم کابل کې د واورې او باران له وریدو سره د ټولنیزو رسنیو ډېرو کارونکو په ټولنیزو رسنیو د انځورونو له خپرولو سره یو ځل بیا دا متل هم تازه کړی دی.

له دې ټولو سره د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د هوا پېژندنې ادارې د ورښتونو له کبله د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي د سیلابونو ډېر اټکل (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) سينديزه حوزه کې شوی دی.

د هواپېژندنې ادارې د دغو سینديزو حوزو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د ناڅاپي سېلابونو راوتلو ته تیار وي او د خوندیتوب لپاره لا پام وکړي.