تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي پولیسو ولې د نواب شیخ ګرځنده پالنګ ضبط کړ؟
په کیسو یا نکلونو کې به مو د داسې غالیو یا کبانو کیسې اورېدلې وي، چې الوځي، خو کله مو د داسې پالنګ یا بستر کیسه اورېدلي، چې د ښار پر سړکونو ځغلي؟
په دا وروستیو کې همداسې یو پالنګ لیدل شوی، چې ويديو يې د هند لوېدیځ بنګال ایالت کې ثبت شوې ده. دا ویډیويي کلېپ یو سړی ښيي، چې پر خپل پالنګ یې بالښت ته ډډه وهلې او پالنګ یې د ښار په لارو، کوڅو کې ځغلي.
دا پالنګ په ظاهرا هماغسې یو عادي پالنګ دی، چې په کورونو کې وي، خو د لوېدیځ بنګال مرشد اباد سیمې اوسېدونکي نواب شیخ د دې پالنګ پر چمتو کولو نژدې یو نیم کال خواري کړې.
دی د کوچني اختر پر ورځ د دې (ګرځنده) پالنګ ازموینې لپاره په همدې کې پروت له کوره ووت او ځینو کسانو ترې ویډیويي کلپ ثبت کړ.
نواب شیخ اوس ځکه ډېر خواشینی دی، چې د کار او زیار دغه محصول یې ځايي پولیسو ضبط کړی دی. د ځايي قانون له مخې نواب شیخ د دې (ګاډي) د ترمیم او پر سړکونو د چلولو لپاره اړین جواز نه درلود.
د نواب شیخ ګرځنده پالنګ داسې یوه کمساري بېلګه بلل کېږي، چې خلک پر خواله رسنیو د مشهور کېدو لپاره څنګه عجیبې لارې، چارې لټوي. شیخ غوښتل مشهور شي او پر همدې بستره د ناستې په حال کې ځايي رستورانت ته د چای څښلو لپاره لاړ شي.
دی وايي، ''یوه ورځ مې چرت واهه، چې که پر بستره ناست د چای څښلو لپاره بهر ته لاړ شم، زښت ډېر خوند به وکړي، له هغه وروسته مې له خپلې بسترې د موټر جوړلو لپاره کار پیل کړ.''
دی زیاتوي، ''لومړی مې تر پالنګ لاندې څلور ټايرونه ولګول، له ټېل وهلو سره به ګرځېده، خو پخپله یې حرکت نه شو کولای، وروسته مې پکې ماشین ځای پر ځای کړ او ګرځنده پالنګ مې ترې جوړ کړ. د عید پر ورځ مې د ازموینې لپاره بهر ته وایست، ځینو دوستانو یې ویډیويي کلېپونه ثبت کړل او ما پر خپله فېسبوکپاڼه خپاره کړل.''
د ګرځنده پالنګ دا ویډیويي کلېپ په څو ساعتونو کې څه باندې ۲۵ میلیونه کسانو کتلې و.
دی ادعا کوي، چې وروسته د بنګله دېش ار ټي وي نومې خبري شبکې نه یوازې دا ویډیويي کلېپ په خپل نامه خپور کړ، بلکې ادعا یې وکړه، چې دا پالنګ په بنګله دېش کې یو چا چمتو کړی دی.
د نواب شیخ او عالمګیر شیخ په خبره بنګله دېشي ټلویزیون فېسبوک ته د کاپي رايټ شکایت هم کړی، چې له کبله یې د ده فېسبوکپاڼه هم تړل شوې ده.
دی وايي، ''له هغه وروسته چې فېسبوک زما پاڼه وتړله زه د پولیسو مرکز ته د شکایت لپاره ورغلم، خو هغوی راته وویل، چې زما پالنګ- موټر غیر قانوني دی.''
پولیسو په لارو، کوڅو کې د شیخ د پالنګ نندارې ته د راټولو شویو خلکو ګڼې ګوڼې ته په کتو سره له هغه غوښتي و، چې پر سړکونو یې له چلولو باید ډډه وکړي او له هغه وروسته نوموړي خپل پالنګ په یوه زېرمتون کې ساته.
د ترافیکو ځايي قانون پر سړکونو د داسې ډول ګاډو اجازه نه ورکوي، ځکه ځايي پولیسو وروسته د نواب شیخ پالنګ ضبط او د پولیسو مرکز ته یې ولېږداوه.
د ځايي خبریالانو له لوري په یوه ثبت شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې نواب شیخ د ګاډي اسټیرینګ ته ناست دی، یو ځايي پولیس د روان پالنګ منځ ته ټوپ وهي او نندارچیان په حیرانۍ سره دا منظر ویني.
خو نواب شیخ اوس ډېر خواشینی دی، یو لامل یې دا دی چې فېسبوکپاڼه یې بنده ده او د ویډیو حق الزحمې پیسې نه ورکول کېږي.
بله ستونزه دا ده، چې هغه ګرځنده پالنګ د ځايي پولیسو په مرکز کې پروت دی، چې دی وايي د جوړولو لپاره یې نواب شیخ د خپلې مېرمنې ګاڼه (زیورات) پلورلي وو.