تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: افغانستان د بشري وضعیت د لا خرابېدو خطر سره مخ دی
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ته اندېښمن دي او وايي د دې احتمال شته چې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام وار دمخه میلیونه اړ افغانان د خپلو مرستو له لسته ایستلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډ رپوټ کې خبرداری ورکړی که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د هغو کسانو شمېر لا لوړ شي چې بشري مرستو ته اړ دي. دغه سازمانونه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخامخ دي.
په دغو هېوادونو کې د بورکینا فاسو، مالي او سویلي سوډان وضعیت تر ټولو ناوړه ښودل شوی دی.
'ډبلیو ایف پي' او 'ایف ای او' په یوه ګډ رپوټ کې ویلي چې په راتلونکو میاشتو افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو احتمال شته.
دغو بنسټونو د دې لامل د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمېدل او د افغانانو ناوړه اقتصادي حالت په ګوته کړی او وايي سره له دې چې په افغانستان کې د نورې نړۍ پرتله د خوراکي توکو بیې ټېټې شوې، خو خلک بیا هم د ناوړه اقتصادي حالت له امله د توکو د پېرلو وس نه لري او له هرو دریو دوه افغانان ځان ته د کافي او صحي خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو ایف پي' د بودیجې د کمښت له لامله وار له مخه په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱۰ میلیونه اړ افغانان د خپلو بشري مرستو له لیست نه ایستلي دي.
ویل شوي چې په ژمي کې به د خوړو نه خوندیتوب لا ډېر احساس شي.
د ډبلیو ایف پي او ایف ای او په رپوټ کې دغه راز ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال له می تر اکتوبر میاشت پورې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ وو، ۱۸ اعشاریه ۹ میلیونه و چې د روان ۲۰۲۳ کال په همدې موده کې ۱۵ اعشاریه ۳ میلیونو ته ټېټ شوی و خو که وضعیت همداسې پاتې شي نو ښايي دا شمېر بېرته لوړ شي.
د خپور شوې رپوټ له مخې روان کال څه باندې څلور میلیونه ښځې او ماشومان هم بشري مرستو ته د اړو کسانو په ډله کې شامل دي.
د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې پر افغان ښځینه وو به د کار نه کولو د بندیز دوام پر بشري مرستو، روانې ستونزو او ماشومانو لپاره پر روغتیايي چوپړونو پام وړ اغیزه ولري.